د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۲۴

اوکراین سره د ډنمارک او هالنډ د جنګي الوتکو مرسته؛ زلنسکي: که بریالي نه شوو، روسیه به ټول ګاونډیان وګواښي

د اوکراین ولسمشر د ډنمارک له صدراعظمې سره د هغه هېواد په یوه مرسته کړې جنګي الوتکه کې
د اوکراین ولسمشر د ډنمارک له صدراعظمې سره د هغه هېواد په یوه مرسته کړې جنګي الوتکه کې

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي نن دوشنبه د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې له کیف سره د ډنمارک او هالنډ تازه پوځي مرستې وستایلې.

زلنسکي ویلي، ډنمارک اوکراین ته د ۱۹ پرمختللو جنګي الوتکو د ورکړې پریکړه کړې او په خبره یې هالنډ هم دوی ته د دوه څلویښتو ( ایف-۱۶) جیټ الوتکو د ورکړې هوکړه کړې ده.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې د هالنډ صدر اعظم مارک ریوټه ( Mark Rutte ) هم د ۴۲ ایف-شپاړس الوتکو د چمتوالي خبره کړې، خو معلومه نه ده چې دا ټولې به اوکراین ته ورکړي او که نه.

اوکراین له خپلو لویدیځو متحدانو څخه په وار وار د ایف شپاړس جنګي الوتکو غوښتنه کړې ده، خو د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، ډنمارک او هالنډ لومړني هېوادونه دي چې دغې غوښتنې ته ځواب وایي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وایي، دوی پر دې کار کوي چې اوکراین پیاوړی او هوایي مدافع سیستم یې لا خوندي کړي.

د اوکراین ولسمشر د ډنمارک له مرسته شویو جنګي الوتکو د لیدنې پر مهال
د اوکراین ولسمشر د ډنمارک له مرسته شویو جنګي الوتکو د لیدنې پر مهال

زلنسکي د دوشنبې په ورځ د ډنمارک د پارلمان غړو ته په وینا کې ویلي:

" که اوکراین بریالی نه شي، د روسیې ټول ګاونډي هېوادونه تر ګواښ لاندې دي."

پر اوکراین د روسیې د ناموجه یرغل دادی نژدې اتلس میاشتې پوره شوې، خو لا هم دغه جګړه دوام لري او هره ورځ د دواړو لورو پوځیانو او دغه راز عامو کسانو ته زیان اړوي.

پر اوکراین سربیره په روسیه کې هم د دغې جګړې اغیزې کله نا کله ښکاري او همدا نن دوشنبه هم د مسکو دوو لویو هوایي ډګرونو د لنډ وخت لپاره د الوتکو ناسته او پرواز ځنډولی و.

دغو هوایي ډګرونو وروسته تر دې فعالیت وځنډوه چې د روسیې دفاع وزارت وویل، د مسکو پر فضا یې د اوکراین یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې او نسکوره کړې ده.

له تېرو څو اونیو راهیسې، دا څویم ځل دی چې د مسکو هوایي ډګرونه د اوکراین د بې پيلوټه الوتکو له ویرې د لنډ وخت لپاره خپل فعالیتونه دروي.

ډنمارک او هالنډ چې د ناټو غړي هېوادونه دي د اګست په شلمه په یوه ګډه اعلامیه کې له اوکراین سره د پوځي مرستو خبر ورکړی دی.

د اوکراین ولسمشر د هالنډ له صدراعظم سره د خبری ناستې پر مهال
د اوکراین ولسمشر د هالنډ له صدراعظم سره د خبری ناستې پر مهال

ډنمارک ویلي، دوی به له شپږ میاشتنۍ روزنې وروسته خپلې ایف-۱۶ الوتکې اوکراین ته ورکړي او هالنډ هم ویلي، هر کله چې اوکرایني عمله چمتو شي، دوی الوتکې ورسپاري.

ډنمارک او هالنډ د لویدیځ دهغه ایتلاف غړي دي چې په خپله خاوره کې اوکرایني پیلوټان روزي.

روسي چارواکو بیا اوکراین ته د ډنمارک او هالند له خوا دغه پوځي مرسته غندلې ده.

په ډنمارک کې د روسیې سفیر ولادمیر باربین ویلي، دغه مرسته به جګړه نوره هم تاوجنه کړي او اوکراین ته به له جګړې پرته نور غوراوي سخت کړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG