د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

چارواکي: د مسکو د دوو هوایي ډګرونو عملیاتي چارې درېدلې وې


په مسکو کې د یوه هوايي ډګر یوه څنډه.
په مسکو کې د یوه هوايي ډګر یوه څنډه.

په مسکو کې چارواکي وايي چې تېره شپه یې د لنډ وخت لپاره د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو د برید په خاطر د پلازمېنې په دوو مهمو هوايي ډګرونو کې عملیاتي چارې ودرولې.

د مسکو ښاروال سرګی سوبیانین نن سهار وختي په خپل ټیلګرام چاینل کې لیکلي چې د دوی هوايي دفاع سیستم د یوې بې پیلوټه الوتکې د برید مخه ونیوله، خو له دې سره سره په ونوکوفو او دومودیدوفو هوايي ډګرونو کې فعالیتونه ودرول شول.

دفاع وزارت وویل چې بې پیلوټه الوتکه یې د سهار په شاوخوا ۴ بجې د مسکو د ستوپینو مېنې پر سر په الکترونیکي وسایلو غیرفعاله کړه.

په وروستیو اوونیو کې د مسکو په هوايي ډګرونو کې عملیاتي چارې څو ځلې ځنډول شوي دي.

څه باندې لس ورځې وړاندې د جولای ۳۰مه وروسته له دې چې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې د مسکو د مهم او لوکس تجارتي مرکز ودانیو ته زیان واوښت، د ونوکوفو هوايي ډګر وتړل شو.

دا هوايي ډګر اوونۍ وروسته د اګست ۶مه بیا وتړل شو.

نن د روسیې د کورسک سیمې والي په خپل ټیلګرام کې کښلي چې د اوکراین یوه بې پیلوټه الوتکه د کورسک د ریللارې د سټېشن پر شیشه يي بام لوېدلې چې له کبله یې اور لګېدلې او ۵ تنه یې ټپیان کړي دي.

دا معلومات په خپلواک ډول تایید یا رد کېدای نه شي.

له بلې خوا نن یکشنبه د اوکراین پوځ ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې روسیې د اوکراین پر خاوره ۶۱ هوايي حملې کړي دي.

د اوکراین د لوی درستیز په وینا په دې بریدونو کې مرګ ژوبلې اوښتي دي.

دا بریدونه یوه ورځ وروسته له دې وشول چې روسیې د اوکراین پر چیرنیهیف ښار توغندی وویشت او ملکیانو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت تایید کړه چې د دغه هېواد د شمال په چرنیهیف ښار باندې د روسیې په توغندويي برید کې د یوه ماشوم په شمول لږترلږه ۷ تنه وژل شوي او ۱۴۸ نور ژوبل دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د سویډن له صدراعظم اولف کریسټرسن سره لیدنې پر مهال.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د سویډن له صدراعظم اولف کریسټرسن سره لیدنې پر مهال.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي، چې سویډن ته تللی، پر چرنیهیف ښار حمله دردوونکې ورځ وبلله او ویې ویل چې دا ورځ د یوه تروریست حکومت له لاسه راغلې ده.

د ازادي راډیو د اوکرایني څانګې د راپور له مخې، ۴۱ ټپیان، چې د ځینو حال نازک دی، لا هم په روغتون کې بستر دي.

د دې برید له کبله څه باندې ۵۰۰ ودانیو ته زیان اوښتی دی.

د اوکراین دفاع وزارت وايي چې د دغه هیواد د هوايي دفاع سیستم د ایران ۱۵ بې پېلوټه الوتکې، چې روسیې ته یې ورکړي، ویشتي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG