نړۍ
زیلنسکي د سربیا له ولسمشر سره خپله لیدنه ګټوره وبلله
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وايي، له خپل سربي سیال الکساندر ووچیچ سره يې پرانیستې، صادقانه او ګټوره لیدنه درلوده.
زیلنسکي نن پر خپلې ایکس شبکې يا پخوانۍ ټویټر دا خبره کړې او زیاته کړې: "د ملګرو ملتونو منشور د درناوي، د پولو د ساتنې او زموږ د ملتونو د راتلونکې په اړه په ګډ اروپايي کور کې ښې خبرې وشوې."
د اوکراین ولسمشر په خپلو خبرو کې د دوه ارخیزو اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو په ګټه وباله.
سربیا د مسکو پخوانی متحد او د لودېدیځ له هغو بندیزونو سره چې پر روسیې يې لګولي دي خپل مخالفت څرګند کړی دی.
دا بندیزونه پر اوکراین د روسیې د غیر موجه یرغل په ځواب کې لګول شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په جرمني کې د یو پولیس تر ټپي کېدو وروسته د یوه اپارتمان تالاشي اخیستل شوې
د جرمني په منهایم ښار کې د چړې په وسیله له یوې حملې وروسته، چې یو پولیس پهکې سخت ټپي شو، په هیسن ایالت کې د یوه اپارتمان تالاشي واخیستل شوه.
د جرمني د پولیسو یوه ویندوی نن شنبې وویل چې اپارتمان یې د تېرې شپې د حملې په تړاو تلاشي کړی دی.
حمله په اروپا کې د اسلام د یوې مخالفې ډلې د غونډې په لړ کې وشوه.
تراوسه پورې د برید انګېزه څرګنده نه ده.
ویل کېږي چې حمله کوونکی د پولیسو په ډزو ټپي شوی او روغتون ته وړل شوی دی.
ځینو رسنیو ویلي چې حمله کوونکی ۲۵ کلن او د افغانستان د هرات ولایت اوسېدونکی دی.
پاکستان د افغانستان پولې ته په نژدې سیمو کې د واکسین یو اوونیز کمپاین پیلوي
په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د مخنیوي پروګرام مسوولان وايي، د افغانستان پولې ته په نژدې سیمو کې د واکسین یو اوونیز کمپاین پیلوي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هیوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس پهکې ختم شوي نه دي.
د پاکستان د پولیو د مخنیوي پروګرام نن وویل چې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو په ۶۶ ولسوالیو کې تر ۵ کلونو کم عمره ماشومانو ته د دوشنبې له ورځې واکسیناسیون پیلوي.
ویل کېږي چې د دې کمپاین په ترڅ کې به په خیبرپښتونخوا کې ۳ میلیونه او پنځه سوه شپېته زره ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.
همداراز په بلوچستان کې اټکل کېږي چې یو میلیون او ۸ سوه ۸۴ زره ماشومان واکسین شي.
د کرکټ نړیوال شل اوره جام سیالۍ؛ د امریکا او کاناډا په سیالۍ پلېږي
د کرکټ د ۲۰۲۴ نړیوال شل اوره جام سیالۍ به نن د امریکا او کاناډا په سیالۍ پیل شي.
دا دوه هېوادونه د کرکټ په لوبه کې پخواني سیالان دي.
دواړو ګاونډیو هېوادونو لومړی ځل په ۱۸۴۴م کال کې په لومړني نړیوال جام کې ګډون کړی وو.
خو وروسته په شمالي امریکا کې د کرکټ لوبه پیک شوه او پر ځای یې په نورو هېوادونو کې زیات دود شوه.
د متحدو ایالتونو او کاناډا سیالي د ټکساس ایالت په ډبلیس ښار کې کېږي.
امریکا او وېسټ انډیز په ګډه د نړیوال شل اوره جام سیالیو کوربانه دي.
د کرکټ په سږنی نړیوال جام سیالیو کې ۲۰ هېوادونه په څلورو ګروپونو کې لوبېږي.
افغانستان په سي ګروپ کې له کوربه وېسټ انډیز، نیوزیلنډ، یوګنډا او پاپوا نیوګینې سره یوځای دی.
تراوسه پورې د جام د ګټلو په اړه د هېڅ لوبډلې په اړه وړاندوینه نه کېږي.
د دې جام بل کوربه وېسټ انډیز تراوسه پورې دوه ځلې نړیوال جام ګټلی دی.
د دې نړیوال شل اوره جام پایلوبه به د جون په ۲۹مه نېټه په وېسټ انډیز کې وي.
ایراني پولیسو د سیستان او بلوچستان په ایرانشهر کې دوه وسلهوال وژلي
د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ایرانشهر ولسوالي کې یې دوه وسلهوال وژلي دي.
دې قوماندانۍ زیاته کړې چې وژل شویو کسانو غوښتل چې په دې ولسوالي کې پر پولیسو برید وکړي.
د ایران خبري اژانسونو د پولیسو په قول ویلي چې دغو دوو کسانو د الله اکبر په نارې د پولیسو د ګزمې په لور برید وکړ، خو پولیسو په ځوابي برید کې ووژل.
ایراني رسنیو په دې اړه څه نه دي ویلي چې حمله کوونکي په کومه ډله پورې تړلي دي.
نړیوال جام؛ د تمریناتي سیالیو وروستۍ لوبه د هند او بنګلهدېش لوبډلو ترمنځ ده
ټاکل شوې چې د شل اوریز نړیوال جام د تمریناتي سیالیو لړۍ نن شنبه د هندوستان او بنګلهدېش ترمنځ تر سیالۍ وروسته پای ته ورسېږي.
یاده سیالي به د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې د امریکا د نیویارک په نوي جوړ شوي ناساو کاونټي لوبغالي کې پیل شي.
دا به د ناساو کاونټي په لوبغالي کې د کرکټ لومړنۍ سیالي وي.
افغانستان هم خپلې تمریناتي سیالۍ بشپړې کړې چې له سکاټلنډ یې وګټله او له عمان سره د ورښت له امله بې پایلې تمامه شوه.
د دې شل اوریز نړیوال جام لومړنۍ رسمي سیالي به هم د جون په لومړۍ نېټه د کوربه امریکا او کاناډا د لوبډلو ترمنځ پیل شي.
افغانستان به خپله لومړۍ سیالي د جون په ۴مه نېټه له یوګاندا سره ترسره کوي.
د ویلو ده چې افغانستان په لومړي ځل په ۲۰۱۰م کال د شل اوریز نړیوال جام سفر هم په وېسټ اینډیز کې پیل کړی و.
د ناټو عمومي منشي: ډاډه یم چې اوکراین له خارکییف دفاع کولای شي
د ناټو عمومي منشي وايي، اوس چې د ناټو غړو اوکراین ته په روسیه کې دننه د دوی لهخوا د ورکړل شویو وسلو په ذریعه پر عملیاتو ممنوعیت لیرې کړ، دی نور هم ډاډه شوی دی چې اوکراین د ختیځ ښار خارکییف دفاع کولای شي.
یینس سټولټنبرګ پرون د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غیررسمي غونډه کې د ګډون پر مهال د چک په پلازمېنه پراګ کې ازادۍ راډیو ته وویل، د اوکراین د متحدانو په پالیسې کې دا بدلون چې متحدوایالتونو پرون رسماً اعلان کړ او ورپسې جرمني هم د هغه ملاتړ وکړ مشروع اقدام دی ځکه د ده په وینا اوکراین په تېره په خارکییف کې د خپل ځان دفاع کوي.
د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون د پراګ په غونډه کې رسماً اعلان وکړ چې ولسمشر جوبایډن اوکراین ته د روسیې په خاوره کې دننه د امریکا په وسلو د حملو اجازه ورکړې ده.
د جرمني د حکومت ویاند هم پرون په یوه بیان کې وویل، برلین منلې چې کییف د هغو وسلو په ذریعه چې برلین یې ورکوي، د روسیې په قلمرو کې دننه د بریدونو د شنډولو لپاره حملې کولای شي.
خارکییف د روسیې د سرحد په ۳۵ کیلومتره واټن کې پروت ښار دی چې له نژدې درېیو اوونیو راهیسې د سرحد په اوږدو کې د روسیې د پوځي عملیاتو د نوې څپې له پیل وروسته په پرلهپسې ډول د روسی ځواکونو تر حملو لاندې دی.
روسیې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د خبریالې "السو کورماشېوا" د توقیف موده وغځوله
د روسیې یوې محکمې پرون یوځل بیا د ازادې اروپا/ازادي راډیو د خبریالې السو کورماشېوا د توقیف موده تمدید کړه.
د روسیې د کازان ښار محکمې په خپل حکم کې د مېرمن کورماشېوا د مدافع وکیل دا غوښتنه چې نوموړې دې په کورني توقیف کې وي رد کړه او په دې توګه یې د هغې د توقیف موده اګست تر پنځمې نېټې پورې وغځوله.
مېرمن کورماشېوا چې د روسیې او امریکا دوه ګونی تابعیت لري او په پراګ کې یې د ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې کار کاوه له تېرې اکټوبر میاشتې راهیسې د هغو تورونو په خاطر چې د رسنیو د آزادۍ مدافع ډلو بې بنسټه بللي، په روسیه کې په بند کې ده.
د محکمې په پرونۍ غونډه کې السو کورماشېوا شکایت وکړ چې په زندان کې دې ته کافي روغتیايي امکانات نه شته او اجازه نه ورکړل شوې چې له خپلې لور سره خبرې وکړي.
خیبرپښتونخوا کې ماین چاودنه؛ څلور سرتېري وژل شوي
د خیبرپښتونخوا په بنو سیمه کې د یوه ماین چاودنې د پاکستان د پوځ څلور سرتېري وژلي دي.
د پاکستان د پوځ یوه چارواکي د ازادي راډیو مشال څانګي ته د نوم نه ښودل په شرط ویلي، پېښه نن هغه مهال رامنځته شوه چې د سرتېرو موټر د بنو په جانیخېلو سیمه کې پر یو ماین وربرابر شو.
د دې چارواکي په خبره، په پېښه کې څلور سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
تراوسه چا د برید مسوولیت نه دی منلي.
دا پېښه وروسته له هغې ده چې د پاکستان پوځ د مې پر ۲۸مه ادعا کړې وه چې د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې يې د عملیاتو پر مهال ۲۳ وسلهوال وژلي دي.
د لوېدیځوالو ګډ بیان: شمالي کوریا دې روسیې ته د وسلو له لېږلو لاس واخلي
لوېدیځوالو نن په ګډ بیان کې له شمالي کوریا څخه وغوښتل چې روسیې ته د وسلو له لېږلو لاس واخلي چې په اوکراین کې یې استعمالوي.
دا بیان د امریکا متحد ایالتونو، اسټرالیا، بریتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، نیوزیلنډ او جنوبي کوریا لاسلیک کړ.
په دې بیان کې راغلي چې دوی د ملګرو ملتونړ له پرېکړه لیکونو د سرغړونې له امله د مسکو او پيونګ یانګ ترمنځ زیاتې همکارۍ سخت اندېښمن کړې دي.
په بیان کې له شمالي کوریا او روسیې غوښتل شوي چې د غیرقانوني وسلو له استولو ډډه وکړي.
د لوېدیځ متحدانو په دې بیان کې دا هم راغلي چې د دوی له لورې وروستي بندیزونه له پيونګ یانګ او مسکو سره د حساب ورکولو لپاره همغږي هڅې دي.
د پلازمېنې اسلاماباد په ځنګلونو کې اورونه لګېدلي
د پاکستان د پلازمېنې اسلاماباد په ځنګلونو کې اورونه لګېدلي دي.
یو شمېر راپورونه وایي چې د ګرمې هوا له امله دا اورونه لګېدلې، خو تراوسه چارواکو دا خبره نه ده تایید کړې.
په اسلاماباد کې د پولیسو افسر سهېل خان نن رویټرز اژانس ته وویل چې تراوسه څرګنده نه ده چې دا اورونه د تودې هوا له امله لګېدلي، که چا قصداً دې ځنګلونو ته اور ورته کړی، خو ستونزه دا ده چې د اسلاماباد غرنۍ سیمې ته اطفائیه نه شي پورته کېدای.
د اسلاماباد پولیسو د پېښې تحقیقات پيل کړې دي.
نن په اسلاماباد کې د تودوخې لوړه درجه د سانتي ګرید ۴۱ ته رسېدلې ده.