د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

چارواکي: روسي ځواکونو پر اوکراین د بریدونو یوه نوې څپه پیل کړې


د اوکراین په دونیتسک کې د روانې جګړې یو انځور
د اوکراین په دونیتسک کې د روانې جګړې یو انځور

اوکرایني چارواکي وايي، روسي ځواکونو پر اوکراین د بریدونو یوه نوې څپه پیل کړې ده.

د اوکراین د پوځ د لوی درستیز دفتر وايي، په تېر یوه شپه او ورځ کې روسيې پر اوکراین د راکټي او بې پیلوټه الوتکو لسګونه بریدونه کړي.

اوکرایني چارواکو ادعا کړې چې د اوکراین د هوایی مدافعې سیستم د ایران ساخت شپږ بې پیلوټه الوتکې چې روسیې کارولې نسکورې کړي.

دوی ویلي، چې د روسیې پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین پر ملکي تاسیساتو ۴۴ راکټونه توغولي دي.

په بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو نور جزییات یې نه دي ورکړل شوي.

په همدې حال کې د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا وان دیر لاین نن د جون ۲۲مه وویل، چې اروپايي کمېسیون به یو نیم میلیارده یورو اوکراین ته ځانګړې کړي.

هغې ویلي، دا مرسته په دې هدف کوي چې د اوکراین خدماتي او بنسټيزې برخې د ازادۍ په لار کې په خپل حال پاتې وي.

مېرمن اورزولا وویل، چې اروپایي ټولنه د اوکراین لپاره د ۲۰۲۴-۲۰۲۷ کلونو په مخه د ۵۰ میلیارد یورو (۵۴.۷ میلیارد ډالرو معادل) مالي مرستې بسته چمتو کوي.

په همدې حال کې د دونیتسک په ختیځه سیمه کې سخته جګړه روانه ده او د اوکراین د پوځ په وینا، د دغه هېواد ځواکونو د لیمان، باخموت، اودیوکا او مارینکا په سیمو کې د روسیې ۴۰ بریدونه په شا تمبولي دي.

د اوکراین پوځ دا هم ویلي، چې د اوکراین په جنوبي سیمو زاپوروژیا او خرسون کې د اوکراین د ځواکونو تعرضي عملیات دوام لري.

د مسکو لخوا ټاکل د خرسون اشغالي سیمې لپاره ټاکل شوي مشر ولودومیر سالدو په خپل ټیلیګرام چینل کې وویل چې اوکرایني ځواکونو په هغه پل باندې توغندي توغولي چې د کریمیا او خرسون سیمې له روسیې سره نښلوي.

سالدو وويل، چې دغه راکټي بريد د چونګر په سيمه کې پر دغه پله شوى، چې له امله يې لاره زيانمنه شوې، خو خلکو ته زيان نه دى اوښتى او بديلې ترانسپورتي لارې پرانيستل شوې دي.

د روسیې له خوا د ټاکل شوې کریمیا سیمې مشر سرګي اکسینوف ویلي، توغندیز برید تېره شپه شوی او پل ته د اوښتو زیانونو ارزونه روانه ده.

تر اوسه اوکرایني لوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG