د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

په روسیه کې د ناوالني په یاد له جوړو شویو مراسمو ۱۲۰ کسان نیول شوي


د روسیې پولیسو د ناوالني په یاد له جوړو شویو مراسمو د هغه یو ملاتړی نیولی دی.
د روسیې پولیسو د ناوالني په یاد له جوړو شویو مراسمو د هغه یو ملاتړی نیولی دی.

په روسیه کې تر ۱۲۰ زیات کسان په هغه لاریونونو کې نیول شوي چې د کرملین د سخت منتقد الکسي ناوالني په درناوي او یاد تنظیم شوي وو.

د مسکو، پیټرزبورګ، نوسي بیرسک او یکاترن بورګ په شمول د روسیې په بېلابېلو ښارونو کې د کرملین د سرسخت منتقد الکسي ناوالني د پلویانو له‌خوا د نوموړي په درناوي او یاد له جوړو شویو لاریونونو څخه تر ۱۲۰ زیات کسان نیول شوي دي.

د ناوالني د خاورو ته سپارلو تر مراسمو مخکې د کرملین ویاند ډیمیټري پیسکوف خبرداری ورکړی چې د ناوالني په ملاتړ هر ډول لاریون چې اجازه ونه لري، قانوني سرغړونه ګڼل کېږي.

د "خلکو ازادي" په نوم د روسیې د اپوزیسون ګوند مرستیال میخایل شنیدر هم د نیول شویو کسانو په ډله کې دی.

روسي چارواکو د تېر کال د می په میاشت کې دا ګوند لغوه کړ.

د یاب لوکو په نوم د ګوند د مسکو د څانګې مرستیال اندري موریف او همکار یې الکساندر افیموف هم نیول شوي دي.

موریف وروسته له توقیفه خوشې شو.

د بشري حقونو د ملاتړ یو سازمان راپور ورکړی چې محکمو د روسیې په څلور سیمو کې د ناوالني نوم د "افراطیت سمبول" اعلان کړی دی.

د دې سازمان د راپور په بنسټ د چیل یابینسک، کراسنودار او مورمانسک په سیمو کې د لاریونونو درې ګډوانوال هم د "افراطیت سمبول" نومول شوي دي.

د اولیانوفسک سیمه کې هم د ورته اعلان راپور ورکړل شوی دی.

د جمعې په ورځ د ناوالني د جنازې د انتقال په مراسمو کې خلکو د هغه پر تابوت ګلان شیندل، یو شمېر ویرجنو بیا د اوسپنیزو موانعو څخه د تېرېدو او د ناوالني جسد ته د نژدې کېدو هڅه کوله.

په دې مراسمو کې "روسیه به ازاده شي"، "جګړې ته نه! وایوو" او "پوتین قاتل دی" شعارونه هم اورېدل کېدل.

مسکو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د سفیر په شمول یو شمېر لوېدیځو ډیپلوماتانو هم د الکسي ناوالني چې په زندان کې ومړ د تدفین په مراسمو کې ګډون کړی وو.

د ناوالني د تدفین له مراسمو یو انځور
د ناوالني د تدفین له مراسمو یو انځور

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون او د المان صدراعظم اولاف شولتز د هغو کسانو د مېړانې ستایه کړې چې په مسکو کې د ناوالني د تدفین مراسمو ته ورغلي وو.

د ناوالني ټیم هم په ټیلیګرام کې د دې مراسمو ګډونوالو ته ویلي: "تاسو مه وېرېږئ."

د ناوالني مېرمن یولیا ناوالنیا چې په امنیتي دلایلو له روسیې بهر ژوند کوي په دې مراسمو کې نه وه.

هغې او د امریکا په شمول ګڼو لوېدیځو هېوادونو کرملین د ناوالني په مرګ کې په لاس لرلو تورن کړی و.

خو کرملین پرله‌پسې د ناوالني د مړینې په تړاو هر ډول لاس یا مسوولیت لرل رد کړي دي.

د روسیې د یامالونیتڅ د سیمې د زندان چارواکو د فبرورۍ د میاشتې په ۱۷مه نېټه په زندان کې د کرملین د بندي منتقد الکسي ناوالني د مړینې خبر ورکړ.

د دوی په وینا، د ۴۷ کلن ناوالني وضعیت د فبرورۍ د میاشتې په ۱۶مه نېټه سهار مهال تر قدم وهلو وروسته خراب شو او اوروسته مړ شو.

نوموړی چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سرسخت منتقد و په داسې تورونو زنداني و چې ګمان کېږي تر ډېره د سیاسي انګېزو له کبله و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG