د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

کییف کې د اوکراین په ملاتړ د اروپایي هېوادونو غونډه؛ زیلینسکي: د روسیې ماتول د اروپا همکارۍ سره تړلی دی


په کییف کې له اوکراین سره د اروپایي هېوادونو د پیوستون غونډه
په کییف کې له اوکراین سره د اروپایي هېوادونو د پیوستون غونډه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د دوشنبې په ورځ په کییف کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په وینا کې د جګړې پر مهال د اوکراین د دفاعي ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ.

هغه وویل، چې د روسیې په وړاندې بریا د اروپا په همکارۍ تړلې ده.

زیلینسکي زیاته کړه:

" زه ډاډه یم چې اوکراین او ټوله ازاده نړۍ د دې مقابلې د ګټلو توان لري. خو زموږ بریا مستقیما له تاسو سره زموږ په همکارۍ پورې اړه لري. څومره چې قوي او کلک ګامونه پورته شي، په هماغه اندازه به دا جګړه په چټکۍ سره پای ته ورسېږي، زموږ د ځمکنۍ بشپړتیا په بیا احیا او په ټوله اروپا کې د سولې لپاره د باور وړ تضمینونو سره به دا جګړه پای ته ورسیږي."

ښاغلي زیلینسکي زیاته کړه، چې اروپايي ټولنه باید په اوکراین کې د دفاعي ملاتړ او د خلکو د ژوند د خوندیتوب په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

هغه وویل چې کیف ډیر هوایی دفاع سیسټمونو ته اړتیا لري او د پاتریوت څو دستګاوې کولای شي د اوکرایین په جنوب کې وضعیت بدل او د روسیې بریدونو له ناکامۍ سره مخ کړي.

د اوکراين ولسمشر له دغه هېواد سره د پيوستون د څرګندولو په هدف جوړې شوې غونډې ته وويل، پر روسيې د بنديزونو فشار کافي نه دى او باید روسیه له داسې بندیزونو سره مخه شي چې سرغړونې ونه کړای شي او د دې وړتیا ونه لري چې پوځي تولیدات زیات کړي.

په همدې حال کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیپ بوریل له اوکراین سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

د اوکراین ولسمشر او د اروپایي هېوادونو استازي د ګډ تصویر اخیستو پر مهال
د اوکراین ولسمشر او د اروپایي هېوادونو استازي د ګډ تصویر اخیستو پر مهال

هغه په کییف کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه تاریخي وبلله او ټینګار یې وکړ چې اوکراین د دې ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو په منځ کې ځای لري.

د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر دیمیتري کولیبا په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب لپاره د دغه هېواد پر لېوالتیا په ټینګار سره وویل، چې د دغې اتحادیې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو دا غونډه د دغه بلاک په راتلونکو سرحدونو کې جوړه شوې ده.

که څه هم پر اوکراین د روسیې له یرغل څو میاشتې وروسته، اروپايي ټولنې د تېر کال په جون میاشت کې دغه هېواد ته د یوه کاندید غړیتوب حیثیت ورکړ، خو په دې اتحادیه کې د اوکراین د غړیتوب لپاره خبرې اترې څو کاله وخت نیسي.

په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې ځينې غړي هېوادونه لکه هنګري په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د شاملېدو مخالف دي.

د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان د روسیې له ولسمشر سره نږدې اړیکې لري او له کییف سره د پوځي مرستو او له اروپايي ټولنې سره د دغه هېواد د یوځای کېدو مخالف دی.

د هنګري او پولنډ د بهرنیو چارو وزیران د دوشنبې په ورځ په کیف کې غونډې ته حاضر نه وو او دغو دواړو هیوادونو خپل ټیټ رتبه پلاوي دغې غونډې ته استولي وو.

که څه هم پولنډ له اوکراین سره ګرمې اړیکې لري، خو دا اړیکې اوس د اوکراین د غلو د صادراتو پر سر د شخړو له امله خړې پړې دي.

اخوا د سلواکیا ټاکنې هم داسې یوه سیاستوال ګټلي، چې له اوکرایین سره د پوځي مرستو مخالفه دی او ادعا کېږي چې د روسیې د ولسمشر ولادمیرپوتین خواخوږی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG