د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

نړۍ

پوتین له اوکراین سره د جګړې د قوماندې مرکز ته تللی

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، روستوف ان دون ته تللی دی.

دا سیمه د اوکراین په جګړه کې د روسیې د مرکزي قوماندې مرکز دی.

کرملین په یوه بیان کې نن وویل، چې په روستوف ان دون کې به ولسمشر پوتین د ځانګړیو پوځي عملیاتو په مرکز کې د روسیې له لوی درستیز او نورو پوځي مشرانو سره وګوري.

په دې بیان کې د دې لیدو کتو د وخت په اړه معلومات نه دې خپاره شوې او دا اطلاعات په خپلواکه توګه نه دې تایید شوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

نړیوال جام؛ د تمریناتي سیالیو وروستۍ لوبه د هند او بنګله‌دېش لوبډلو ترمنځ ده

ارشیف: د هند او بنګله‌دېش له مخکینیو لوبو یو انځور
ارشیف: د هند او بنګله‌دېش له مخکینیو لوبو یو انځور

ټاکل شوې چې د شل اوریز نړیوال جام د تمریناتي سیالیو لړۍ نن شنبه د هندوستان او بنګله‌دېش ترمنځ تر سیالۍ وروسته پای ته ورسېږي.

یاده سیالي به د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې د امریکا د نیویارک په نوي جوړ شوي ناساو کاونټي لوبغالي کې پیل شي.

دا به د ناساو کاونټي په لوبغالي کې د کرکټ لومړنۍ سیالي وي.

افغانستان هم خپلې تمریناتي سیالۍ بشپړې کړې چې له سکاټلنډ یې وګټله او له عمان سره د ورښت له امله بې پایلې تمامه شوه.

د دې شل اوریز نړیوال جام لومړنۍ رسمي سیالي به هم د جون په لومړۍ نېټه د کوربه امریکا او کاناډا د لوبډلو ترمنځ پیل شي.

افغانستان به خپله لومړۍ سیالي د جون په ۴مه نېټه له یوګاندا سره ترسره کوي.

د ویلو ده چې افغانستان په لومړي ځل په ۲۰۱۰م کال د شل اوریز نړیوال جام سفر هم په وېسټ اینډیز کې پیل کړی و.

د ناټو عمومي منشي: ډاډه یم چې اوکراین له خارکییف دفاع کولای شي

د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي وايي، اوس چې د ناټو غړو اوکراین ته په روسیه کې دننه د دوی له‌خوا د ورکړل شویو وسلو په ذریعه پر عملیاتو ممنوعیت لیرې کړ، دی نور هم ډاډه شوی دی چې اوکراین د ختیځ ښار خارکییف دفاع کولای شي.

یینس سټولټنبرګ پرون د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غیررسمي غونډه کې د ګډون پر مهال د چک په پلازمېنه پراګ کې ازادۍ راډیو ته وویل، د اوکراین د متحدانو په پالیسې کې دا بدلون چې متحدوایالتونو پرون رسماً اعلان کړ او ورپسې جرمني هم د هغه ملاتړ وکړ مشروع اقدام دی ځکه د ده په وینا اوکراین په تېره په خارکییف کې د خپل ځان دفاع کوي.

د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون د پراګ په غونډه کې رسماً اعلان وکړ چې ولسمشر جوبایډن اوکراین ته د روسیې په خاوره کې دننه د امریکا په وسلو د حملو اجازه ورکړې ده.

د جرمني د حکومت ویاند هم پرون په یوه بیان کې وویل، برلین منلې چې کییف د هغو وسلو په ذریعه چې برلین یې ورکوي، د روسیې په قلمرو کې دننه د بریدونو د شنډولو لپاره حملې کولای شي.

خارکییف د روسیې د سرحد په ۳۵ کیلومتره واټن کې پروت ښار دی چې له نژدې درېیو اوونیو راهیسې د سرحد په اوږدو کې د روسیې د پوځي عملیاتو د نوې څپې له پیل وروسته په پرله‌پسې ډول د روسی ځواکونو تر حملو لاندې دی.

روسیې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د خبریالې "السو کورماشېوا" د توقیف موده وغځوله

مېرمن کورماشېوا چې د روسیې او امریکا دوه ګونی تابعیت لري او په پراګ کې یې د ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې کار کاوه له تېرې اکټوبر میاشتې راهیسې د هغو تورونو په خاطر چې د رسنیو د آزادۍ مدافع ډلو بې بنسټه بللي، په روسیه کې په بند کې ده.
مېرمن کورماشېوا چې د روسیې او امریکا دوه ګونی تابعیت لري او په پراګ کې یې د ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې کار کاوه له تېرې اکټوبر میاشتې راهیسې د هغو تورونو په خاطر چې د رسنیو د آزادۍ مدافع ډلو بې بنسټه بللي، په روسیه کې په بند کې ده.

د روسیې یوې محکمې پرون یوځل بیا د ازادې اروپا/ازادي راډیو د خبریالې السو کورماشېوا د توقیف موده تمدید کړه.

د روسیې د کازان ښار محکمې په خپل حکم کې د مېرمن کورماشېوا د مدافع وکیل دا غوښتنه چې نوموړې دې په کورني توقیف کې وي رد کړه او په دې توګه یې د هغې د توقیف موده اګست تر پنځمې نېټې پورې وغځوله.

مېرمن کورماشېوا چې د روسیې او امریکا دوه ګونی تابعیت لري او په پراګ کې یې د ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې کار کاوه له تېرې اکټوبر میاشتې راهیسې د هغو تورونو په خاطر چې د رسنیو د آزادۍ مدافع ډلو بې بنسټه بللي، په روسیه کې په بند کې ده.

د محکمې په پرونۍ غونډه کې السو کورماشېوا شکایت وکړ چې په زندان کې دې ته کافي روغتیايي امکانات نه شته او اجازه نه ورکړل شوې چې له خپلې لور سره خبرې وکړي.

خیبرپښتونخوا کې ماین چاودنه؛ څلور سرتېري وژل شوي

 پېښه نن هغه مهال رامنځته شوه چې د سرتېرو موټر د بنو په جانیخېلو سیمه کې پر یو ماین وربرابر شو.
پېښه نن هغه مهال رامنځته شوه چې د سرتېرو موټر د بنو په جانیخېلو سیمه کې پر یو ماین وربرابر شو.

د خیبرپښتونخوا په بنو سیمه کې د یوه ماین چاودنې د پاکستان د پوځ څلور سرتېري وژلي دي.

د پاکستان د پوځ یوه چارواکي د ازادي راډیو مشال څانګي ته د نوم نه ښودل په شرط ویلي، پېښه نن هغه مهال رامنځته شوه چې د سرتېرو موټر د بنو په جانیخېلو سیمه کې پر یو ماین وربرابر شو.

د دې چارواکي په خبره، په پېښه کې څلور سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

تراوسه چا د برید مسوولیت نه دی منلي.

دا پېښه وروسته له هغې ده چې د پاکستان پوځ د مې پر ۲۸مه ادعا کړې وه چې د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې يې د عملیاتو پر مهال ۲۳ وسله‌وال وژلي دي.

د لوېدیځوالو ګډ بیان: شمالي کوریا دې روسیې ته د وسلو له لېږلو لاس واخلي

د شمالي کوریا وسلې
د شمالي کوریا وسلې

لوېدیځوالو نن په ګډ بیان کې له شمالي کوریا څخه وغوښتل چې روسیې ته د وسلو له لېږلو لاس واخلي چې په اوکراین کې یې استعمالوي.

دا بیان د امریکا متحد ایالتونو، اسټرالیا، بریتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، نیوزیلنډ او جنوبي کوریا لاسلیک کړ.

په دې بیان کې راغلي چې دوی د ملګرو ملتونړ له پرېکړه لیکونو د سرغړونې له امله د مسکو او پيونګ یانګ ترمنځ زیاتې همکارۍ سخت اندېښمن کړې دي.

په بیان کې له شمالي کوریا او روسیې غوښتل شوي چې د غیرقانوني وسلو له استولو ډډه وکړي.

د لوېدیځ متحدانو په دې بیان کې دا هم راغلي چې د دوی له لورې وروستي بندیزونه له پيونګ یانګ او مسکو سره د حساب ورکولو لپاره همغږي هڅې دي.

د پلازمېنې اسلام‌اباد په ځنګلونو کې اورونه لګېدلي

د اسلام اباد په ځنګلونو کې لګېدلي اورونه
د اسلام اباد په ځنګلونو کې لګېدلي اورونه

د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد په ځنګلونو کې اورونه لګېدلي دي.

یو شمېر راپورونه وایي چې د ګرمې هوا له امله دا اورونه لګېدلې، خو تراوسه چارواکو دا خبره نه ده تایید کړې.

په اسلام‌اباد کې د پولیسو افسر سهېل خان نن رویټرز اژانس ته وویل چې تراوسه څرګنده نه ده چې دا اورونه د تودې هوا له امله لګېدلي، که چا قصداً دې ځنګلونو ته اور ورته کړی، خو ستونزه دا ده چې د اسلام‌اباد غرنۍ سیمې ته اطفائیه نه شي پورته کېدای.

د اسلام‌اباد پولیسو د پېښې تحقیقات پيل کړې دي.

نن په اسلام‌اباد کې د تودوخې لوړه درجه د سانتي ګرید ۴۱ ته رسېدلې ده.

سرچینې: عراق په ترهګرۍ تورن ۸ کسان اعدام کړل

ارشیف
ارشیف

په عراق کې یوې امنیتي سرچینې او روغتیايي چارواکو ویلي، عراق هغه ۸ کسان، چې په ترهګرۍ کې په لاس لرلو تورن شوي وو، اعدام کړل.

فرانس پرېس خبري اژانس د یوې امنیتي سرچینې په حواله ویلي چې دغه عراقیان د پنجشنبې په ورځ په ناصریه زندان کې اعدام شول.

د سرچنیې په خبره، دا کسان د اسلامي دولت یا داعش ډلې کې په غړیتوب او په ترهګریزو فعالیتونو کې په لاس لرلو تورن شوي وو.

په تېره یوه میاشت کې دا درېیم وار دی چې په عراق کې د یوې ډلې کسان اعدامېږي.

په وروستیو کلونو کې د عراق په محکمو کې د هغوو عراقي وګړو چې په ترهګریزۍ کې لاس لري، د عمري بند او اعدام حکم صادر شوی دی.

خو د بشري حقونو مدافع ډلو دا اقدام غندلی دی.

غزه کې دوه اسراییلي سرتېري وژل شوي

غزه
غزه

د اسراییل پوځ نن وویل چې د دوی دوه پوځیان په غزه کې د نښتو پرمهال وژل شوي دي.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، پر غزې د اسراییل د پوځ د برید له پیله تر اوسه د دغه هېواد نژدې درې سوه اسراییلي سرتېري وژل شوي دي.

په غزه کې د دوه زره درېیم کال د اکتوبر پر اوومه اسراییلي ځواکونو د حماس پرضد چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګره ډله ګڼي، وروسته تر دې عملیات پیل کړل چې حماس د اسراییل دننه برید وکړ، دولس سوه کسان یې ووژل او شاوخوا یو نیم سل کسان یې برمته کړل.

روسیې پر کییف د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي

د برید ځای ته منسوب تصویر
د برید ځای ته منسوب تصویر

روسیې نن سهار وختي د اوکراین پر پلازمېنه د توغندي او ډرون الوتکو برید کړی دی.

په کییف کې د پوځي ادارې مسوول سرهي پوپکو په ټیلګرام کې لیکلي دي چې د کییف په هولو سیفیسکي سیمه کې د روسیې د اسکندر توغندي او ډرون الوتکو د برید له امله په یوې ودانۍ کې چې خلک پکې نه اوسېدل، اورلګیدلی دی.

پوپکو زیاته کړه چې دا حمله تلفات نه لري او ټولې بې پیلوټه الوتکې هوایي ځواکونو نسکورې کړې دي.

ټرمپ د بربنډو فلمونو یوې لوبغاړې ته د حق السکوت ورکولو له امله مجرم پېژندل شوی

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د نیویارک یوې محکمې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بربنډو فلمونو یوې لوبغاړې ته د حق السکوت د ورکړې په قضیه کې په ۳۴ موردو تورن او مجرم وګاڼه.

د نیویارک د منهنتن د محکمې ۱۲ غړیو له دوو ورځو سلا مشورو وروسته بېګا د ټرمپ په اړه خپله پرېکړه اورولې او هغه یې ګناهګاره بللی.

ټرمپ هم په محکمه کې حضور درلود. هغه وروسته خبریالانو ته وویل چې د محکمې دا پرېکړه د شرم وړ وه. ټرمپ وویل چې اصلي پرېکړه د نومبر په ۵مه د خلکو له خوا کېږي. د هغه اشاره د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته وه.

د امریکا ولسمشر تورن دی چې د ۲۰۱۶ کال له ټاکنو څه موده مخکې یې د بربنډو فلمونو لوبغاړې ستورمي دنیلز ته ۱۳۰زره ډالره ورکړي څو له ده سره جنسي اړیکه افشا نه کړي او غلې پاتې شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG