د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

د ناوالني پر بدن د ځینو شنو لکو راپورونه او کورنۍ ته یې د مړي نه سپارل کېدل


رومانیا کې د ناوالني لپاره د درناوي مراسم
رومانیا کې د ناوالني لپاره د درناوي مراسم

د الکسي ناوالني مړی لا هم د هغه کورنۍ ته نه دی سپارل شوی.

د راپورونو له مخې، د ناوالني په بدن باندې ځینې شنې لکې لیدل شوي چې ډاکترانو ویلي ممکن تر مړینې مخکې د اختلالاتو په سبب وي.

د بریټانیا صدراعظم ریشي سوناک او د اروپايي کمیسیون مشرې اورزولا وون درلاین د الکسي ناوالني په مړینې غصه ښکاره کړې او ویلي یې دي ډېره مهمه ده چې د روسي سیسټم دننه له هغو کسانو سره حساب وشي چې په دې پېښه کې مسوول دي.

د برېتانیا صدراعظم: د روسیې په سیستم کې د ناوالني د وژل کېدو عاملانو سره باید حساب وشي
د برېتانیا صدراعظم: د روسیې په سیستم کې د ناوالني د وژل کېدو عاملانو سره باید حساب وشي

د بریټانیا د صدارت د یوې بیانیې په اساس سوناک او وون درلاین پرون د الکسي ناوالني د مړینې او یو شمېر نورو مهمو نړیوالو مسلو په تړاو سره خبرې کړي دي.

۴۷ کلن الکسي ناوالني د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین له سرسختو مخالفینو او منتقدینو و چې د سایبریا په یوه لرې پراته او سخت زندان کې ومړ.

د هغه مړینې د نړۍ د ګڼو مشرانو غبرګونونه وپارول.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د الکسي ناوالني د مړینې په تړاو د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین پړ وباله.

بایډن وویل د ناوالني زړورتیا د هېرولو نه ده.

د الکسي ناوالني کورنۍ او پلویان ټینګار لري چې چارواکي باید سمدستي د هغه مړی د ناوالني کورنۍ ته وسپاري.

اخوا د کرملین مخالفې ورځپاڼې نوایا ګازتا راپور ورکړی چې د ناوالني مړی د سایبریا د سالخارد ښار په یوه روغتون کې ساتل کېږي.

د ناوالني مور لیودمیلا او د هغه وکیل سالخارد ښار ته تللي، خو د ناوالني جسد یې لا نه دی لیدلی.

روسي پولیسو د ناوالني څه باندې ۴۰۰ پلویان بندیان کړي
روسي پولیسو د ناوالني څه باندې ۴۰۰ پلویان بندیان کړي

د یکشنبې تر ورځې د راپورونو له مخې، د ناوالني پر جسد د عدلي طب معاینات نه وو ترسره شوي.

نوایا ګازتا د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د بېړنیو خدماتو منسوبینو د ناوالني پر بدن شنې لکې لیدلي.

ناوالني چې په ۱۹ کلونو زندان محکوم و څو کاله مخکې په زهرجنو موادو مسموم شوی و او بیا د درملنې لپاره جرمني ته ولېږدول شو.

له جرمني تر راستنېدو وروسته مسکو کې ونیول شو او تر خپل مرګه په زندان کې و.

د ناوالني د مړینې په غبرګون د ټولو شویو کسانو او هغو خلکو له ډلې چې د هغه د یادښت مراسم یې ترسره کول، لږ تر لږه ۴۰۰ کسان نیول شوي دي.

روسي چارواکو ویلي چې دا نیول شوي خلک به څو ورځې په زندانونو کې وساتي.

ناوالني په داسې حال کې مړ شوی چې ټاکل شوې په روسیه کې راروانه میاشت د ولسمشرۍ ټاکنې وشي او تر ډېره اټکل کېږي چې ولادمیر پوتین به د نورو شپږو کلونو لپاره پر قدرت پاتې شي.

د ناوالني ډلې د شنبې په ورځ ویلي چې د هغه په مړینه کې سیاستوال لاس لري.

XS
SM
MD
LG