د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۳۵

روسیه کې د ازادي راډیو فعالیت وځنډېد؛ چارواکو یې پرضد د افلاس څېړنه پیل کړه

روسیه کې د ازادي راډیو روسي څانګه
روسیه کې د ازادي راډیو روسي څانګه

د ازادې اروپا- ازادي راډیو په روسیه کې خپل فعالیت وروسته له هغې وځنډاوه چې د روسیې د مالیې چارواکو د دې راډیو د روسي څانګې پرضد د افلاس څېړنه پیل کړه او پولیسو یې پر خبریالانو فشارونه زیات کړي دي.

دغه اقدام دغه راز وروسته له هغې کېږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو قانون توشیح کړ چې له مخې یې هر هغه خبریال چې د اوکراین د جګړې په اړه د کریملین له دریځه انحراف کوي، په پنځلس کاله بند محکومېدای شي.

د ازادې اروپا- ازادي راډیو عمومي رئیس جیمي فلای وویل، دغه پرېکړه پردې راډیو پر حقیقت د پوتین د رژیم د برید له امله تپل شوې ده.

د ازادې اروپا- ازادي راډیو عمومي رئیس جیمي فلای
د ازادې اروپا- ازادي راډیو عمومي رئیس جیمي فلای

ښاغلي فلای پرون یکشنبې په یوه اعلامیه کې وویل: "له کلونو ګواښونو، ډارولو او ځورولو وروسته چې زموږ ژورنالېستان ورسره مخامخ و، کریملین په ډېره وارخطایۍ هڅه کوي چې په اوکراین کې د خپلې غیر قانوني جګړې په اړه د روسیې وګړي له حقیقته خبر نه شي او اوس صادقه خبریالان د روسیې د دولت له خوا د خاینانو په توګه په نښه کېږي."

ښاغلي فلای دغه راز ویلي، خپلو روسي مخاطبانو ته به د راپورونو خپرولو ته دوام ورکړي او په دغه وخت کې چې دوی تر بل هر وخت زیات زموږ ژورنالېزم ته اړتیا لري، د رسېدو لپاره به لا زیات له هر پلاټفورمه کار واخلي.

د ازادې اروپا- ازادي راډیو او یو شمېر نورو رسنیو پر وړاندې د دیوالي کېدو یا افلاس پروسه د روسیې پر رسنیو د څار ادارې د مقرراتو پر اساس پر مخ وړل کېږي.

د دې ادارې د مقرراتو له مخې دغه رسنۍ باید د خپلو ټولو راډیويي او لیکلي راپورونو او هم د جوړو شوېو ویډیوګانو په پای کې ولیکي چې دغه مطالب د یوې بهرنۍ اجنټې ادارې له خوا برابر شوي دي.

د ازادې اروپا- ازادي راډیو د دغې ادارې له لګول شوېو مقرراتو څخه سرغړولی او ویلي یې دې چې پر ځان د بهرني اجنټ نوم نه شي ایښودی، ځکه هغه د دولت پر وړاندې یو دښمن انګېرل کېږي.

د ازادې اروپا- ازادي راډیو د روسي څانګې مشر اندرې شرې نن یکشنبې په بیان کې وویل: "موږ د هېچا اجنټ نه یو او داسې مو انګېرلې او انګېرو چې پر دغه نوم د یادولو غوښتنه سانسور او زموږ د ایډیټوریال په داخلي پالیسۍ کې د لاسوهنې یوه هڅه ده."

د روسیې پررسنیو د څارادارې روسکوم نادزور له رسنیو غوښتي چې یوازې دې هغه معلومات خپروي چې د رسمي سرچینو پر اساس برابر شوي دي.

دغې اداره همداشان رسنۍ له دې منع کوي چې په اوکراین کې جګړې ته د روسیې د بې دلیله جګړې نوم ورکړي یا د روسیې یرغل وبولي بلکې ټینګار کوي چې هغه دې د ځانګړیو پوځي عملیاتو په نوم یاد شي.

د ازادې اروپا- ازادي راډیو د روسي څانګې مشر دغه راز ویلي، څانګه به له روسیې بهر د دغې جګړې په اړه د راپورونو خپریدو ته دوام ورکړي.

د ازادې اروپا- ازادي راډیو د روسیې لپاره له ۱۹۵۳ کال راهیسې نشرات پیل کړي او له ۱۹۹۱ کال راپدیخوا یې په مسکو کې خپله څانګه پرانیستي ده.

This item is part of
XS
SM
MD
LG