د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۱

په اوکراین کې د ناټو د عمومي منشي اعلان؛ اساسي مهمات درته برابروو

د ناټو سرمنشي او د اوکراین ولسمشر د ګډ خبري کنفرانس پر مهال
د ناټو سرمنشي او د اوکراین ولسمشر د ګډ خبري کنفرانس پر مهال

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، اوکرایني ځواکونه د روسي ځواکونو په وړاندې په یرغلیزو عملیاتو کې په تدریج مخکې روان دي.

ینس سټولټنبرګ دغه خبره پرون پنجشنبه د اوکراین پلازمېنې کیف ته د خپل ناڅاپي سفر پر مهال وکړه.

سټولټنبرګ د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زلنسکي سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، چې ناټو له کیف سره د مهماتو د مرستې لپاره د څه باندې دوه نیم میلیارده ډالرو په ارزښت یو تړون په پام کې لري.

نوموړي وویل:

" د اوکراین پياوړي کول مونږ د روسیې د یرغل پای ته نژدې کوي. روسیه نن کولای شي خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي او جګړه پای ته ورسوي. اوکراین دغه غوراوی نه لري. د اوکراین تسلیمي د سولې معنا نه ورکوي، دا د روسیې د بې رحمانه اشغال په معنا دی. سوله په هر قیمت سره سوله نه شي کیدای."

د روسیې پر وړاندې جګړه کې د اوکراین پوځ له لویدیز څخه ډېر ملاتړ ترلاسه کوي
د روسیې پر وړاندې جګړه کې د اوکراین پوځ له لویدیز څخه ډېر ملاتړ ترلاسه کوي

سټولټنبرګ زیاته کړه، چې د ناټو له دیرشو غړو هېوادونو سره د اوکراین اړیکې د اوس پرتله هیڅکله دومره نژدې شوې نه وې.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي غوښتنه وکړه، چې د ژمي په رانژدې کېدو سره ناټو باید د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره د کیف د هوایي دفاع سیستمونه پیاوړي کړي.

زلنسکي وویل:

" مونږ په جلا ډول د اوکراین پر مهمو زیربناوو د روسیې د بریدونو په تړاو خبرې وکړې. مونږ دغه راز د هغه څه په اړه چې واقعا اړتیا ورته لرو خبرې وکړې، یعنې د ناټو په مرسته د هوایي دفاع د سیستم پیاوړتیا. د ناټو سرمنشي هوکړه وکړه چې زمونږ د ملاتړ لپاره به خپلې هڅې کوي او د ناټو غړي هېوادونه به دې برخه کې سره یوه خوله کوي."

له دغو خبرو څو ساعته مخکې د اوکراین پوځ وویل، چې د روسیې له خوا د شاهد په نوم د توغول شویو ۴۴ بې پيلوټه الوتکو له ډلې يې ۳۴ شنډې کړي دي.

د اوکراین د پوځ ویاندې نتالیا نومنیکوک ویلي، روسیې د اوکراین پر جنوبي برخه د بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.

له دې بریدونو سره سره اوکرایني چارواکو د یرغلیزو عملیاتو په پایله کې د یوشمېر سیمو د بیرته نیولو خبر ورکړی دی.

د اوکراین په پلازمېنه کیف کې یوه بې پیلوټه الوتکه

XS
SM
MD
LG