د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

پر اوکراین د یرغل دوهمه کلیزه؛ امریکا او اروپايي ټولنې پر روسیې تازه بندیزوه اعلان کړل


اوکرایني ځواکونه د جګړې لومړۍ کرښه کې.
اوکرایني ځواکونه د جګړې لومړۍ کرښه کې.

نن پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل دوهمه کلیزه ده متحدوایالتونو او اروپايي ټولنې د دې ورځې په درشل کې پر روسیې تازه بندیزونه اعلان کړل.

نن د فبروري ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د بشپړ پوځي یرغل دوهمه کلیزه ده.

د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون په دې مناسبت په یوه خپاره شوي بیان کې پر روسیې د بندیزونو نوې بسته چې له ۵۰۰ ډېر موارد په‌کې وو، اعلان کړه.

بایډن وویل چې دا بندیزونه پر اوکراین د یرغل او د کریملین د مخالف الکسي ناوالنۍ د مړینې په خاطر پر مسکو لګول کېږي.

هغه زیاته کړه چې په دې بندیزونو کې به هغه افراد چې د ناوالنۍ په بندي کولو کې یې لاس درلود شامل وي او د روسیې د مالي، دفاعي صنایعو او تدارکاتي شبکو سکتورونه او همداراز په څو وچو کې تر تعقیب لاندې کسان په نښه کوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

بایډن په عین حال کې د استازو له جرګې وغوښتل چې له اوکراین سره د ۶۱ میلیارد ډالره مرسته تصویب کړي.

دا لایحه د ډیموکراتانو او جمهوریپالو ترمنځ د مخالفتونو له کبله له څو میاشتو راهیسې په کانګرس کې پرته ده خو جمهوریپالو وکیلانو ویلي چې نه یې تصویبوي.

د بایډن په بیان کې دا یادونه هم شوې چې واشنګټن پر هغو نژدې سلو کمپنیو چې د لګېدلو بندیزونو د اغېزو په کمولو کې د روسیې لاسنیوی کوي او په دې توګه د پردې تر شا د روسیې جګړه ایز ماشین پیاوړی کوي هم صادراتي محدودیتونه ولګوي.

په دې بندیزونو کې نژدې ۳۰۰ د خزانې وزارت او څه باندې ۲۵۰ نور د بهرنیوچارو د وزارت له خوا لګول شوي دي.

اروپايي ټولنې هم پرون پر اوکراین د یرغل د دوهمې کلیزې په مناسبت پر روسیې نوي بندیزونه اعلان کړل.

د دې ټولنې د بهرنیو اړیکو مشر جوزیپ بوریل په یوه بیان کې وویل چې د روسیې پر پوځ او دفاعي سکتور محدودیتونه زیاتوي.

دا په تېرو دوو کلونو کې پر روسیې د اروپايي ټولنې د بندیزونو ۱۳مه بسته ده.

په دې بندیزونو کې د روسیې دفاعي صنایع، ۱۰۶ افراد او ۸۸ کمپنۍ په نښه شوي چې له دې سره د اوکراین د جګړې له پیله د هغو افرادو او کمپنیو شمېر ۲۰۰۰ ته لوړ شو چې د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو له خوا له روسیې سره د همکارۍ په خاطر په بندیزونو کې شامل شوي دي.

په عین حال کې د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ یوځل بیا له اوکراین څخه د ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی.

هغه دا څرګندونې له آزادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې کړي.

د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ

نوموړي ویلي:: "د اوکراین ملاتړ ته بېړنۍ اړتیا شته. باید دا یقیني ترلاسه شي چې روسیه نور پرمختګ نه کوي، خو اوکراین باید وتوانېږي چې خپلې نورې سیمې آزادې کړي او همداراز زه ټینګ باور لرم چې د ناوالنۍ یاد ته د درناوي غوره لاره دا ده چې دا خبره یقیني شي چې ولسمشر پوتین جګړه ونه ګټي بلکې اوکراین بریالی شي."

د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه روسي ځواکونو له څو اړخونو د اوکراین پر یو شمېر ښارونو برید وکړ او ورسره یې د پلازمېنې کییف په ګډون پر بېلابیلو ښارونو درنې بمبارۍ پیل کړې چې تراوسه پورې هم روانې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG