د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

دفاع وزارت ته نږدې د بې پيلوټه الوتکو برید؛ مسکو ښاروال: جدي زیان او مرګ ژوبله نه لري


د پېښې سیمه
د پېښې سیمه

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې نن دوه بې پیلوټه الوتکې له ودانیو سره لګیدلي دي.

له نږدې دوو میاشتو راهیسې دا دویم ځل دی، چې د روسیې پلازمېنه مسکو د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو شاهد دی.

په تازه پیښه کې نن " دوشنبه د جولای ۲۴مه" سهار وختي دوه بې پیلوټه الوتکې په مسکو کې له ودانیو سره ولګېدې.

تاس خبري اژانس د بیړنیو خدمتونو د معلوماتو له مخې لیکلي، چې د یوې الوتکې ټوټې د مرکزي مسکو په کومسومولسکي واټ کې موندل شوي دي.

دغه ځای د دفاع وزارت له ودانۍ سره شاوخوا دوه کیلو متره واټن لري.

تاس لیکلي، چې بله الوتکه همدې سیمه ته نژدې په بل واټ کې پر یوې لوړپوړې ودانۍ چې کاري دفترونه په کې وو لګیدلي او ودانۍ زیانمنه شوې ده.

د روسیې دولتي اژانسونو راپور ورکړی، چې دواړه سړکونه د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت پر خپل ټیلګرام چېنل لیکلي، دوه بې پیلوټه الوتکې ( شنډې او سقوط شوي دي" او په خبره یې دا کار د اوکراین له خوا شوی دی.

اوکراین بیا په مسکو او د اوکراین په هغو سیمو کې چې روسیې لاندې کړي، په ښکاره د دغه ډول بریدونو مسولیت نه دی منلی.

د مسکو ښاروال سیرګي سوبیانین ویلي، دوه بې پیلوټه الوتکې نن سهار ۴ بجې پر دوو ناهستوګنیزو ودانیو لګیدلي چې په خبره یې " جدي زیان او یا مرګ ژوبله" نه لري.

د پېښې یوه بله څنډه
د پېښې یوه بله څنډه

نږدې دوه میاشتې وړاندې، د جوزا یا غبرګولي میاشتې په لومړیو کې هم پر مسکو د بې پيلوټه الوتکو بریدونه وشول چې روسیې چارواکو ترهګریز وبلل.

هغه مهال د روسیې چارواکو په وینا ۸ بې پيلوټه الوتکې د برید په هدف کارول شوې وې، چې دوه یې پر ودانیو لګیدلې وې او دوه تنه یې ټپیان کړي وو.

په مسکو کې د بې پيلوټه الوتکو تازه برید داسې مهال شوی چې روسي پوځیانو د اوکراین پر بندري ښار اودیسې باندې خپلو هوایي بریدونو ته دوام ورکړی دی.

پرون په دغه ښار کې د روسیې یوه توغندیز برید چې د ارتودوکس کلیسا پر یوې پخوانۍ ودانۍ وشو، یو تن وواژه او ۲۲ نور یې ټپيان کړل.

د راپورونو له مخې، روسیه په اودیسې ښار کې د اوکراین د غلو پر زیرمه تونونو بریدونه کوي او دا بریدونه وروسته تر دې پيل شوي، چې روسیې له اوکراینه د غلو د صادراتو هوکړه چې تېره اونۍ پای ته ورسېده، تمدید نه کړه.

د ارتودوکس پر کلیسا د روسانو تر پروني برید وروسته د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وویل چې پر ښارونو، هستوګنیزو سیمو او عبادت ځایونو دا بریدونه به بې غچه نه پاتې کیږي.

XS
SM
MD
LG