د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

پوتین: د واګنر د مشر وژل کیدل څېړم؛ د اوکراین ولسمشر: ټول پوهیږي، چې چا وژلی


د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین

د روسیې ولسمشر د واګنر د اجیرو جنګیالیو د ډلې د مشر یوګیني پریګوژین له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې د پیښې تحقیقات وخت نیسي.

هغه په غیر مستقیمه توګه د پرګوژین مرګ تایید کړ.

نوموړٍي وویل:

"د هوايي تراژیدۍ په اړه، لومړی، زه غواړم د ټولو قربانیانو کورنیو ته خپله ژوره خواخوږي څرګند کړم. دا تل یوه تراژیدي ده. په حقیقت کې، که وي، او لومړني معلومات ښیي، چې د واګنر کارمندان وو. زه غواړم په یاد ولرم، چې دغو کسانو په اوکراین کې د مبارزې په برخه کې زموږ سره د پام وړ ونډه اخیستې ده، موږ دا په یاد لرو، موږ پوهیږو، او موږ به یې هېر نکړو."

د پنجشنبې په ورځ، چې ولادیمیر پوتین د دې پیښې په اړه خپله ۲۴ ساعته چوپتیا ماته کړه همدارنګه یې زیاته کړه ،چې هغه پریګوزین د ۹۰ لسیزې راهیسې پیژاند.

دواګنر د اجیرو جنګیالیو وژل شوی مشر
دواګنر د اجیرو جنګیالیو وژل شوی مشر

پوتین وویل:

"زه پریګوژین د ۹۰ لسیزې له پیل راهیسې د اوږدې مودې لپاره پیژنم. هغه یو پېچلی برخلیک درلود او په ژوند کې یې جدي تېروتنې وکړې، مګر هغه ښې لاسته راوړنې هم درلودې. "

د روسیې ولسمشر د دغې الوتکې د لوېدو په اړه د څېړنو پیلېدو ته په اشارې سره وویل: موږ باید د رسمي څېړنو پایلو ته انتظار وباسو، چې وخت به ونیسي او د پېښې علت معلوم شي.

د روسيې د بېړنيو حالاتو وزارت د اګست په ۲۳مه نېټه اعلان وکړ، چې له مسکو څخه سنټ پيټرزبورګ ته پر لاره د «واګنر» ډلې اړوند د يوې شخصي الوتکې د لوېدو په پېښه کې د اوو مسافرو او درېيو عملې په ګډون ټول ۱۰ تنه وژل شوي دي.

روسي چارواکو د الوتکې د سپرلیو نوملړ خپور کړی، چې په کې د واګنر ډلې د مرستیال یوګیني پریګوژین او د هغه د مرستیال دیمیتري اتکین نومونه هم شامل دي.

دې پېښې پراخ نړیوال غبرګونونه راوپارول او داسې ګونګوسې ښایي ولادیمیر پوتین د جون په ۲۴مه د دغې ډلې د بغاوت په خاطر له یوګیني پرګوژین غچ اخیستی دی.

د بیلاروس ولسمشر روسیې ته د خپل سفر پر مهال له ولادمیر پوتین سره - ارشیف
د بیلاروس ولسمشر روسیې ته د خپل سفر پر مهال له ولادمیر پوتین سره - ارشیف

د واګنر ډلې چې مشري یې یوګیني پریګوژین کوي، چې څو میاشتې یې د اوکراین په پوځي یرغل کې د روسیې د پوځ تر څنګ جګړه کړې وه، د اوکراین په جګړه کې د دې هېواد د جګپوړو قوماندانانو د بې کفایتۍ له امله د مرکزي حکومت پر ضد پاڅون وکړ.

که څه هم بغاوت د بیلاروس د ولسمشر په مداخلې سره پای ته ورسید، ښاغلي پوتین د واګنر ډله او د هغه قوماندان په "خیانت" او "په شا کې په چړې وهلو" تورن کړ.

په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس د دوو امریکايي چارواکو په حواله ،چې نومونه یې نه دي اخیستي، ویلي چې ښايي د روسیې له دننه څخه توغول شوی «له ځمکې څخه هوا ته ویشتونکی توغندی» د الوتکې د نسکوریدو لامل شوی وي.

دواړو چارواکو په ورته وخت کې ټینګار وکړ، چې دا یوازې "لومړني معلومات" دي او تر څیړنې لاندې دي.

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلینسکي

له بلې خوا، د اوکراین ولسمشر د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د هغه هیواد د چهارشنبه په ورځ د الوتکې غورځیدو کې د یوګیني پریګوژین احتمالي مړینې سره "هیڅ کار نه لري".

ولودیمیر زیلینسکي په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "دا څرګنده ده چې موږ له دې وضعیت سره هیڅ تړاو نه لرو."

هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم هرڅوک پوهیږي چې چا دا کار کړی دی،"

XS
SM
MD
LG