د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

روسیه کې ولسمشرۍ ټاکنې؛ د ولسمشر پوتین د بیا بریا اټکل شوی


د روسیې له روانو ولسمشریزو ټاکنو یو انځور. یوه مېرمن د رایې اچونې پر مهال
د روسیې له روانو ولسمشریزو ټاکنو یو انځور. یوه مېرمن د رایې اچونې پر مهال

په روسیه کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې چې درې ورځې به دوام کوي، خلکو د رایې ورکول پیل کړل.

په داسې حال کې چې په روسیه کې پر سیاسي مخالفانو او خپلواکو رسنیو سخت محدودیتونه لګول شوي، جدي سیاسي مخالفان د ولادمیر پوتین په وړاندې په دغو ټاکنو کې له کاندیداتورۍ راګرځول شوي دي.

په روسیه کې د ولسمشرۍ دغه ټاکنې چې درې ورځې دوام کوي، نن جمعه سهار مهال پیل شوې.

دا له کله چې مسکو د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین بشپړ یرغل پیل کړ، لومړی وار دی، چې په روسیه کې لویې ټاکنې کېږي او ویل شوي چې دا ټاکنې به ازادې او عادلانه نه وي.

۷۱ کلن پوتین چې له نږدې ۲۵ کلونو راهیسې یا د روسیې ولسمشر یا هم صدراعظم دی، د درېیو هغو سیاستوالو په وړاندې کاندید دی، چې خلک یې دومره نه پېژني.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

دا درې کاندیدان د لبرال ډیموکراتیک ګوند مشر لونید سلوڅکي، د دولتي- ولسي جرګې مرستیال او د نوي خلق ګوند کاندید ولادیسلاو داوانکوف او د ولسي جرګې غړی دغه راز د کمونست ګوند کاندید نیکولای خاریتونوف دی چې سیاسي پالیسي یې تر ډېره د پوتین له پالیسۍ سره ورته والی لري.

د جګړې د مخالف ۶۰ کلن سیاستوال بوریس نادیژدین کاندیداتوري تېره میاشت د روسیې د ټاکنو د مرکزي کمیسیون له خوا رد شوه، ځکه د کمېسیون په وینا هغه د کاندید په توګه د ثبتېدو لپاره په خپل درخواست کې نامعتبره لاسلیکونه راټول کړي وو.

که څه هم نادیژدین د استناف غوښتنه وکړه، خو د روسیې سترې محکمې د ټاکنو د مرکزي کمېسیون د پرېکړې په ملاتړ حکم ورکړ.

تمه کېږي د دغو ټاکنو نتیجې راروانه دوشنبه، یعنې د مارچ میاشتې پر ۱۸مه اعلان شي.

د روسیې د حکومت له خوا بېرحمانه ځپونکي اقدامات چې خپلواکې رسنۍ او د بشري حقونو ډلې یې فلج کړي، د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین د روسیې تر یرغل مخکې لا پیل شوي وو، خو دغه ځپونکي اقدامات تر دې یرغل وروسته لا زیات شول.

په روسیه کې د ولسمشرۍ تر دغو ټاکنو یوه میاشت مخکې د پوتین عمده مخالف او د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالني د روسیې د شمالي قطب په یوه لیرې پراته زندان کې تر مشکوکو شرایطو لاندې ساه ورکړه، هغه په دې زندان کې د هغو تورونو له کبله چې ګومان کېږي تر ډېره یې سیاسي انګېزه لرله، بندي وو.

XS
SM
MD
LG