د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

پر دنیپرو د روسیې بریدونه؛ زیلینسکي خپله کاري ورځ په دې ښار کې پیل کړې


د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي نن دنیپرو ښار ته تللی، هغه ښار چې څو ځله پرې روسي ځواکونو بمباري کړې.

هغه پر خپل تلګرام چېنل لیکلي چې نن پنجشنبه یې خپله کاري ورځ په دنیپرو ښار کې پیل کړې ده.

دنیپرو د اوکراین په مرکزي برخه کې پروت هغه ښار دی چې څو ځله پرې روسي پوځیانو هوایي بریدونه کړي دي.

زیلینسکي لیکلي، دغلته یې له سیمه ییزو مسولانو سره د اوکرایني ځواکونو پر تجهیز، د هوایي مدافع پر سمې کارونې او د هوایي سپر د پياوړتیا په اړه خبرې کړي دي.

هغه داسې مهال له کیفه بهر سفر کوي چې روسیې پر اوکراین تېره شپه د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو تازه بریدونه کړي دي چې ملکیانو ته یې د سر او مال زیان اړولی دی.

دغه بریدونه تر ډېره پر اودیسې بندري ښار باندې شوي چېرته چې د اوکراین د غلو دانو زیرموتونونه موقعیت لري.

د اودیسې والي اوله کیپر نن سهار ویلي چې د تور سمندر له یوه اوبتله کالیپر توغندي پر دغه ښار لګېدلي چې یو ساتونکی په کې وژل شوی او د اودیسې بندر ترمینل یې زیانمن کړی دی.

روسیې وروسته تر هغه د اوکراین پر اصلي بندر اودیسې بریدونو ته زور ورکړی چې مسکو تېره اوونۍ د اوکراین د غلو د صادراتو هوکړه چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب لاسلیک شوې وه، تمدید نه کړه.

اوکرایني چارواکو ویلي، روسیې تراوسه دغلته د غلو ۲۶ زیرمه تونونه په نښه کړي او لسګونه ټنه غله یې له منځه وړې ده.

د اوکراین چارواکو ویلي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲ ملکیان د دغه هېواد په ختیځو سیمو کې د روسیې په حملو کې وژل شوي دي.

همهاله د ناټو د سرمنشي مرستیال میرچا جوانا ویلي چې روسیه نړیوالو قوانینو او هغو خلکو ته درناوی نه لري چې په ټوله نړۍ کې د اوکراین غلو-دانو ته سترګې پر لاره دي.

د جوانا په خبره، ناټو تړون له خپلو متحدانو سره په تور سمندرګي کې د اوکراین ملاتړ ته تر هغو دوام ورکوي چې اړتیا یې وي.

روسیې بیا ویلي، دوی د اوکراین د غلو د صادراتو هوکړه ځکه تمدید نه کړه چې په خبره یې شرطونه یې نه دي منل شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG