د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

د روسي ځواکونو د بریدونو دوام؛ د اوکراین په رومني کې د یو ښوونځي ۲ کارکوونکي وژل شوي


د اوکرایني رومني هغه ښوونځی چې د روسي ځواکونو په بریدونو کې ویجاړ شوی او ژغورنکي کسان د ژغورنې پر مهال لیدل کېږي.
د اوکرایني رومني هغه ښوونځی چې د روسي ځواکونو په بریدونو کې ویجاړ شوی او ژغورنکي کسان د ژغورنې پر مهال لیدل کېږي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر نن پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویټر لیکي، د روسیې په بریدونو کې په شمال ختیځ کې د روسيې سره سرحد ته نږدې پرته د رومني په نوم ښارګوټي کې د یوه ښوونځي دوه کارکوونکي وژل شوي دي.

هغه ویلي چې ښوونځی په بشپړ ډول ویجاړ شوی او دوه تنه لا هم تر ماتو ګوډو لاندې بند پاتي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوکرایني چارواکو نن ویلي، د روسيې بې پیلوټه الوتکو د څلورو پرله‌پسې ساعتونو لپاره د اودیسې پر بندري ښار بمباري کړې ده.

ویل شوي چې په دې بریدونو کې تاسیساتو ته زیان رسېدلی او د غَلو سیلوګانو هم اور اخیستی ده.

د اوکراین پوځ ادعا کړې چې د هوايي مدافع سیستم په مرسته يې په ایراني کې جوړې شوې هغه ۹ بې پیلوټه الوتکي ویشتي چې په سیمه کې د اور لګېدو لامل شوې وې.

ویل شوي چې دا اور نن سهار مهار شوی دی.

اوکرایني چارواکو ویلي چې دې بریدونو مرګ‌ژوبله نه ده اړولې.

پر اوکراین د تازه بریدونو راپورونه په داسې حال کې دي چې روسیې چارواکو ادعا کړې چې بې پیلوټه الوتکو د دوی پر خاروه بریدونه کړي دي.

د بلګراد والي ویاچسلاو ګلادکوف پر خپل ټیلګرام لیکلي، اوکرایني چارواکو انفجاري مواد له بې پیلوټه الوتکو د خلکو پر ګڼه ګونه غورځولي چې درې تنه په کې وژل شوي دي.

هغه د دې اعاد هم کړی چې دوه نور بمونه هم له دې بې پیلوټه الوتکو د روسیې پر خاوره غورځول شوي دي.

دا ادعاګانې په مستقله توګه نه دي تایید شوي او اوکرایني چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې ادعا ساعت وړاندې، د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی و چې د شپې په جریان کې پر مسکو د بې پیلوټه الوتکو برید شوی دی.

د دغه وزارت په خبره، دوه اوکرایني بې پیلوټه الوتکې يې ویشتي او یوې بلې الوتکې بیا خپل کنټرول له لاسه ورکولو وروسته په مسکو کې له یوې سوادګریز ودانۍ سره ټکر کړی دی.

روسي چارواکو ادعا کړې چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې مسکو څو ځلې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونه ښکار شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG