د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

روسیې ته د اردوغان له سفر سره هم مهاله؛ روسیې د اوکراین د اودیسې پر صادراتي بندر بریدونه زیات کړي

د بریدونو یوه څنډه
د بریدونو یوه څنډه

د اوکراین په بندري ښار اودیسه کې چارواکي وایي، چې د هوایي دفاع ځواکونو یې دغلته د روسیې ۱۷ بې پیلوټه الوتکې ویشتلي او نسکورې کړې یې دي.

د اودیسې سیمه ییز والي اولیګ کیپر ( Oleg Kiper ) پر خپل ټیلګرام چېنل لیکلي چې دغو بریدونو کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

کېپر زیاته کړې چې د بریدونو له کبله د غلو دانو ګدامونه، د تولید ودانۍ، د کرنې ماشین الات او د صنعتي فابریکو تجهیزات ویجاړ شوي دي.

په اودیسې کې د دانیوب سیند وروسته له هغه د اوکراین د غلو د صادراتو په اصلي لاره بدل شوی چې تېره جولای میاشته کې روسیه د تور سمندر د غلو د صادراتو له هوکړې په شا شوه.

روسیې له دغې هوکړې تر شاتګ وروسته د اوکراین پر اودیسې او میکولایف سیمو بریدونه ډېر کړل، دا هغه سیمې دي چې د غلو د صادراتو د لېږد مهم بندرونه او تاسیسات په کې دي.

بل لورته: ټاکل شوې چې د روسیې او ترکیې ولسمشران ولادمیر پوتین او رجب طیب اردوغان د دوشنبې ورځې په ملاقات کې د دغې هوکړې پر بیا احیا کېدو سره سلا شي.

اردوغان د تورسمندر د غلو د صادراتو هوکړه د نړۍ د غذايي ثبات او د همدې سمندر د امنیت لپاره مهمه بللې ده.

د دغې هوکړې د بیا احیا کېدو هڅې داسې مهال کیږي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل د پای ته رسېدو کوم څرک نه ښکاري.

د روسیې او ترکیې ولسمشران - ارشیف

بل لورته د اوکراین چارواکو ویلي چې تېره شپه د روسیې یوه بې پیلوټه الوتکه د ناټو د غړي هېواد رومانیا پر خاوره لوېدلې او چاودلې ده، خو رومانیا دا رد کړې ده.

د اوکراین د جګړې په تړاو بل خبر دادی چې د دفاع وزیر یې اولکسي ریزنیکوف خپله استعفا وړاندې کړې ده چې دا په پوځي برخه کې یو لوی بدلون ښکاري.

د روسیې - اوکراین د جګړې له شدت سره د اوکراین ولسمشر د خپلووزیرانو بدلول هم پيل کړي
د روسیې - اوکراین د جګړې له شدت سره د اوکراین ولسمشر د خپلووزیرانو بدلول هم پيل کړي

د ریزنیکوف تر استعفا وړاندې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وویل چې د دفاع د وزیر د بدلولو پریکړه یې کړې او روستم عمروف یې پارلمان ته د دفاع د نوماند وزیر په توګه ور پیژندلی دی.

یو څلویښت کلن روستم عمروف اوکراینی سیاستوال دی چې د کریمیا د تاتار سیمې اوسیدونکی دی.

هغه تېر کال د اوکراین د دولتي املاکو د صندوق د مشر په توګه ټاکل شوی و.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي پرون یکشنبه ویلي، له روسیې سره تر ۵۵۰ ورځو جګړې وروسته یې د وزیرانو د بدلون پریکړه کړې ده.

هغه د دې ګام هدف نوې تګلارې او له پوځ او ټولنې سره د تعامل نوي چوکاټونه یاد کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG