د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۶

لوکاشینکا پوتین ته په شوخۍ وویل: د واګنر کسان غواړي لویدیځ ته لاړشي


د روسیې او بېلاروس د مشرانو نننۍ لیدنه
د روسیې او بېلاروس د مشرانو نننۍ لیدنه

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین نن په سنټ پټرزبرګ کې د بېلاروس له رهبر الکساندر لوکاشینکا سره وکتل.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د بېلاروس له رهبر الکساندر لوکاشینکا سره د اوکراین پر وضعیت هم خبرې وکړې.

لوکاشینکا د شوخۍ په توګه ویلي، د روسیې د اجیرو پوځیانو شرکت یا واګنر چې د بېلاروس د پوځیانو په روزنه بوخت دی، اوس د ناټو د غړي هېواد پولنډ پر لوري مخګې تګ ته لېواله دی.

د بېلاروس رهبر ویلي، د واګنر کسانو پر موږ فشار پیل کړی او دوی غواړي چې د لوېدیځ پر لوري مخکې لاړ شي. درځئ چې [د پولنډ پلازمېنې] وارسا او ژیشوف ښار ته په سفر لاړ شو.

د ناټو غړي هېواد پولنډ، بېلاروس ته د واګنر ځواکونو د رسېدو په ځواب کې د بېلاروس پر پوله خپلو اضافي پوځیانو ته د ګمارلو امر کړی دی.

دا وروسته له هغې، چې تېره میاشت واګنر شرکت په روسیه کې لنډمهاله بغاوت پیل کړ او بیا یې خپل پوځیان د بېلاروس پر پوله ځای پر ځای کړل.

د واګنر شرکت مشر یوګیني پرګوژین هغه وخت د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو او لوی درستیز والیري ګراسیموف د لیرې کېدو غوښتنه کړې وه.

پرګوژین د جون پر ۲۴مه ویلي وو، چې دا د روسیې د پوځي مشرتابه ناسم مدیریت دی چې په لومړۍ کرښه کې زرګونه جنګیالي مري او پراخې سیمې له لاسه وتلې دي.

د روسیې ولسمشر په داسې حال کې د بېلاروس له رهبر سره وکتل، چې مسکو دوه ورځې مخکې خبرداری ورکړ، چې د روسیې پر متحد بېلاروس هر ډول تهاجم به پر روسیې حمله وګڼل شي.

بېلاروس ته نږدې د پولنډ ځواکونه
بېلاروس ته نږدې د پولنډ ځواکونه

پولنډ تېره اوونۍ د بېلاروس پر پوله د خپلو پوځي قطعاتو د ځای پر ځای کولو پرېکړه وروسته له هغې وکړه، چې لومړی د روسیې د واګنر شرکت ځواکونه بېلاروس ته ورسېدل.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي، مسکو به د مینسک پر خلاف د هر ډول خصومت په وړاندې هر ممکنه اقدام وکړي.

بېلاروس که څه هم خپل ځواکونه په مستقیم ډول اوکراین ته نه دي لېږلي، خو لوکاشینکا مسکو ته زمینه برابره کړې چې پر اوکراین د یرغل لپاره د بېلاروس خاوره وکاروي.

روسیې پر اوکراین د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې یرغل پیل کړ، چې لا هم دوام لري، دا له هغې راهیسې شپږم وار دی چې لوکاشینکا له پوتین سره ګوري.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، الکساندر لوکاشینکا ته په خبرو کې ویلي، چې د اوکراین ځوابي-پوځي عملیات ناکام شوي دي.

روسي اژانسونو د لوکاشینکا خبرې رااخیستي چې ویلي یې دي، دا ډول ځوابي عملیات له سره شته نه، خو پوتین ویلي، دا پوځي عملیات شته، خو ناکامه شوي دي.

اوکراین خپل هغه ځوابي پوځي عملیات تېره میاشت پیل کړل، چې له اوږدې مودې یې انتظار کېده، خو د روسي ځواکونو په وړاندې لږې لاسته راوړنې لري.

روسي ځواکونو د تېرې نږدې ۱۷ میاشتنۍ جګړې پر مهال د اوکراین څه باندې یو پر شپږمه برخه خاوره نیولې ده.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ګډو ځواکونو قوماندان جنرال مارک میلي تېره سې شنبه ویلي وو، چې د اوکراین اقدامات ناکام شوي نه دي، خو دا مقابله به سخته او خونړۍ وي.

XS
SM
MD
LG