د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

د پوتین او اردوغان لیدنه؛ د غلو د صادراتو تړون د موافقې احیا کېدو ته هیلې ښودل شوي


د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او چپ لور ته د هغه ترکی سیال رجب طیب اردوغان
د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او چپ لور ته د هغه ترکی سیال رجب طیب اردوغان

د ترکیې د ولسمشر یو جګپوړی سلاکار هیله من دی چې د ترکیې او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ نننۍ کتنه چې په سوچي ښار کې ترسره کېږي، د تور سمندرګي له لارې د غلو د صادراتو د موافقې له احیا کېدو سره مرسته وکړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین به نن په کتنه کې د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلو دانو د صادراتو پر موضوع ډېر تمرکز وکړي.

دا خبره د اردوغان د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار له یوې رسنۍ سره په مرکه کې کړې.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې اردوغان او پوتین به نن د تور سمندرګي په غاړه په سوچي تفریحي ښارګوټي کې سره وګوري.

د اردوغان د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار عاکف چغاتای کیلیچ له هابیر تلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې: "موږ په دې برخه کې مخکښ رول لوبوو او د غلې د د هلیز د عملي کولو لپاره په ټوله نړۍ کې قوي ملاتړ وینو. د اوسنۍ موافقې په اړه به په دې کتنه کې خبرې وشي او موږ محتاطانه خوشبین او هیله من یو چې یوه مثبته نتیجه به ترلاسه کړو ځکه اوسنی وضعیت پر ټولې نړۍ اغېز کوي."

د راپور له مخې د جولای له میاشتې راهیسې چې روسیه د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب په خوندي توګه د اوکراین د غلو دانو د صادراتو له موافقې وتلې، په دې وروستیو کې یې د تور سمندرګي په غاړه د ادیسه ښار پر جنوبي بندرونو بریدونه زیات کړي دي.

د تور سمندرګي یوه څنډه
د تور سمندرګي یوه څنډه

اوکرایني چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې روسي ډرون الوتکو د داریوب د سیند پر تاسیساتو چې د اوکراین د غلو د صادراتو لپاره ډېر مهم دي، برید وکړ چې په نتیجه کې یې لږترلږه دوه تنه ټپیان شول.

د ترکیې د ولسمشر سلاکار دغه راز وویل چې انقره په دې پوه ده چې د دغې موافقې پر وړاندې خنډونه شته، په تېره بیا په تخنیکي برخه کې یې او زیاته یې کړه چې روسیه له خپله اړخه د خپلو غلو د صادراتو او د پیسو د تادیاتو سیستم ته یې اندېښمنه ده.

هغه وویل، د دغې موافقې پر وړاندې د سویفټ، د پیسو د لېږد رالېږد نړیوال سیستم په څېر ځینې موضوعات څو اړخیزې ننګونې دي.

خو د نوموړي په وینا، په دې اړه د روسیې د ولسمشر پرېکړه مهمه ده.

د ترکیې د ولسمشر د دغه سلاکار په وینا، د دواړو ولسمشرانو، اردوغان او پوتین ترمنځ دوه اړخیزه غونډه به په دې برخه کې مهم رول ولوبوي.

د روسیې د تاس خبري آژانس ویلي چې د تور سمندرګي له لارې د غلو د صادراتو د بیا پیلېدو لپاره د ملګرو ملتونو له خوا په نویو وړاندیزونو کې پر روسیې ځینې بندیزونه لیرې کېږي.

د راپور له مخې د اروپا لپاره د روسیې د کرنیز بانک څانګې ته به اجازه ورکړل شي چې له سویفټ سیستم څخه کار واخلي او هم به په اروپا کې د روسیې د سرې د شرکتونو کنګل شوې شتمني آزاده شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG