د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

سبا روسیه کې ماتم دی؛ د قربانیانو شمېر ۱۳۳ کسانو ته ورسېد


په مسکو کې د بېړنیو چارو کارکوونکي لا هم په دې بوخت دي چې سیمه پاکه کړي او که تر امبارونو لاندې کوم جسد پاتې وي هغه راوباسي.
په مسکو کې د بېړنیو چارو کارکوونکي لا هم په دې بوخت دي چې سیمه پاکه کړي او که تر امبارونو لاندې کوم جسد پاتې وي هغه راوباسي.

سبا په ټوله روسیه کې ماتم دی.

د دې ماتم اعلان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د تېرې شپې د پیښې په تړاو وکړ.

په مسکو کې د کنسرت پر یوه تالار د تېرې شپې د برید د قربانیانو شمېر ۱۳۳ تنو ته ورسېد او د چارواکو په وینا تر ۱۲۰ ډېر ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي.

دا په نژدې دوو لسیزو کې په روسیه کې تر ټولو بده ترورستي پېښه ده.

د روسیې د ملي تحقیقاتو د کمېټې په وینا یو شمېر کسان په ډزو وژل شوي او یو شمېر کسانو د هغه لوګي له امله ساه ورکړې چې په هال کې تر اورلګېدو وروسته راپورته شو.

د دې کمېټې په وینا برید کوونکو له یوې داسې مادې کار اخیستی چې هلته اور بل شي.

لا هم امنیتي مسوولان د برید کوونکو د نیولو لټه کوي او لا هم د برید کوونکو په اړه چارواکو لږ معلومات ورکړي دي.

د روسیې د فدرالي استخباراتو "ایف‌ایس‌بي" د مشر الکساندر بورتنیکوف په وینا روسیي رسنیو خبر ورکړی چې ۱۱ تنه نیول شوي چې په دوی کې څلور برید کوونکي دي، خو نوموړي نور اطلاعات نه دي ورکړي.

د تحقیقاتي کمېټې له لوري په یوه بیل بیان کې ویل شوي چې څلور تنه مشکوک کسان د بریانسک په سیمه کې نیول شوي دي.

دا سیمه د مسکو لوېدیځ خوا ته لرې پرته ده چې له اوکراین او بېلاروس سره ګډه پوله لري.

د روسیې د فدرالي استخباراتو د چارواکو په وینا، انترفکس اژانس خبر ورکړی چې څلور تنه نیول شوي د اوکراین د سرحد په لور روان وو او دوی د اوکراین دننه تماس درلود.

د روسیې ولسمشر د دې برید په خاطر سبا په ټوله روسیه کې د ماتم ورځ اعلان کړه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

ولادیمیر پوتین نن د دې پېښې په اړه په خپلې وار له مخه ثبت شوې وینا کې دا هم وویل چې د پېښې عاملان به مجازات شي.

په دې وینا کې چې تر پېښې اتلس ساعته وروسته خپره شوه، د روسیې ولسمشر دا حمله تروریستي او وحشي وبلله.

ده ادعا وکړه چې برید کوونکو هڅه کوله چې اوکراین ته پناه یوسي او اوکراین هم دوی ته لار پرانیستې وه چې ورشي.

د اوکراین یوه جګپوړي چارواکي پرون تر برید وروسته وویل چې کییف په دې پېښه کې لاس نه لري.

دا برید د شپې اووه نیمې بجې وشو او روسي رسنۍ خبر ورکوي چې پنځو کسانو په دې حمله کې لاس درلود چې له دوی سره اتومات وسلې وې.

د روسیې یوه سالون کې ډزې؛ لږترلږه ۴۰ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپیان دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:48 0:00

تر حملې وروسته په خواله رسنیو کې ویډيو ګانې خپرې شوې چې په‌کې ښکارې چې برید کوونکي د کاراکاس هال ته چې شپږ زره دوه سوه څوکۍ لري، ورننوځي.

تر پېښې څو ساعته وروسته اسلامي دولت ډلې د ټیلګرام له لارې خبر ورکړ چې د مسکو په لمن کې د کاراکاس پر هال دا حمله دوی کړې او بریدکوونکي یې بېرته خوندي ځای ته ستانه شوې دي.

تر دې برید شل کاله مخکې د روسیې په بیسلان کې د ښوونځي د برمته کېدو په پېښه کې تر ۳۳۰ ډېر کسان وژل شوي وو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش، د امریکا متحد ایالتونو، فرانسې، ترکیې، ایتالیا، اروپایي ټولنې او د نړۍ یو شمېر نورو مشرانو دا برید غندلی دی.

د مسکو تر پروني برید وروسته د کاراکاس په هال کې اور ولګېد او د هال د چت یوه برخه ونړېده.

د بېړنیو چارو کارکوونکي لا هم په دې بوخت دي چې سیمه پاکه کړي او که تر امبارونو لاندې کوم جسد پاتې وي هغه راوباسي.

یو شمېر چارواکي چې نومونه یې نه دې اخیستل شوي او د ټیلګرام ځیني پاڼې چې ویل کېږي د روسیې د امنیتي خدماتو له ادارې سره تړلې دي، ادعا کوي چې یو شمېر برید کوونکي د تاجکستان دي او یا هم هغه تاجکان دي چې د روسیې تابیعت لري.

دا ادعا د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت رد کړې او په یوه اعلامیه کې یې د هغو کسانو په باره کې جزییات خپاره کړې چې ادعا کېږي چې په دې حملې کې یې لاس درلود.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې روانه میاشت د یو شمېر چارواکو په وینا چې نومونه یې نه دې اخیستل شوې خبر ورکړی و چې د امریکا د متحد ایالتونو استخباراتي سرچینو داسې اطلاعات ترلاسه کړي چې په افغانستان کې مېشته داعش خراسان څانګه پلان لري چې په مسکو کې برید وکړي.

XS
SM
MD
LG