د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۵

د اوکراین د بې پيلوټه الوتکې برید د مسکو ۳ هوایي ډګرونه ځنډني او د روسیې توغندیز برید د اوکراین ۲ ملکیان ووژل

د روسیې د توغندیز برید پېښې ته منسوب تصویر
د روسیې د توغندیز برید پېښې ته منسوب تصویر

د روسیې په پلازمینه ماسکو کې نن سهار وختي د بې پيلوټه الوتکې د برید له امله په درېیو هوایي ډګرونو کې الوتنې وځنډول شوې، تر دې وروسته روسي ځواکونو د اوکراین په خارکییف سیمه کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې پر اوکرایني ځواکونو فشار زیات کړ.

د روسیې تاس دولتي اژانس د خبر له مخې، د دې برید له امله د ماسکو په درېیو اصلي هوایي ډګرونو شیریمیتووا، دیمودیدوا او ونوکوفوا کې الوتنې د دوو ساعتونو لپاره وځنډول شوې.

د ماسکو ښاروال سرګي سوبینین وایي، چې یوه ډرون الوتکه د ماسکو د ایترینسکي په فضا کې نسکوره شوه، دا سیمه د کرملین د لویدیځ په پنځوس کیلومترۍ کې پرته ده.

د بې پيلوټه الوتکې دا برید یوه ورځ وروسته تر دې وشو، چې د روسیې له لورې د کریمیا اشغال شوې ټاپوزمه په ګډون د روسیې دننه د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وشول.

روسي ځواکونه د اوکراین له بې پيلوټه برید وروسته
روسي ځواکونه د اوکراین له بې پيلوټه برید وروسته

د روسیې دفاع وزارت پرون په یوه بیان کې وویل، چې د څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې یې درې اویا ډرون الوتکې له منځه وړې دي، چې له دې ډلې یې دوه څلویښت د کریمیا ټاپوزمه پر سر ویشتلې دي.

بل لور ته: د روسیي ځواکونو د ډزو له امله نن د اوکراین په ختیځ کې دوه ملکیان ووژل شول.

د خارکیف والي اوولې سینهوبوف وویل، چې دا دوه تنه د پودولي په کلي کې چې د خارکییف ختیځ ته پروت دی په یوه کافي شاپ کې وژل شوي دي.

وروسته تر دې، چې روسیې د دوه زره دوه ویشتم کال په فبروري کې په ټول اوکراین برید وکړ د پودولي کلی یې ونیو او دا سیمه په سپتمبر کې بیرته اوکرایني ځواکونو ونیوله.

روسیي ځواکونو په وروستیو اونیو کې د خارکیف د لومړۍ کرښې د ماتولو هڅې زیاتې کړې دي. اوکرایني ځواکونه وایي چې جګړه سخته شوې ده خو لاهم دوی توانیدلي دي چې لومړۍ کرښه ټینګه کړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG