د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

د الکسي ناوالني مېرمنه: د «ازادې روسیې» لپاره به د خپل مېړه مبارزې ته دوام ورکړم


 یولیا ناوالنایا د جرمني په مونیخ امنیتي کنفرانس کې هم ګډون کړی و
یولیا ناوالنایا د جرمني په مونیخ امنیتي کنفرانس کې هم ګډون کړی و

یولیاناوالنایا په یو ویډیويي پیغام کې چې پرون پر ایکس شبکې خپور شو د خپل مېړه د مرینې پړه د روسیې پر ولسمشر ولادیمیرپوتین واچوله.

مېرمن ناوالنایا په دې ویډیو کې وايي چې پوتین درې ورځې مخکې الکسي ناوالنۍ وواژه.

هغې زیاته کړه:

" نن زه د لومړي ځل لپاره پردې کانال له تاسو سره خبرې کوم. دلته زما پرځای باید بل څوک ناست وای خو هغه سړی ولادیمیرپوتین وواژه."

مېرمن ناوالنایا چې له خپلو دوو ماشومانو سره په بهر کې اوسېږي، تېره جمعه د مونشن په امنیتي غونډه کې د ګډون لپاره دې ښار ته تللې وه چې رسنیو په زندان کې د ناوالنۍ د مړینې خبر خپور کړ. نوموړی د افراطیت په تور په ۱۹ کاله بند محکوم شوی و. ناوالنۍ او ملګرو یې دا تور رد کړی و، او ویل یې چې نوموړي ته د سیاسي فعالیت او د فساد پرضد د مبارزې لپاره دا سزا ورکړل شوې ده.

د الکسي ناوالني د مرګ خبر د جمعې په ورځ خپور شو
د الکسي ناوالني د مرګ خبر د جمعې په ورځ خپور شو

مېرمن ناوالنایا وویل چې د خپل مېړه مبارزې ته به دوام ورکړي.

هغې د روسیې له خلکو وغوښتل چې د دې ترڅنګ ودرېږي او د خپل هېواد لپاره مبارزه وکړي.

نوموړې له خپلو پلویانو وغوښتل چې د کریملین پرضد تر پخوا په زیات قهر مبارزه وکړي او ویې ویل دا په یوه آزاده روسیه کې ژوند غواړي. ناوالنایا وروسته په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له مشرانو سره وکتل.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل له دې کتنې وروسته مېرمن ناوالنایا ته د دې پېښې له کبله خواخوږي څرګنده کړه، ویې ویل، دی کلک باور لري چې له ولسمشر پوتین او د هغه له رژیم سره به د ناوالنۍ د مړینې په خاطر حساب کتاب وشي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل

بوریل د مېرمن ناوالنایا د پخوانیو څرګندونو یادونه وکړه چې ویلي یې و، پوتین روسیه نه ده او روسیه پوتین نه دی.

ښاغلي بوریل د روسیې د مدني ټولنو او آزادو رسنیو د ملاتړ لپاره د اروپايي ټولنې د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

روسي چارواکو د تېرې جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د کریملین سرسخته منتقد الکسي ناوالنۍ په زندان کې مړه شوی دی.

روسي چارواکو تراوسه د ناوالنۍ مور او مدافع وکیلانو ته د هغه د مړي د لیدو اجازه نه ده ورکړې چې دې کار په کور دننه او بهر د خلکو سخته غوسه پارولې ده.

د ناوالنۍ یوه متحد ایوان ژدانوف پر خپله ټلګرام پاڼه لیکلي دي چې څارنوالانو ورته ویلي چې د ناوالنۍ د عدلي طب معاینه څوارلس ورځې وخت نیسي.

XS
SM
MD
LG