د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

د نړیوال بانک نوی مشر: د شتمنو او بېوزلو هېوادونو لرې والی نړیوال اقتصاد ته خطرناک دی


 د نړیوال بانک نوی مشر
د نړیوال بانک نوی مشر

د نړیوال بانک نوی مشر اجې بنګا Ajay Banga وايي، د نړۍ د شتمنو او بې‌وزلو هېوادونو ترمنځ زیاتېدونکی واټن دا ګواښ رامنځته کوي چې په مخ پر ودې هېوادونو کې بې‌وزلي لا زیاته شي.

په هند کې زېږېدلی بنګا، چې د متحدوایالتونو تابعیت لري او د ولسمشر جوبایډن له‌خوا دغې دندې ته وړاندیز شوی، په تېره میلادي میاشت کې یې نوی کار پيل کړ.

نوموړي نن د جي شل ډلې د غړو هېوادو د مالیې وزیرانو او د مرکزي بانکونو د مشرانو غونډې ته وویل، وېرېږي چې د پرمختګ د سوکه‌والي له کبله به نړیوال اقتصاد له خطر سره مخامخ شي.

اجې بنګا د هند د ګجرات ایالت په ګاندي نګر ښار کې دې دوه ورځنۍ غونډې ته چې نن پای ته ورسېده د وینا پرمهال وویل، هغه څه چې دی یې هره شپه په اړه فکر کوي هغه بې باوري ده چې د ځمکې د شمال او جنوب ترمنځ په خاموشۍ سره واټن زیاتوي.

هغه زیاته کړه، چې د جنوبي نیمه کرې محرومیت د درک وړ دی، ځکه د ده په وینا په ډېرو برخو کې د شمالي نیمه کرې د سوکالۍ لویه برخه جنوب پرې کوي.

د نړیوال بانک مشر وویل: بې‌وزلي هېوادونه اندېښنه لري چې سرچینې ښايي د دوی پرځای د اوکراین بیارغونې ته ځانګړي شي، هغوی داسې انګېري چې د انرژۍ اړوند مقررات پر ټولو یوشان نه تطبیقېږي او وېره لري چې د بې‌وزلۍ منګولې به د یو بل نسل پر ستوني ښخې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ ډېری هېوادونه هڅه کوي د کوویډ ۱۹ د وبا او د اوکراین د جګړې له غبرګو اقتصادي زیانونو ځانونه وژغوري.

افغانستان هم د نړۍ له ډېرو فقر ځپلو هېوادونو څخه دی- ارشیف
افغانستان هم د نړۍ له ډېرو فقر ځپلو هېوادونو څخه دی- ارشیف

دغې جګړې په نړۍ کې د سونګ توکو او خوراکي موادو بیې په بې‌ساري ډول لوړې کړې.

په عین حال کې، د چاپيریال اغېزو هم د ځینو بې‌وزلو هېوادونو اقتصاد سخت ځپلی دی.

د جي شل غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې روسیې پرون- دوشنبې د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلې د صادراتو د تړون له تمدید څخه ډډه وکړه.

دغه اقدام د ملګرو ملتونو سخت انتقاد وپاراوه.

یاد شوي سازمان خبرداری ورکړی و، چې د مسکو د دې پرېکړې زیان به د نړۍ تر ټولو بې‌وزلي خلک وګالي.

د جرمني د مرکزي بانک مشر یواخیم ناګیل فرانسپرس خبري اژانس ته وویل، په دې غونډه کې پر دې هم بحث وشو، چې څنګه باید له زیانګالو هېوادونو سره مرسته وشي.

هغه زیاته کړه چې د ډېرو هېوادونو لپاره دا اقدام عجیب ښکاره شو او روسیه یې له دې کبله ګرمه بلله.

XS
SM
MD
LG