د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

په روسیه  کې د ازادي راډیو د یوې خبریالې د توقیف سل ورځې پوره شوې


د ازادي راډیو خبریاله آلسو کورماشییوا د روسیې په کازان ښار کې په یوه توقیف کې ساتل کېږي.
د ازادي راډیو خبریاله آلسو کورماشییوا د روسیې په کازان ښار کې په یوه توقیف کې ساتل کېږي.

نن د جنوري ۲۵مه په روسیه کې د ازادي راډیو د خبریالې آلسو کورماشییوا د توقیف سل ورځې پوره شوې.

د ازادي راډیو خبریاله آلسو کورماشییوا چې د روسیې په کازان ښار کې په یوه توقیف کې ساتل کېږي، وایي چې په ټول ژوند کې یې خلکو ورته ورونه پرانیستي او وروسته دې د ورونو پرانیستل پیل کړل، لومړی یې د خپلو ماشومانو او نورو نژدې خپلوانو پرمخ او وروسته یې هم د نورو هغو لپاره چې د دې مرستې او ملاتړ ته یې اړتیا درلوده.

مېرمن کورماشییوا چې د توقیف په دې موده کې یې د خپلې کورنۍ، ملګرو، همکارانو او نورو خلکو له خوا لیکونه ترلاسه کړي وایي، که دغه لیکونه نه وای، نو یقیناً چې ژوند به یې دلته ډېر سخت و.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو عمومي رییس سټیفن کپوس وایي: "ان یوه ورځ هم په غیرعادلانه توګه د زندان ترشاساتل کېدل یوه تراژیدي ده، خو دا چې په ناحقه یو امریکایۍ تبعه د سلو ورځو لپاره د روسیې په یوه زندان کې ساتل کیږي، دا د قهر وړ ده."

کورماشییوا چې د تېر کال په ا کټوبر میاشت کې نیول شوې، لومړې په دې تورنه شوې وه چې د روسیې حکومت ته یې د "یوه بهرني اجنټ" په توګه د ثبت لپاره غوښتنه نه‌ده وړاندې کړې او دوه میاشتې وروسته د روسیې د پوځ په اړه د درواغو په خپرولو تورنه شوه.

مېرمن کورماشییوا چې د امریکا او روسیې دوه ګونۍ تابعیت لري، تراوسه ورته اجازه نه‌ده ورکړل چې مشورتي خدمتونه ترلاسه کړي.
مېرمن کورماشییوا چې د امریکا او روسیې دوه ګونۍ تابعیت لري، تراوسه ورته اجازه نه‌ده ورکړل چې مشورتي خدمتونه ترلاسه کړي.

د ازادي راډیو د راپور له مخې د لومړي مورد لپاره په روسیه کې تر پنځو کلونو پورې د بند سزا ټاکل شوې او په دوهم مورد کې هم تر لسو کلونو پورې.

په خپله کورماشییوا او ازادي راډیو دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې مسکو نوموړې ته د خبریالۍ د کار په خاطر سزا ورکوي.

مېرمن کورماشییوا چې د امریکا او روسیې دوه ګونۍ تابعیت لري، تراوسه ورته اجازه نه‌ده ورکړل چې مشورتي خدمتونه ترلاسه کړي.

په دې اړه د امریکا درې غوښتنې روسیې رد کړي دي.

د ازادي راډیو عمومي رییس سټیفن کاپس وویل، روسیه باید نوموړې له قید و شرط پرته سمدستي آزاده کړي.

هغه هیله وښوده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ژرترژره د مېرمن کورماشییوا نیول غیرقانوني وبولي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر د جنوري په اتلسمه ویلي وو چې متحده ایالاتو د مېرمن کورماشییوا قضیې ته ډېر پام اړولی.

د هغه په خبره دوی د دغي قضیې د ټولو اړخونو په اړه معلومات راټولوي، د حقایقو ارزونه کوي او قانون څېړي ترڅو پراساس یې وکولای شي یوه سمه پرېکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG