د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

د برېتانیا صدراعظم د اوکراین ولسمشر سره د تور سمندرګي پر وضعیت ټلیفوني خبرې وکړې


 د برېتانیا صدراعظم ریشي سوناک د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره - ارشیف
د برېتانیا صدراعظم ریشي سوناک د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره - ارشیف


د برېتانیا صدراعظم ریشي سوناک، د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره په ټلیفوني اړیکه کې د اوکراین د غلې د صادراتو په اړه خبرې کړي.

سوناک د دې خبرو پر مهال ټینګار وکړ ،چې اوکراین باید وکولای شي نړیوالو بازارونو ته د خپلې غلې صادرات واستوي.

د هغه د ویاند دفتر په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي سوناک له قوله راغلي چې وايي، برېتانیا له ترکیې سره ګډ کار کوي څو د اوکراین د غلې د صادراتو تړون احیا شي.

ښاغلي سوناک ویلي: برېتانیا به د ملګروملتونو د امنیت شورا د دوره یي مشر په توګه له خپل رول څخه ګټه واخلي او خپلو هڅو ته به دوام ورکړي څو روسیه د خپل چلند په خاطر وغندي.

خبرپاڼه زیاتوي چې روسیه په زیاتیدونکي ډول ګوري څو هغه تجارتي بېړۍ په نښه کړي چې د تور سمندرګي له لارې غله لېږدوي.

بیان یادونه کوي، چې برېتانیا له خپلو متحدانو سره په ګډه هلته وضعیت په احتیاط سره څاري.

د خبرپاڼې له مخ،ې سوناک همداراز زیلینسکي ته ویلي چې دی د اوکراین پر ادیسې ښار د روسیې د وروستیو حملو په پایله کې د ورانیو له وجې سخت خواشینی شوی.

په اوکراین کې د حاصلاتو د را ټولولو یو تازه انځور
په اوکراین کې د حاصلاتو د را ټولولو یو تازه انځور

خبرپاڼه د سوناک له قوله زیاتوي، چې برېتانیا به د نورو مهماتو او توغندیو په استولو سره د اوکراین د هوايي مدافعې او توپچي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

روسیه تېره اونۍ د تورسمندرګي له لارې د اوکراین د غلې د صادراتو له تړون څخه ووتله.

په همدې حال کې نن د اروپايي ټولنې د کرنې وزیران د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې راټول شوي دي څو له اوکراین څخه د غلې د لېږدولو پر لارو چارو بحث وکړي.

د اوکراین د غلې د صادراتو د تړون له لغو کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د اروپايي ټولنې دا وزیران غونډه کوي.

دې تړون هغو کښتیو ته چې د اوکراین له بندرونو څخه یې نورې نړۍ ته د غلې دانې صادرات لېږدول د خوندي تګ راتګ اجازه ورکوله.

همداراز په یوه جلا تړون کې د روسیې د غذايي موادو او سرې محصولاتو ته هم له دې لارې د تګ راتګ اجازه ورکول کېده.

په غونډه کې د جرمني د کرنې وزیر جیم اوزدیمیر Cem Ozdemir وویل چې د اوکراین غله په تړلو کانتینرونو کې د بالتیک د حوزې هېوادونو ته استول کېدای شي څو له هغه ځایه بیا نورې نړۍ ته ولېږدول شي.

XS
SM
MD
LG