د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

د اوکراین رغونې لپاره د یونیم میلیارد یورو مالي مرستې اعلان وشو


د اروپايي ټولنې د بیرغ ترڅنګ د اوکراین بیرغ
د اروپايي ټولنې د بیرغ ترڅنګ د اوکراین بیرغ

اروپايي ټولنې پرون د اوکراین د اساسي تاسیساتو د رغونې لپاره د یونیم میلیارد یورو د مالي مرستې اعلان وکړ.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا وان دیرلین په خپل ټویټر کې خبر ورکړی، چې اروپايي ټولنې پرون سې شنبه اوکراین ته د یونیم میلیارد یورو په ارزښت مالي مرسته ورکړه، چې یو اعشاریه ۶۶ میلیارده ډالره کېږي، څو خپلې دولتي چارې جاري وساتي او خپل اساسي تاسیسات بېرته ورغوي.

د اروپايي کمېسیون ویاندې ویرله نویس هم پرون په بروکسل کې د دغه کمېسیون په یوه کنفرانس کې اوکراین ته د دې مالي مرستې خبر ورکړ.

نویس وویل: "نن اوکراین ته د یو اعشاریه پنځه ملیارده یورو په ارزښت نوره مرسته برابروو، چې اوکراین ته د پلس بستې په نوم د مالي مرستې شپږمه برخه ده او دا د روان میلادي کال لپاره د ۱۸ ملیارده یورو یا د ۱۹ اعشاریه ۸ ملیارده ډالرو په ارزښت د مرستې یوه برخه ګڼل کېږي. تر اوسه د دې بستې له مخې اوکراین تر اوسه لس اعشاریه پنځه ملیارده یورو چې د یوولس اعشاریه پنځه ملیارده ډالرو معادل کېږي ترلاسه کړي دي."

په همدې حال کې د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زیلینسکي سره پرون سې شنبه په ټلیفوني تماس کې د اوکراین د غله جاتو د صادراتو د جریان پر تضمین خبرې وکړې.

سوناک نړیوالو بازارونو ته د دغو غله جاتو د صادراتو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د بریتانیا د صدراعظم د دفتر په اعلامیه کې د ریشي سوناک له قوله راغلي چې ویلي یې دي، چې لندن له انقرې سره په نږدې همکارۍ هڅه کوي چې د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غله جاتو د صادراتو لپاره موافقه بیا احیا کړي.

سوناک ویلي، بریتانیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي مشري پر غاړه لري او د روسیې د اقداماتو د غندلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوکراین، پر بندري ښار اودیسه او پلازمېنه کییف د روسیې د تازه هوايي حملو خبر ورکړی دی.

په وروستیو ورځو کې د روسیې حملو، د اوکراین د غذايي توکو د صادراتو تاسیسات له دې ډلې د ناټو د غړي هېواد رومانیا سرحد ته نږدې د دانیوب بندرونه په نښه کړي دي.

کرملین تېره اوونۍ د اوکراین د غله جاتو د صادرولو هغه موافقه چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب لاسلیک شوې وه، تمدید نه کړه.

دې موافقې نورو ځایونو ته د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غله جاتو خوندي صادرېدو ته زمینه برابره کړې وه.

کییف په وروستیو کې مسکو په اوکراین کې د غله جاتو پر زېرمو او اساسي تاسیساتو په حمله تورن کړی دی.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، که د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غله جاتو د صادرېدو موافقه تمدید نه شي، دا په دې معنی ده چې تر ټولو زیانګالي کسان به تر ټولو درنه بیه پرې کوي.

XS
SM
MD
LG