د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

په تور سمندرګي کې د روسیې د سمندري ځواکونو پر یوه پوځي اډه حمله شوې


د روسیې پر هوايي اډې د حملې یو انځور
د روسیې پر هوايي اډې د حملې یو انځور

په تور سمندرګي کې د روسیې پر یوه لویه پوځي اډه او په کریمیا کې چې روسیې اشغال کړې، د بې‌پېلوټه الوتکو حملې شوې دي.

تېره شپه په تور سمندرګي کې د روسیې پر لوی ترینه پوځي اډه او کریمیا ټاپووزمې چې مسکو په غیرقانوني ډول له خپلې خاورې سره الحاق کړې، د بې‌پېلوټه الوتکو حملې شنډې کړای شوي دي.

دا حملې د دې سبب شوي چې د روسیې په یو له لویو بندرونو کې د کښتیو تګ راتګ د لنډ وخت لپاره وځنډول شي.

د روسیې دفاع وزارت نن سهار ویلي چې د سمندري ځواک دوو بې پېلوټه الوتکو د تور سمندرګي په نوفو رو سېسک کې د روسیې د سمندري ځواکونو پر یوه اډه حمله کړې ده.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، بې چلوونکو کښتیو د روسیې له هغو بېړیو په استفاده چې د سمندري ځواکونو د اډې ساتنه کوي، دغه بې پېلوټه الوتکې کشف او ویجاړې کړې.

تر دې مخکې د ټلګرام په کانال کې په سمندرګي کې د چاودنو راپورونه ورکړل شوي وو.

د روسیې ریا نووستي اژانس د کراسنودر سیمې د والي وینیامین کوندراتییف په حواله راپور ورکړی چې ویلي یې دي، په دې حمله کې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

دغه معلومات د خپلواکو سرچینو له خوا تایید شوي نه دي.

خو د اوکراین یوې استخباراتي سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د یوې سمندري بې پېلوټه الوتکې حمله، د اوکراین د امنیتي خدماتو ادارې له خوا شوې، چې د روسیې جنګي کښتۍ اوليني-ګورسکي ګورنیاک ته یې سخت زیانونه اړولي دي.

پر دغې کښتۍ الوتکې هم کېناستلی شي.

دغې سرچینې ویلي، دغه کښتۍ چې سخته زیانمنه شوې اوس نه شي کولی خپل جنګي ماموریتونه پرمخ بوځي.

دغه ادعا په بې پرې ډول نه ده تایید شوې.

د کسپین د پایپ‌لاین کنسورشیم چې په نوفو-رو-سېسک کې د تېلو د ترمینل چارې سمبالوي، ویلي که څه هم دغو تاسیساتو ته زیان نه و اوښتی او ټانکرونو ته د تېلو اچول روان وو، خو د بندر چارواکو د لنډ وخت لپاره د کښتیو هر ډول تګ راتګ ودراوه.

بلخوا د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د کریمیا پر فضا یې ۱۳ بې پېلوټه الوتکې ویشتلې دي، خو چا ته د سر او مال زیانونه نه دي اوښتي.

په ټولنیزو شبکو کې ویل شوي چې په 'فیو دو سیا' بندر کې د تېلو یوې زېرمې اور اخیستی او د ځینو چاودنو سبب شوی دی.

وروسته له هغې چې روسیې د اوکراین د غله جاتو د صادراتو د موافقې له تمدید ډډه وکړه، د تور سمندرګي په شاوخوا کې حملې زیاتې شوې دي.

د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب هغې موافقې د اوکراین غله جاتو ته د صادرېدو زمینه برابره کړې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG