د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

نړۍ

زلینسکي په یوه سفر نن جرمني ته رسېدلی

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي او د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي او د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي نن جمعه د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ سره د خبرو لپاره برلین ته ورسېد.

زلینسکي به وروسته فرانسې ته ځي چې هلته له خپل فرانسوي سیال امانویل مکرون سره د ملاتړ او مرستو جلبولو لپاره وګوري.

د اوکراین ګڼ شمېر ځواکونه د هغو حملو مقابله کوي چې روسیې د اوکراین پر ختیځ ښار افدییفکا شدت ورکړی دی.

زلینسکي چې ټاکل شوې سبا د مونشن په امنیتي کنفرانس کې وینا وکړي، نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي: دوې مهمې ورځې پیلوم چې په جرمني او فرانسه کې له شریکانو سره ګورم، نوې موافقې کوم او د مونشن په امنیتي کنفرانس کې ګډون کوم.

هغه لیکلي چې د اوکراین له عادلانه شرایطو سره سم د اوسنۍ جګړې د فوري ختمولو لپاره هره هڅه کوي چې د سولې سبب شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په پاکستان کې روانه اوونۍ د پولیو د واکسین عمومي کمپاین پیلیږي

پاکستان د پوليو د واکسين مهال يو انځور
پاکستان د پوليو د واکسين مهال يو انځور

چارواکو دا خبر وروسته تر دې ورکړ، چې له شپاړس کلونو وروسته په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د پولیو د یوې مثبتې پېښې خبر خپور شو.

د ماشومانو د ګوزڼ د واکسین مسوولې عایشه رضا وویل، د پولیو د واکسین کمپاین به سر له دوشنبې شروع شي او تر درې دېرش میلیونه ډېرو هغو ماشومانو ته به دا واکسین ورکړل شي، چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي.

په پاکستان کې سږ کال د پولیو اوولس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د روسيې د "ورونژ" سيمې د وسلو په يوه زېرمه کې د اورلګېدنې خبر ورکړل شوی

روسيه کې د اورلګېدنې يو انځور
روسيه کې د اورلګېدنې يو انځور

د روسیې د جنوب لوېدیځ د ورونژ په سیمه کې د وسلو په زېرمه کې پراخ اور لګېدلی چې له امله یې چارواکو شاوخوا شپږ سوه کسان له‌دې سیمې ایستلي دي.

والي الکساندر ګاسیف په ټلېګرام کې ویلي دي، چې دا اور نن سهار د اوستروګوژ په سیمه کې د ډرون الوتکې د ټوټو د رالوېدو له امله لګېدلی دی.

ګاسیف زیاته کړه، د شاوخوا سیمو یوشمېر خلک ایستل شوې دي او د مرګ‌ژوبلې راپورونه نه‌دي خپاره شوي.

نيويارک کې د يهودانو پر يوه مرکز د بريد پلان؛ په تور يې يو پاکستانی نيول شوی

د امريکا پوليس
د امريکا پوليس

یو پاکستانی تبعه چې په کاناډا کې اوسي، تورن شوی چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ملاتړ یې د امریکا په نیویارک ښار کې یوه حمله پلان کړې وه.

د امریکا عدلیې وزارت پرون جمعه په یوه بیان کې تورن کس ۲۰ کلن محمد شاهذیب خان یاد کړی او هغه تورن شوی، چې د اکتوبر په اوومه یا وړاندې، وروسته یې د یهودانو پر یوه مرکز د ډله‌‌ییزې وژنې پلان جوړکړی و.

پر دې نېټې پر اسراییل د حماس د پراخ برید چې له زرو زیات اسراییلیان په‌کې ووژل شول، یو کال پوره کېږي.

د امریکا متحده‌ایالات او اروپایي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

د امریکا لوی څارنوال میریک ګارلینډ Merrick Garland وویل، شاهذیب خان نیت کړی و چې د اسلامي دولت ډلې لپاره هرڅومره زیات یهودان چې کېدای شي ووژني.

نوموړي چې هڅه کوله له کاناډا متحده‌ایالتونو ته لاړ شي، د سپټمبر په څلورمه د امریکا سرحد ته له رسېدو سره سم ونیول شو.

هغه د قانون د تنفیذ دوو پټو افسرانو ته ویلي و، چې پلان لري د یوه برید لپاره د اسلامي دولت د ملاتړو یوه ریښتینې څانګه ایجاد کړي.

د امريکا پخواني مرستيال ولسمشر ډيک چيني له کامالا هريس څخه خپل ملاتړ اعلان کړی

د امریکا د متحده‌ایالتونو پخوانی مرستیال ولسمشر ډیک چیني
د امریکا د متحده‌ایالتونو پخوانی مرستیال ولسمشر ډیک چیني

د امریکا د متحده‌ایالتونو پخواني مرستیال ولسمشر ډیک چیني چې ټول عمر جمهوریپال پاتې شوی ویلي، چې دی به د ولسمشرۍ په را روانو انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند کاندیدې کامالا هریس ته رايه ورکړي.

نوموړي نن شنبې په یوه بیان کې له هریس څخه خپل ملاتړ تایید کړ، چې هغه په بشپړه توګه د جمهوریپالو له کاندید پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره مخالفت انګیرل کېږي، نه له هریس څخه ملاتړ.

په بیان کې ویل شوي: "بیا هیڅکله د ټرمپ پر قدرت باور نه‌شي کېدلی."

دغه راز بيان کې راغلي: "د اتباعو په توګه، موږ هر یو دنده لرو چې د خپل اساسي قانون د دفاع لپاره هېواد له ګونديتوب څخه لوړ وبولو."

ټرمپ د خپل ټولنیز پلاټفورم Truth Social platform له لارې په ځواب کې پخوانی مرستیال ولسمشر "یو غیر مناسب RINO" یاد کړی، یعنې "یوازې په نوم جمهوري غوښتونکی."

اسراييلي ځواکونو لوېديځه غاړه کې يوه امريکايۍ مېرمن وژلې

وژل شوې آیسنور ایزګي ایګي
وژل شوې آیسنور ایزګي ایګي

اسراييلي سرتېرو پرون جمعه يوه امريکايي ښځه چې په لوېديځه غاړه کې یې د مېشت ځايونو پر ضد مظاهره کړې وه، د دوو عيني شاهدانو په وينا داسې مهال په ډزو ووژله چې اسراييلي ځواکونو ته یې کوم ګواښ نه و متوجه کړی او د غرمې له اخ وډب وروسته وضعیت هم ارام و.

دوو فلسطیني ډاکټرانو ویلي، د امریکا د سیاتل ښار اوسېدونکې ۲۶ کلنه آیسنور ایزګي ایګي Aysenur Ezgi Eygi پر سر په ډزو ویشتل شوې ده.

د امریکا حکومت د ایګي مړینه تایید کړې، خو دا یې نه‌دي ویلي چې ایا ایګي چې د ترکیې تبعه هم وه، د اسراییلي پوځیانو په ډزو وژل شوې ده؟

سپینې ماڼۍ ویلي، د یوه امریکايي وګړي پر وژل کېدو ژوره خفه شوې او له اسراییلو یې غوښتي چې په‌دې اړه پلټنې وکړي.

امريکا کې يوشمېر رای ورکوونکو ته د رای پاڼو د استولو خبر ورکړل شوی

ارشيف
ارشيف

داسې مهال چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته تر اوسه دوه میاشتې پاتې دي، د انتخاباتو لومړۍ رای پاڼې پرون (د سپټمبر شپږمه) د پوستې له لارې یوشمېر رای ورکوونکو ته ولېږل شوې.

دا رای پاڼې په شمالي کارولینا ایالت کې چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو مهم ډګر ګڼل کېږي د شاوخوا ۱۳۰ زره ناسوبه امریکايي وګړو په نوم استول شوې دي، خو د ټولې امریکا په کچه د انتخاباتو د پیل سیمبولیکه نښه به وي.

د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کې شاوخوا ۱۵۵ میلیون امریکایانو برخه اخیستې وه.

سږني انتخابات چې د ولسمشر د مرستیالې کامالا هریس او مخکېني ولسمشر ډونالډټرمپ ترمنځ به ترسره شي، لا له اوسه یوه حساس پړاو ته رسېدلي دي.

تمه ده چې دواړه کاندیدان به د سپټمبر په لسمه نېټه د لومړي ځل لپاره په یوه ټلوېزیوني مناظره کې ګډون وکړي.

اروپايي ټولنې د اوکراين له زيانګالو خلکو سره بشري مرسته اعلان کړه

د اروپايي ټولنې او اوکراين بيرغونه
د اروپايي ټولنې او اوکراين بيرغونه

اروپایي ټولنې د ژمي له رارسېدو مخکې د اوکراین له زیانګالو خلکو سره د مرستې نوې بسته اعلان کړه.

د بودیجې، بشري سرچینو، بشري مرستو او د بحرانونو د ادارې په چارو کې د اروپايي کمېسیون ویاند بالاز اویواري Balazs Ujvari د ۴۰ میلیون یورو یا ۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت دا مرسته پرون په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون په یوه خبري غونډه کې اعلان کړه.

