د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

د بشري حقونو فعالان: روسیه د خپل تابعیت په بدل کې د منځنۍ اسیا کډوال د اوکراین جګړې ته لېږي


د روسیې د پوځ مشران په دفاع وزارت کې د کلنۍ غونډې پر مهال - ارشیف
د روسیې د پوځ مشران په دفاع وزارت کې د کلنۍ غونډې پر مهال - ارشیف

د بشري حقونو فعالان وایي، داسې عملي بیلګې یې پیدا کړي، چې ښيي د روسیې دفاع وزارت د روسیې د تابعیت په بدل کې د منځنۍ اسیا کډوال پوځي لیکو ته جذبوي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، په روسیه کې مېشت د منځنۍ اسیا تابعیت لرونکي او بې تابعیته کډوال دا مهال د روسیې لپاره د پوځي خدمتونو يو مهم هدف ګرځیدلی دی.

د بشري حقونو فعالې تاتیانا کوتلیار له ( 7x7) تلګرام چېنل سره په مرکه کې ویلي، چې په روسیه کې پنځو کډوالو له هغې سره پوځي لیکو ته د مجبورولو په اړه خبرې کړې دي.

د تاتیانا په خبره، دغې ډله کې د تاجکستان یو کډوال شامل دی، چې په پوځي لیکو کې د اجباري استخدام شکایت یې د روسیې کورنیو چارو وزارت ته هم رسیدلی دی.

د بشري حقونو دغې فعالې ویلي، دغه تاجکستانی کډوال چې نوم یې نه دی یاد شوی، د شکایت له ثبت وروسته له روسیې شړل شوی دی.

د بشري حقونو فعالې تاتیانا کوتلیار ویلي، دې د خپلو دغو شواهدو په اړه د بشري حقونو سیمه ییزو بنسټونو ته راپورونه هم ورکړي، خو تراوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د منځنۍ اسیا یوه لویه برخه کډوال له پخوا راهیسې روسیې ته پناه وړي - ارشیف
د منځنۍ اسیا یوه لویه برخه کډوال له پخوا راهیسې روسیې ته پناه وړي - ارشیف

روسي چارواکو تراوسه د بشري حقونو دفعالانو دغې ادعا ته چې له کډوالو په پوځي لیکو کې ګټه اخلي څه نه دي ویلي، خو د منځنۍ اسیا یوشمېر هېوادونو خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې په نورو هېوادونو کې له پوځي فعالیتونو ډډه وکړي.

په دې لړ کې تاجکستان او قرغیزستان له خپلو خلکو غوښتي، چې له هېواده بهر پوځي فعالیت یې د جزا د کوډ خلاف یو عمل دی.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په تېره اپریل میاشت کې هغه قانون توشیح کړ، چې په کې راغلي، که څوک د روسیې د پوځ سپکه ووایي، تابعیت له لاسه ورکوي.

په دغه قانون کې دا هم راغلي، چې که د روسیې د فدرالي امنیت اداره معلومه کړي، چې یو کس د هغوی ملي امنیت ته خطر پیښوي، امکان شته چې تابعیت له لاسه ورکړي.

د راپورونو له مخې، روسیه دا مهال د پنځه نیم میلیونه کډوالو کوربنه ده چې ډېره برخه یې د منځنۍ اسیا د هېوادونو اتباع دي.

په پوځي برخه کې له دغو کډوالو د استفادې راپورونه داسې مهال خپریږي، چې اوکراین کې د روسیې جګړه له اتلس میاشتو هم واوښته او لا یې هم د پای ته رسېدو څرک نه ښکاري.

XS
SM
MD
LG