د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

د روسیې ټاکنیزې پایلې او د پوتین پر « درغلیزې بریا» توندې نیوکې


د روسیې د ولسمشریزو ټاکنو د رای ورکولو بهیر یوه څنډه
د روسیې د ولسمشریزو ټاکنو د رای ورکولو بهیر یوه څنډه

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل چې د کرملین له خوا د مدني ټولنې څنډې ته کول او په روسیه کې د خپلواکو غږونو خپ کول د تېرې اوونۍ د ولسمشریزو ټاکنو ځانګړتیا ده چې "یوازې غیر ډیموکراتیک بلل کېدی شي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې سې شنبه (مارچ ۱۹مه)، د انتوني بلېنکن له قوله ویلي له انتخاباتو مخکې، کرملین په سیستماتیک ډول له ډموکراټیکې پروسې او د قانون له حاکمیت څخه د دفاع ډلې لکه خپلواک څارونکي ګوښه کړي او د پوتین باالقوه مخالف کاندیدان یې په جعلي تخنیکي پلمو رد کړي دي.

بلېنکن وویل، په روسیه کې د ټاکنو وروستۍ بهیر د دې ښکارندویي کوي چې کرملین تر کومه حده روسي اتباع له یوې شفافې او معنی لرونکي دیموکراتیکې پروسې څخه بې برخې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بېلنکین
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بېلنکین

۷۱ کلن ولادیمیر پوتین چې له ۲۰۰۰ کال راهیسې د ولسمشر یا صدراعظم په توګه پر روسیه واکمن دی، ټاکل شوې د نوي ولسمشریزې دورې په پای کې د پخواني شوروي اتحاد د دیکتاتور جوزف سټالین څخه مخکې شي او په دوو پېړیو کې د روسیې تر ټولو اوږد مهاله مشر پاتې شي.

د روسیې د ټاکنو د مرکزي کمیسیون د معلوماتو له مخې، ولادیمیر پوتین د ۸۷،۳ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د بلې شپږ کلنې دورې لپاره وټاکل شو او په دې ټاکنو کې د خلکو ګډون ۷۷،۴ سلنه و.

په دې ټاکنو کې رایه اچونه د اوکراین په ختیځ کې د روسیې له خوا په نیول شویو سیمو کې هم ترسره شوه. هغه سیمې چې په سلګونو زره روسي پوځیان پکې ځای پر ځای دي او مسکو په غیر قانوني توګه له خپلې خاورې سره یوځای کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، مسکو د اوکراین په موقتي اشغال شویو سیمو کې جعلي انتخابات د یوه ښکاره تبلیغاتي تمرین په توګه تر سره کړل.

د بلېنکن په خبره،د مسکو هدف دا و چې د اوکراین پر ځینو برخو د روسیې غیرقانوني ادعاوې چې په ناقانونه توګه یې پرې برید کړی او اشغال کړي دي پیاوړې کړي.

XS
SM
MD
LG