د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

روسیه: د کریمیا د پله الوزونکې اوکرایني الوتکې مو نسکورې کړي؛ اوکراین: کریمیا سره د روسیې وصلونکی پل له منځه وړو


د روسیې او کریمیا ټاپو وزمې نښلونکی پل
د روسیې او کریمیا ټاپو وزمې نښلونکی پل

روسیه وایي، د اوکراین د سمندري ځواکونو درې بې پيلوټه الوتکې یې چې د کریمیا پر پله یې برید کاوه، نسکورې کړې دي.

دا هغه پل دی، چې کریمیا ټاپوزمه د روسیې له خاورې سره وصلوي.

بل لور ته اوکرایني پوځیان وایي دوی هڅه کوي، چې د جنوب ختیځ ښار میلیتوپول پر لور مخته شي او له کریمیا سره د وصل شوي پله لاره قطع شي.

د روسیې د دفاع وزارت په وینا، اوکراین د بې پيلوټه الوتکې په واسطه یو ځل د سپتمبر د لومړۍ نیټې په شپه او دوه ځله نن هڅه وکړه چې د کریمیا پر پله حمله وکړي.

کییف تر اوسه د دې بریدونو په اړه څه نه دې ویلي، خو د راپورونو له مخې د حملو له وېرې پر دې پله د درې ساعتونو لپاره د موټرو تګ راتګ بند شوی و.

اوکراین بیا بیا دا خبره کړې ده، چې د موټرو او ریلګاډو دا پل چې په اوکراین کې د روسیي ځواکونو لپاره د اکمالاتو استفاده ترې کیږي، د دوی مشروع نظامي هدف دی.

اوکراین مخکې هم پر دغه پله ځینې بریدونه کړي وو
اوکراین مخکې هم پر دغه پله ځینې بریدونه کړي وو

اوکراین چې کله د جولای په میاشت کې د کریمیا په لور د غځیدلي پله د موټر د تګ یوه برخه لږ ویجاړه کړه د روسیې له سخت غبرګون سره مخامخ شوه، حتی د اوکراین بیړۍ یې غرقې کړې.

د بې پيلوټه الوتکو د دغو بریدونو او د هغوی د ویشتلو راپورونه په داسې وخت کې خپاره شوې دي، چې اوکرایني ځواکونه هڅه کوي د اوکراین په جنوب ختیځ کې د زاپروژیا په سیمه کې پرمختګ وکړي او له دې لارې له کریمیا ټاپوزمه سره د روسیې له خاورې د وصل شوي پله لاره قطع کړي.

کریمیا ټاپوزمه روسیې په دوه زره څوارلسم کال کې له خپلې خاورې سره یوځای کړه او اوکراین اوس وایي چې د خپلې خاورې د دې برخې د نیولو هڅې کوي.

اوکرایني پوځیانو نن خبر ورکړ چې جنوب ختیځ کې یې د میلیتوپول د ښار په لور پرمختګ کړی دی.

د جمعې په ورځ د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي هم خبر ورکړ، چې اوکرایني ځواکونو د زاپروژیا په سیمه کې په وروستیو ورځو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG