د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

اوکراین:مدافع سیستم مو د ایران ۲۲ هغه بې پيلوټه الوتکې غورځولي، چې روسیې پرې نښه کولو


د اوکراین او روسیې د جګړې یوه څنډه
د اوکراین او روسیې د جګړې یوه څنډه

د اوکراین هوايي ځواک وايي، چې د هوايي مدافعې سیسټم یې نن سهار وختي د روسیې له ۲۵ د ایران ساحت شاهد ډوله ډرونونو څخه ۲۲ راغورځولي دي.

اوکرایني چارواکي وايي د روسیې دا بې پیلوټه الوتکې په جنوبي ښار اودیسې کې د دانیوب سیند پر بندري تاسیساتو د بریدونو د لړۍ پرمهال په نښه شوې.

د دوی په وینا دې بریدونو شاوخوا درې نیم ساعته دوام وکړ.

د روسیې پوځ نن سهار وویل، چې ډرونونو یې تېره شپه د ناټو د غړې رومانیا په سرحد کې د دانیوب سیند پرغاړه د اوکراین بندري تاسیسات چې د غلې دانې د صادراتو لپاره مهم وو، په نښه کړل او ټاکلي اهدف یې ټول وویشتل.

خو اوکرایني چارواکي وايي چې روسیې یې ملکي صنعتي تاسیسات ویشتلي دي.

د اوکراین د لویې څارنوالۍ دفتر پر خپله ټلګرام پاڼه لیکلي، چې په دې حملو کې دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د پېښې سیمه
د پېښې سیمه

د اوکراین پوځ وايي چې له دې حملو وروسته په تاسیساتو کې لګېدلی اور یې ډېر ژر وژلی دی.

د ترکیې او ملګروملتونو په منځګړتوب د اوکراین د غلې د صادراتو د تړون له فسخ کېدو وروسته دانیوب سیند د دې هېواد د غلې د صادراتو په اصلي لاره بدل شوی دی.

روسیې د دې تړون له فسخ کېدو وروسته پر اودیسې او میکولایف سیمو چې مهم بندرونه او تاسیسات پکې دي او د اوکراین د غلې دانې د صادراتو لپاره مهم دي حملو ته زور ورکړی.

بل خوا د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمیتري مېدوېدیف ادعا کړې، چې د روان کال له پیله تراوسه شاوخوا ۲۸۰ زره کسانو په پوځ کې د شمولیت لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړي.

مېدوېدېف چې د روسیې ولسمشر هم پاتې شوی، دا څرګندونې د لیرې ختیځ سیمې له چارواکو سره په لیدنه کې چې د ده په وینا هدف یې پوځ ته د اوکراین د جګړې لپاره د خلکو جلبول و، وکړې.

میدیدوف په یوه پخواني تصویر کې له ولسمشر پوتین سره
میدیدوف په یوه پخواني تصویر کې له ولسمشر پوتین سره

مېدوېدېف وویل، چې د پوځ د معلوماتو له مخې د روان کال له جنوري میاشتې راهیسې، د قراردادونو په اساس د احتیاطي ځواکونو په ګډون شاوخوا ۲۸۰ زره کسان د پوځ لیکو ته منل شوي دي.

مسکو تېرکال هغه نوی پلان چې د پوځ په محاربوي برخه کې په سلو کې دېرش زیاتوالی راځي او شمېر یې یونیم میلیون ته لوړېږي اعلان کړ.

د برېتانیا د دفاع وزارت د یوه راپور له مخې، روسیې په وروستیو میاشتو کې د ګاونډیو هېوادونو له وګړو هم غوښتي دي چې د اوکراین په جګړه کې برخه واخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG