د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

روسیې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د 'نامطلوبو ارګانونو' په ډله کې شامله کړه


د ازادې اروپا/ازادي راډیو نښان
د ازادې اروپا/ازادي راډیو نښان

روسیې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د 'نامطلوبو ارګانونو' په ډله کې شامله کړه.

روسیې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د بهرني اجینټ په لېست کې شامله کړې وه، خو اوس یې دغه محدودیت لا جدي کړ او دغه راډیو یې نامطلوب ارګان بللی دی.

د روسیې د عدلیې وزارت د نوملړ له مخې د ازادې اروپا/ازادي راډیو یوسل او دوه څلویښتم بنسټ دی چې د روسیې له خوا په دغه لېست کې شامله شوې.

د عدلیې وزارت له دې کار سره هر هغه کس له جنایي تورونو سره مخامخېدای شي چې له ازادي راډیو سره کار کوي، دغه راډیو تمویلوي او یا هم راډیو سره مرکه کوي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشر سټیفن کپوس ویلي، د روسیې دا ګام د دې ښکارندويي کوي چې هغوی رښتینې راپورورکونه د خپل ځان په وړاندې یو واقعي ګواښ بولي.

کپوس په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له لسیزو راهیسې میلیونونه روسان پر ازادۍ راډیو متکي دي او دده په وینا د ریکارډ د کچې روسانو په دې وروستیو ورځو کې د کریملین د منتقد الکسي ناوالني د مړینې خبرونه او راپورونه له راډیو کتلي دي.

نوموړي زیاته کړې، د روسیې له خوا د ازادۍ راډیو د محدودولو دا ګام به یوازې ازادي راډیو وهڅوي چې د روسیي خلکو ته د ازادې او خپلواکې خبر رسونې لپاره سخت کار وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر ویلي، د روسیې مشران په دې کار سره غواړي چې خپل خلک له معلوماتو محروم او له دې بې خبره پرېږدي چې د روسیې حکومت په کور دننه او بهر خپلو خلکو ته څه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر

د 'نامطلوبه ارګان' قانون چې د کریملین له ملاتړه برخمن دی، په ۲۰۱۵ کال کې د هغو موسسو په اړه تصویب شو چې له بهرنیو سرچینو تمویلېږي.

د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمیټې ویلي، روسي چارواکو د دغه قانون له مخې په تېرو څو کلونو کې لسګونه رسنیز بنسټونه 'د غیر مطلوبو ارګانونو' په ډله کې شامل کړي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په پراګ کې یو خپلواک امریکایي رسنیز بنسټ دی د امریکا کانګرس یې د نړیوالو رسنیو لپاره د امریکا د ادارې یا 'یو ایس اې جي ایم' له لارې تمویلوي.

دغه راډیو دا مهال په ۲۳ هېوادونو کې په ۲۷ ژبو خپرونې لري او د پوښښ ساحې یې هغه سیمې دي چې خلک یې تر ډېره نورو خپلواکو رسنیو ته لاسرسی نه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG