د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

د الکسي ناوالني مور: ولادیمیر پوتینه! د زوی جسد مې را وسپاره!


د الکسي ناوالني مور، لیودمیلا ناوالنایا
د الکسي ناوالني مور، لیودمیلا ناوالنایا

په داسې حال کې چې د الکسي ناوالني د مړینې پېښې ته د رسیدو د څرنګوالي په برخه کې د روسیې پر چارواکو د خلکو غوسه د زیاتېدو په حال کې ده، د ناوالني مور د روسیې له ولسمشره د خپل زوی د جسد غوښتنه کړې.

تر اوسه د روسیې چارواکو د ناوالني کورنۍ ته د هغه د جسد له سپارلو ډډه کړې او ادعا یې کړې چې د هغه د مړینې د لاملونه په اړه " څېړنې" دوه اونۍ وخت نیسي.

روسي چارواکو د ناوالني مور او وکیلانو ته د سالخارد ښار یوې سړې خونې ته چې د ناوالني جسد په کې دی، د ننوتلو اجازه هم نه ده ورکړې.

د ناوالني مور لیودمیلا ناوالنایا (Lyudmila Navalnaya)په یوه ويډیو کې چې په ظاهره د یوه زندان د اغزن سیم تر شا یې په واورو کې ثبت کړې ده، بې له دې چې د ولسمشر صفت وکاروي، ولادمیر پوتین مخاطب کړی چې د زوی جسد یې وروسپاري.

د الکسي ناوالني د مړینې خبر د جمعې په ورځ خپور شو
د الکسي ناوالني د مړینې خبر د جمعې په ورځ خپور شو

نوموړې ویلي:

" ولادمیر پوتینه، زه تاسو ته خطاب کوم. د دې موضوع حل یوازې تاسو پورې تړلی دی. اجازه راکړئ چې بالاخره خپل زوی وګورم. زه غوښتنه کوم چې ژر د الکسي جسد ماته وسپارئ چې په انساني ډول یې خښ کړم."

د ناوالني مور له ولادمیر پوتین څخه دغه غوښتنه داسې مهال کوي چې د روسیې شاوخوا ۷۰ زره اوسیدونکو هم په یوه لیک کې د روسیې د څېړنو له کمېټې غوښتي چې د ناوالني جسد د هغه کورنۍ ته وسپاري.

بل لورته اکس شبکې یا پخواني ټویټر د ناوالني د مېرمنې یولیا ناوالنایا د ټویټر حساب له کوم ښکاره دلیل پرته تړلی دی.

اکس شبکه د هغو حسابونو د تړلو یا ځنډولو په تړاو هیڅ وضاحت نه ورکوي چې د دوی تګلارې نقضوي.

یولیا ناوالنایا د خپل خاوند له مرګه درې ورځې وروسته د فبرورۍ په ۱۹مه د اکس شبکې دغه حساب پرانیستی و او یوې ویډیو کې يې ویلي و چې د خپل خاوند الکسي ناوالني هغه کار ته به چې د روسیې د فساد افشا کول و، دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG