د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

د لوېدیځ یو شمېر مشران کییف ته رسېدلي


د ایټالیا د حکومت د بیان له مخې د اروپایي کمېسیون مشره اورزلا ون دیر لین له پولنډ څخه په رېلګاډي کې تېره شپه کییف ته ورسېده.
د ایټالیا د حکومت د بیان له مخې د اروپایي کمېسیون مشره اورزلا ون دیر لین له پولنډ څخه په رېلګاډي کې تېره شپه کییف ته ورسېده.

د لوېدیځ یو شمېر مشران تېره شپه پلازمېنې کییف ته ورسېدل.

د دې سفر هدف د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین ملاتړ بلل شوی دی.

له ننه دوه کاله مخکې په همدې ورځ روسیي ځواکونو پر اوکراین پراخ غیرموجه برید پيل کړ.

د ایټالیا د حکومت د بیان له مخې د اروپایي کمېسیون مشره اورزلا ون دیر لین له پولنډ څخه په رېلګاډي کې تېره شپه کییف ته ورسېده چې له دې سره د ایټالیا صدراعظمه جورجیا ملوني، د کاناډا صدراعظم جستن ترودو او د بلجیم صدراعظم الکساندر دي کرو هم مله وو.

دا مشران غواړي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل د دوهم کال د پوره کېدو په مناسبت خپله خواخوږي له اوکراین سره شریکه کړي.

مسکو بیا د دې جګړې د دوهم کاله له پوره کېدو سره سم خپل پيغام په دې ډول استولی چې دفاع وزیرسرګي شویګو یې د اوکراین هغو سیمو ته تللی دی چې روسیي پوځیانو نیولي دي.

په دې ترڅ کې د اوکراین نوي اعلی سر قوماندان اولکساندر سیرسکي ډاډ څرګند کړ چې اوکراین به د رڼا او تیارې په دې جګړه کې بریالی شي.

د اوکراین د لوی درستیز د دفتر له اټکل سره سم په تېرو دوو کلونو کې د روسیي پوځیانو تلفات تر څلور لکه نهه زرو اوړي.

ټاکل شوې چې نن به د ایټالیا صدراعظمه ملوني په کییف کې د ویډیو کنفرانس له لارې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د ډیموکراسۍ مشرانو ته هم د ګډون بلنه ورکړي، دې غونډې ته به د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وینا وکړي.

د اروپایي کمېسیون مشره چې تېره شپه تر دولس بجو وروسته څرنګه کییف ته ورسېده، ویې ویل چې دا د دې غمجنې کلیزې د نمانځلو او د اوکراین د خلکو د بې سارې مقاومت د ستاینې لپاره کییف ته تللې.

نوموړې زیاته کړه چې تر بل هر وخت دوی له اخلاقي، پوځي او اقتصادي پلوه د اوکراین ترڅنګ درېدلي دي.

د کاناډا صدراعظم جستس ترودو بیا په ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې دا پيِغام شریک کړی چې کاناډا او متحدین یې روسیې ته دا واضح پیغام استوي چې اوکراین به د پوتین د غیرموجه جګړې په وړاندې مات نه شي.

بل لور ته د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ په یوه بیان کې ویلي چې پر اوکراین برید په اروپا کې سوله له منځه وړي.

شولڅ له جرمنیانو او ټولو اروپایانو وغوښتل چې نورې هڅې وکړي چې د ځان اغېزمنه دفاع وکړي.

د لوېدیځ یو شمیر مشران یوه ورځ وروسته تر دې کییف ته ورسېدل چې د امریکا متحد ایالتونو او اروپایي ټولنې پر روسیې او روسیي چارواکو د اوکراین د جګړې له امله په سلګونو نوي بندیزونه ولګول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG