د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

الکسي ناوالني ژوند او مبارزې ته کتنه


الکسي ناوالني ژوند او مبارزې ته کتنه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:41 0:00

د روسیې د اپوزیسون مخکښ سیاستوال الکسي ناوالنی ددې هېواد د یمالو نینتس سیمې په زندان کې د جمعې په ورځ ومړ. د کرملین دې 47 کلن منتقد دغلته د هغو تورونو له کبله په بند محکوم و چې ګومان کېږي تر ډیره یې سیاسي انګیزې درلودې.

سربېره پر دې چې هغه په زندان کې و ناوالني پرلپسې د روسیې په ولسمشر ویلادیمیر پوتین او د هغه له خوا د اوکراین پر اشغال نیوکې کولې. له یوې لسیزې څخه په زیاته موده کې ناوالني د فساد ضد کمپاین چلوه، اعتراضونه یې رهبري کول او په انتخاباتو کې کاندید و. نوموړی په 2021 م کال کې له جرمني څخه روسیې ته د ستنیدو راهېسې زنداني و. ناوالني جرمني ته د هغې ناروغۍ د درملنې لپاره انتقال شوی و چې د لویدیزو روغتیايي لابراتوارونو په وینا په پوځي کچه په جوړو شویو عصاب فلجونکو زهرو د مصومیدو له کبله وه. په دې ویډیويي راپور کې د الکسي ناوالني ژوند او مبارزې ته کتنه شوې.

XS
SM
MD
LG