ښاغلي اویواري زیاته کړه، چې دا پیسې به د زیانمنو ودانیو د رغونې، د برېښنا او د سونګ توکو د برابرولو او اړو خلکو ته د استوګن‌ځایونو د جوړولو پر چارو ولګول شي.

ویاند همداراز یادونه وکړه چې شاوخوا ۵ میلیون یورو به په مالداویا کې له دېره اوکرایني کډوالو سره د مرستې لپاره ځانګړي شي.

دا مرسته د اروپايي کمېسیون له هغې یو میلیارد یورو بودیجې څخه چې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکراین د روسیې له پراخ یرغل وروسته د اوکراین لپاره په پام کې نیول شوې ده، ورکول کېږي.

جاپان د افغانستان په نهو ولایتونو کې ۱۶۵ ښوونځي جوړوي

د جاپان بیرغ
د جاپان بیرغ

د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د جاپان سفیر وایي، هېواد یې په پام کې لري چې د افغانستان په نهو ولایتونو کې ۱۶۵ لومړني ښوونځي جوړ کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا دغه ژمنه په کابل کې د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې کړې ده.

په دې اړه چې دغه لومړني ښوونځي به په کومو ولایتونو کې جوړېږي او یا د نجونو منځني ښوونځي هم په‌کې شامل دي او که‌نه، څه نه‌دي ویل شوي.

خو جاپان له افغانستان سره په تعلیمي برخه کې د مرستې دغه ژمنه داسې مهال کوي چې پرون پنجشنبې د افغانستان په ګرمسیرو سیمو کې نوی تعلمي کال پیل شو، خو بیا هم له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې شوي.

نن د روسيې په ۸۳ سيمو او ښارونو کې د واليانو او سيمه‌ييزو پارلمانونو ټاکنې ترسره کېږي

روسيه کې د ټاکنو يو انځور
روسيه کې د ټاکنو يو انځور

نن د روسیې د مسکو او سنټ پټرزبورګ په ګډون په ۸۳ سیمو او ښارونو کې د والیانو او د سیمه‌ییزو پارلمانونو د غړیو د ټاکلو لپاره انتخابات ترسره کېږي، خو د انتخاباتو د چارواکو له‌خوا د اپوزیسیون ډېر کاندیدان له سیالیو منع شوي دي.

د ۲۱ سیمو لپاره والیان ټاکل کېږي او د روسیې له‌خوا په ناقانونه توګه د لاندې کړې کریمیا ټاپووزمې په ګډون د څلورو سیمو د پارلمانونو لپاره به غړي وټاکل شي.

د ګولوس په نوم د رایې ورکوونکو د حقونو یوې مدافعې ټولنې دغه ټاکنې جعلي بللي او ویلي یې دي چې، هغه رښتینې سیالۍ نه‌دي.

د ګولوس په وینا، د لیبرال اپوزیسیون ګوند، یابلوکو د ټولو درې کاندیدانو په ګډون ۳۵سلنه کاندیدان د نوم‌لیکنې څخه منع شوي دي.

په ځینو سیمو کې به دغه ټاکنې چې نن د سپټمبر په شپږمه پیل شوې، درې ورځې دوام وکړي.

ملګري ملتونه: غزه کې بشري وضعيت د ناورين له حده تېر شوی دی

له ارشيفه د غزې يو انځور
له ارشيفه د غزې يو انځور

ملګروملتونو خبرداری ورکړ، چې په غزې تړانګه کې بشري وضعیت د ناورین له حده تېر شوی دی.

د ملګروملتونو ویاند سټیفن دوجاریک وویل، د غزې د مرکزي او جنوبي برخو له یو ميلیون زیاتو اوسېدونکو په تېره اګسټ میاشت کې د بشرپالنې له مؤسسو د مرستو خواړه نه‌دي ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه له هغو ننګونو سره - سره چې موږ ورسره مخامخ یو، ملګري ملتونه او نور بشري سازمانونه به له فلسطینیانو لپاره د ژوند ژغورنې د مرستو د چمتو کولو لپاره له هرو ممکنه لارو هڅو ته دوام ورکړي.

په غره کې د دوهمې پرله‌پسې میاشتې لپاره به د اړتیاو د پوره کولو لپاره کافي خواړه نه وي، په‌دې معنا چې د غزې په مرکزي او جنوبي سیمو کې به کورنۍ یوازې یو وخت خوراکي مواد ترلاسه کوی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG