د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

اروپايي ټولنې پر روسيې د بنديزونو بله بسته هم تاييد کړه


د اروپايي ټولنې په پارلمان د اوکراین او د دې ټولنې بیرغ
د اروپايي ټولنې په پارلمان د اوکراین او د دې ټولنې بیرغ

اروپایي ټولنې پر اوکراین د جګړې له کبله پر روسیې د بندیزونو ۱۱مه بسته تایید کړه.

پر روسیې د لګول شویو یوولسم پړاو بندیزونو هدف تر ډېره هغه کمپنۍ او شرکتونه دي چې د اوکراین په جګړه کې د کریملین ملاتړ کوي.

دغه خبره د اروپایي کمېسیون مشرې اورسلا فون دیر لاین پرون چهارشنبه د بندیزونو د دغې بستې له تایید وروسته وکړه.

نوموړې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، له دې بندیزونو سره به هغو موادو ته د روسیې لاسرسی بند شي چې د بندیزونو په لېست کې شامل شوي دي.

د دغو بندیزونو یو هدف دا دی، څو هغه هېوادونه چې له اروپا سره تجارت لري ونه‌شي کړی د اروپا له لارې روسيې ته د جګړې لپاره مواد او تخنیکي وسایل ولېږي.

دا بندیزونه له اروپایي ټولنې نه دریمو هېوادونو ته د هغو حساسو موادو او تخنیکي وسایلو صادرات محدودوي چې ویره شته راتلونکې کې روسیې ته انتقال شي.

دغه درېیم هېوادونه د روسیې ګاونډیان لکه ارمنستان، قزاقستان او قرغزستان او دغه راز چین، متحده عربي امارات او ترکیه بلل شوي چې د اروپایي ټولنې محصولاتو ته یې د تقاضا لوړوالي له ډېرې مودې راهیسې دغه ټولنه اندېښمنه کړې ده.

پر روسیې د اروپایي ټولنې د بندیزونو یوولسمه بسته کې ۷۱ کسان او ۳۳ بنسټونه له اروپایي ټولنې منعه شوي او دغې ټولنه کې یې هر ډول پانګه کنګل کېږي.

پر دې سربېره د بندیزونو دغې بسته کې د اروپایي ټولنې دننه د روسیې تر کنټرول لاندې د پنځو رسنیزو بنسټونو د فعالیت د جواز تعلیق تمدید شوی دی.

دغه راز د اروپایي ټولنې بندرونو ته د هغو بېړیو انتقال منع شوی چې شک پرې کېږي د روسیې خام تېل یا نفتي مواد په‌کې بار وي.

روسیې تر اوسه د اروپایي ټولنې پر دغو بندیزونو تبصره نه‌ده کړې.

روسیې د تېر کال په فبروري کې پر اوکراین ناموجه یرغل پيل کړی چې لا هم دوام لري او د پای ته رسېدو هېڅ څرک یې نه معلومېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG