د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

اروپایي ټولنه: د روسي ځواکونو پر وړاندې مبارزه کې د اوکراین د ملاتړ دوام مهم دی


اوکرایني سرتېري د جګړې پر مهال
اوکرایني سرتېري د جګړې پر مهال

د اروپایي ټولنې چارواکي وایي، د روسي ځواکونو په وړاندې مبارزه کې د اوکراین د ملاتړ دوام مهم دی.

د اروپایي ټولنې مسوولان وایي، پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د اوکراینيانو لنډمهاله او اوږدمهاله ملاتړ ته دوام ورکوي.

د دغې ټولنې د بهرني سیاست او امنیتي پالیسۍ لوړپوړی استازی جوزیف بورېل وایي، له اوکراینه د دوی د ملاتړ دوام، د اوکرایني ځواکونو د یرغلیزو عملیاتو لپاره مهم دی.

بورېل د اسپانیې په تولېدو ښار کې د اروپایي ټولنې د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته پرون چهارشنبه خبریالانو ته وویل، دوی به اروپا کې د اوکرایني پوځیانو د روزنې وړتیا هم لوړه کړي.

اوکرایني پوځیانو ته دغه روزنه له اوکراین سره د اروپایي ټولنې د پوځي مرستې په نوم ماموریت په چوکاټ کې ورکول کیږي، هغه ماموریت چې بورېل یې له لاسته راوړنو ډک بولي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست او امنیتي پالیسۍ لوړپوړی استازی جوزیف بورېل
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست او امنیتي پالیسۍ لوړپوړی استازی جوزیف بورېل

هغه زیاته کړه: "دا ماموریت یو واقعي اغېز لري او په بې‌ساري سرعت سره پلی شوی دی. د دغه ماموریت په چوکاټ کې له وړاندې ۲۵ زره اوکرایني سرتېري روزل شوي دي. ما وزیرانو ته وړاندیز وکړ چې د همدې کال ترپایه باید د دې ماموریت هدف د څلوېښت زرو اوکرایني سرتېرو روزل وي."

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین یرغل پيل کړ چې دا دی د اتلس میاشتو په تېرېدو لا هم دوام لري.

دغه یرغل د روسیې او لویدیځ اړیکې خړې پړې کړي او اروپایي ټولنې او امریکا څو ځله پر روسي چارواکو او کمپنیو بندیزونه هم ولګول.

د لوېدیځ د دغو اقداماتو په ځواب کې روسیې هم د اوکراین د جګړې او په ټوله کې د پوځي ځواک د پیاوړتیا لپاره له خپلو متحدانو سره همکاري پیاوړې کړې.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي پرون چهارشنبه خبریالانو ته وویل، د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو وروستیو کې شمالي کوریا ته تللی او له دې سفر وروسته د ورسیې او شمالي کوریا مشرانو لیکونه تبادله کړي او د وسلو د یوې احتمالي معاملې په اړه یې خبرې کړي دي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي

کربي ویلي، د دغې معاملې له مخې به روسیه له شمالي کوریا څخه پرمختللي پوځي مهمات او تجهیزات ترلاسه کړي.

په همدې حال کې د هنګري صدر اعظم ویکتور اوربان ویلي، څومره چې لوېدیځ د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوي، په همغې اندازه روسیه پر پوځي وړتیاوو پانګونه ډېروي.

په دې وروستیو کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خپله اوکراین، چېن، سعودي عربستان او یو شمېر نورو لوریو د سولې وړاندیزونه او طرحې هم یادې کړې، خو تر اوسه یې عملي ملاتړ نه دی شوی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG