نړۍ
د روسېې ولسمشر د واګنر ډلې د مشر کورنۍ ته تسلیت ویلی
د روسېې ولسمشر ولادمیر پوتین په روسیه کې د واګنر ډلې د یوې الوتکې له لوېدو وروسته په لومړنۍ تبصره کې د واګنر ډلې د مشر یفګیني پریګوژین کورنۍ ته تسلیت ویلی دی.
پوتین د تسلیت په دغه پيغام کې پریګوژین یو با استعداده شخص یاد کړی دی.
هغه الوتکه چې پریګوژین یې لېږدوه پرون له مسکو نه سن پیترزبورګ ته پر لاره ولوېده چې لس تنه په کې ووژل شول.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
روبیو: څرګنده نده چې د اوکراین جګړه به د خبرو له لارې پای ته ورسېږي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، لاهم څرګنده نه ده چې د اوکراین جګړې ته به د خبرو اترو له لارې د پای ټکی کېښودل شي.
روبیو د شنبې په ورځ په اتلانتا کې د جي شل هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په پای کې وویل، واشنګټن هڅه کوي معلومه کړي چې ایا د سولې هوکړې ته رسېدل ممکن دي که نه، خو اوس مهال د داسې هوکړې نښې نه لیدل کېږي.
بلخوا اروپايي چارواکو ازادي راډیو ته ویلي، روبیو په خصوصي خبرو کې په راتلونکو میاشتو کې د سولې د هوکړې او د ډسمبر میاشتې د میامي په سرمشریزه کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ګډون په اړه شک څرګند کړی دی.
روبیو همدارنګه ویلي چې د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو وېټکوف او جېرډ کوشنر د اوکراین او ایران د شخړو د حل لپاره هڅې کوي.
په جرمني کې د زرګونو ځوانانو اعتراضونه په تاوتریخوالي او له پولیسو سره په نښتو پای ته ورسېدل
د جرمني په څو ښارونو کې د زرګونو ځوانانو اعتراضونه، چې د رسنیو په وینا د فرانسې له اعتراضونو څخه په الهام اخیستو ترسره شوي وو، د شنبې په ورځ، د لړم په نهمه، له تاوتریخوالي او پولیسو سره په نښتو پای ته ورسېدل.
د جرمني د برلین او فرانکفورت په ګډون په څو ښارونو کې لسګونه زره ځوانان د شنبې په ورځ د«Gen Z regelt!» په نوم د ځوانانو د یوه خوځښت په بلنه واټونو ته راووتل او د ژوند د لګښتونو د لوړېدو او د ښوونځیو د وضعیت په ګډون یې د بېلابېلو ستونزو پر ضد اعتراضونه وکړل.
دغه اعتراضونه، چې په پیل کې په سوله ییزه او ارامه فضا کې روان وو، په پای کې په تاوتریخوالي واوښتل او پولیس اړ شول چې د اعتراض کوونکو د خورولو لپاره له مرچ لرونکو سپرېګانو او اوبو شیندونکو موټرو کار واخلي.
په ټولنیزو شبکو کې د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، یو شمېر اعتراض کوونکو پر پولیسو ډبرې او د اوبو بوتلونه ورګوزار کړي دي.
د جرمني په هامبورګ او کولن ښارونو کې هم پولیسو د ځوانو اعتراض کوونکو د خورولو لپاره له اوبو شیندونکو موټرو کار واخیست.
روبیو: ټرمپ تراوسه پر ایران د پوځي عملیاتو د بیا پیل پرېکړه نه ده کړې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ تراوسه د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو د بیا پیل پرېکړه نه ده کړې او واشنګټن لا هم د اختلافاتو ډیپلوماتیک حل ته چمتو دی.
روبیو د شنبې په ورځ په اتلانتا کې خبریالانو ته وویل چې له ایران سره اړیکې هېڅکله په بشپړه توګه نه دي پرې شوې او د قطر په منځګړیتوب خبرې روانې دي، خو د رسمي مذاکراتو د پیل نېټه لا نه ده ټاکل شوې.
هغه ټینګار وکړ چې امریکا به هېڅکله ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړي. روبیو همداراز ایران د سوداګریزو بېړیو او د سیمې د هېوادونو د انرژۍ تاسیساتو په ګواښلو تورن کړ.
بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تهران اوس مهال له امریکايي چارواکو سره مستقیمې لیدنې ته اړتیا نه ویني او خبرې به یوازې د ایران د شرطونو له منلو وروسته پیل شي. د تهران په شرطونو کې چې واشنګټن ته یې وړاندې کړي، د ایران پر بندرونو د امریکا د سمندري محاصرې پای ته رسول، د تېلو پر صادراتو د بندیزونو لرې کول او په ټوله سیمه کې د جګړو درول شامل دي.
د روسیې تر اشغال لاندې د اوکراین له اولیشکي ښار څخه د ملکي وګړو د ایستلو بهیر بشپړشو
اوکرایني چارواکي وایي، د دغه هېواد په جنوب کې د روسیې تر ولکې لاندې له اولیشکي ښار څخه د ملکي وګړو د ایستلو بهیر بشپړ شوی دی.
دا عملیات د امریکا د لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ په منځګړیتوب د لنډمهالي اوربند له مخې ترسره شول، چې ټاکل شوې د نومبر تر لومړۍ نېټې دوام وکړي. له دې ښاره د ایستل شویو کسانو د شمېر په اړه کره معلومات نشته خو لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ ویلي وو چې له ۷۵۰ څخه د زیاتو ملکي وګړو د ایستلو لپاره ۲۵ بسونه او امبولانسونه چمتو شوي دي.
دغه ملکي وګړي په بسونو کې له کومې پېښې پرته له سیمې ووتل. یو شمېر یې اوکراین او نور روسیې ته ولېږدول شول.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د شنبې په ورځ وویل، هغه کسان چې غوښتل یې اوکراین ته ولاړ شي، دغه هېواد ته رسېدلي دي. نوموړي د امریکا او میلانیا ټرمپ له منځګړیتوبه مننه وکړه او د سولې لپاره یې د نورو ګامونو غوښتنه وکړه.
مجتبی خامنه يي د امریکا او اسرائیل د ګواښونو پر وړاندې د بېړني او پراخ غبرګون امر کړی
ایراني رسنیو د ایران د مشر مجتبی خامنه يي په نوم د یوه خپاره شوي پیغام له مخې راپور ورکړی چې نوموړي د وسله والو ځواکونو لوړپوړو قوماندانانو ته امر کړی، څو هر احتمالي ګواښ ته "سمدستي، اغېزناک او له جغرافیایي محدودیت پرته" ځواب ورکړي.
د راپورونو له مخې، خامنه يي چې د روان کال د فبرورۍ له ۲۸ مې راهیسې، له کله چې پلار یې علي خامنه يي ووژل شو، په عام محضر کې نه دی لیدل شوی او نه یې هم تر اوسه کوم نوی انځور یا غږ هم خپور شوی، همدارنګه امر کړی چې د پوځي هدفونو نوملړ دې په داسې بڼه تازه شي چې د امریکا او اسرائیل ټولې مادي او غیرمادي شتمنۍ د ایراني ځواکونو د بریدونو په ساحه کې راشي.
د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز علي عبداللهي هم خبرداری ورکړی چې که امریکا او اسرائیل بیا پر ایران برید وکړي، د تهران ځواب به د تېرې جګړې په پرتله سخت او اغېزناک وي. د اکسیوس په ګډون یوشمیر رسنیو راپور ورکړی چې امریکا او اسرائیل په امریکا کې د نومبر د درېیمې د کانګرېس له منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران د پراخو بریدونو احتمال ارزوي.
دا ګواښونه په داسې حال کې خپرېږي چې قطر د ایران او امریکا ترمنځ د مستقیمو خبرو د بیا پیل لپاره منځګړیتوب کوي. د اکسیوس د راپور له مخې، په دغو هڅو کې پرمختګ شوی، خو تراوسه کومه موافقه نه ده شوې.
سعودي عربستان د یمن پر هغو سیمو چې د حوثیانو په کنټرول کې دي بمبار کړي
سعودي عربستان د یمن پر هغو سیمو چې د حوثیانو کنټرول کې دي بمبار کړی.
په حوثیانو پورې تړلو رسنیو پرون جمعه راپور ورکړی چې د سعودي عربستان جنګي الوتکو د یمن پر تعز، مارب او یو شمیر نورو سیمې بمبار کړي دي.
په عین حال کې د یمن حکومت د حوثیانو خلاف د عملیات خبر ورکړی دی.
بل پلو، د سعودي په مشرۍ د پوځي ایتلاف ویاند ترکي المالکي نن شنبه د هغه توغندي د شنډیدو خبر ورکړی چې حوثیانو د پلازمینې ریاض پر لور غوتولی و.
د مالکي په خبره چې خلکو ته ځاني زیان نه دی رسیدلی.
په وروستیو اوونیو کې پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه زیات شوي دي.
د ایران له ملاتړه برخمنې حوثي ډلې په وروستیو کې څو ځلې د سعودي د پلازمینې ریاض پر نړیوال هوايي ډګر بریدونه وکړل چې مرګژوبله یې هم درلوده.
په تهران کې د قطر په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ مذاکراتو کې مثبت پرمختګ شوی
امریکايي ویب پاڼه اکسیوس راپور ورکړی چې په تهران کې د قطر په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ په ۱۲ساعته مذاکراتو کې ((مثبت پرمختګ)) شوی دی.
د اکسیوس په خبره منځګړي به په دوحه کې دې مذاکراتو ته دوام ورکړي.
اکسیوس نن شنبې د ډېپلماتیکو سرچېنو په حواله ویلي چې دغه مذاکرات پر ایران د بریدونو د بیا پیل د مخنیوي په موخه ترسره شوي دي.
دې سرچېنو وړاندې ویلي چې قطري منځګړي پرون له سپینې ماڼې سره په تماس کې وو، او په پایله کې یې مثبت پرمختګ رامنځته شو.
یو امریکايي چارواکي اکسیوس خبري اژانس ته ویلي چې لا هم د دواړو خواو ترمنځ پر ځینو مسایلو ژور اختلافات پر خپل ځای دي.
د راپورونو له مخې قطري منځګړو له ایرانه غوښتي چې د نړیوال اټومي انرژي سازمان څار ټیم ته اجازه ورکړي چې د دې هېواد له اټومي تاسیساتو کتنه وکړي او په مقابل کې به امریکا پر دې هېواد وضعه شوي بندیزونه لیرې کړي.
تراوسه ایراني چارواکو د دې وړاندېز په څه نه دي ویلي، خو وړمه ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي و چې منځګړو سره د ایران د اووه ورځینۍ طرحې په اړه خبرې شوي دي.
د سنټکام قوماندان: هرمز تنګي کې موږ یو، د ایراني ځواکونو څرک نهلګېږي
منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو قوماندان وايي د هرمز تنګي د پاسه د الوتنې پر مهالیې لاندې سمندر کې امریکايي تجهیزات او ځواکونه د ګزمې په حال کې لیدلي، خو د ایراني ځواکونو کوم اثر یې نهدی تر سترګو شوی.
امیرالبحر برد کوپر په یوه وېډیو کې چې د جمعې په ورځیې خپره کړه، سیمې ته د خپل وروستي سفر په هکله وویل چې د هرمز تنګي د پاسه د الوتنې پر مهالیې د بار ووړونکو، تېل او ګاز وړونکو بېړیو په شمول لسګونه سوداګریزې بېړۍ د حرکت په حال کې لیدلې دي.
کوپر زیاته کړه چې امریکايي پوځي تجهیزاتیې د سیمې په اسمان او اوبو کې لیدلي چې د دفاعي تدابیرو په چوکات کې د ګزمې په حال کې و.
د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) قوماندان وروسته وویل: "خو هغه څه چې ومونهلیدل، د سپاه پاسداران ځواکونه و. موږ دوی هلته هېڅ ونهلیدل."
امریکا او ایران دواړه د هرمز تنګي د بشپړ کنټرول ادعا کوي، هغه ستراتېژیکه سمندري لار چې د تېرې کب میاشتې په ۶مه نېټه د جګړې د پیل راهیسې پهکې ازاد سمندري تګ راتګ له جدي خنډونو سره مخ شوی دی.
د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د قطر منځګړي بیا تهران ته تللي
د قطر منځګړي یو ځل بیا تهران ته تللي، څو د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او هوکړې ته د رسېدو هڅې روانې وساتي.
رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ (د لړم اتمه) د یوه باخبره چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د قطري منځګړو خبرې له واشنګټن سره په همغږۍ ترسره کېږي، خو د نویو خبرو اترو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
دا په تېره یوه اوونۍ کې ایران ته د قطري منځګړو دوهم سفر دی. د ایران حکومت تر اوسه په رسمي ډول سفر نه دی تایید کړی.
قطري منځګړو دا سفر وروسته له هغه کوي چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضايي ته یو لیک واستاوه. د ځینو راپورونو له مخې، په دې لیک کې د مخامخ خبرو اترو د بیا پیلولو وړاندیز شوی و.
قطر تېره یکشنبه ایران ته د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه وړاندیز مسوده سپارلې وه، خو د ایران یوه جګپوړي چارواکي دغه وړاندیزونه «نه منونکي» بللي وو او ټینګار یې کړی و چې د اتومي پروګرام په اړه د تهران دریځ نه دی بدل شوی.
بایننس: په سایبري برید کې د ۶.۳ میلیارده ډالرو په ارزښت ډیجیټلي پیسې غلا شوې دي
د نړۍ د مجازي پیسو د تبادلې تر ټولو لویې ادارې «بایننس» خبر ورکړی چې د یوه سایبري برید له امله یې د شاوخوا شپږ میلیارده او ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ډیجیټلي شتمنۍ اغېزمنې شوې دي.
رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۳۰مه، راپور ورکړی چې د مجازي یا ډیجټلي پیسو د راکړې ورکړې د څارنې دوو امریکايي شرکتونو، «ټيآراېم لېبز» او «چېنانالېسز»، د دغه برید پړه د شمالي کوریا پر هکرانو اچولې ده.
د ټيآراېم لېبز په وینا، بریدګرو د بلاکچېن په ۱۰ شبکو کې د بایننس اړوند برېښنايي زېرمه په نښه کړې او د شتمنیو ډېره برخه یې په شاوخوا ۲۰ دقیقو کې بل ځای ته لېږدولې ده.
دغه شرکت ویلي چې د برید طریقه د شمالي کوریا له هکرانو سره تړلو پخوانیو سایبري غلاوو ته ورته ده او په لوړه کچه ډاډ لري چې د دغه هېواد هکران په برید کې لاس لري.
بایننس ویلي چې د مجازي پیسو په برخه کې له فعالو شرکتونو سره په همکارۍ یې تر اوسه د دغه برید اړوند شاوخوا درې میلیارد ډالره شتمنۍ کنګل کړې دي. خو د پاتې درې میلیارده او ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت شتمنیو برخلیک لا هم روښانه نه دی.
بایننس په یوه بیان کې ویلي چې لومړنۍ څېړنې ښيي، بریدګرو ښايي لومړی د دغه شرکت د یوه تخنیکي انجنیر لپټاپ ته ننوتی وي او له همدې لارې یې سایبري برید ترسره کړی وي.