د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

د مسکو یو بوخت هوایي ډګر د بې پېلوټه الوتکې له برید وروسته لږ وخت وتړل شو


د پېښې د ځای تصویر
د پېښې د ځای تصویر

د روسیې د پلازمېنې مسکو یو بوخت هوايي ډګر، د بې پېلوټه الوتکې د تېرې شپې تر یوې حملې وروسته د لنډ وخت لپاره وتړل شو.

د تېرې شپې په حمله کې یو تن ټپي شوی او دوې ودانۍ زیانمنې شوي، چې دفترونه په کې وو.

د روسیې د دولت تر ولکې لاندې ریا نووستي خبري اژانس هغه تصویرونه خپاره کړي، چې په کې ښکاري د مسکووا-سیټي تجارتي ساحې د یوه دفتر یو برج زیانمن شوی دی.

د روسیې دفاع وزارت راپور ورکړی، چې پر پلازمېنه مسکو یوه بې پېلوټه الوتکه ویشتل شوې او دوې نورې ظاهراً هدف ته تر رسېدو مخکې سقوط شوي دي.

دغه ادعاګانې په خپلواک دول تایید شوي نه دي.

د اوکراین د هوايي ځواکونو یوه ویاند نن یکشنبه په کییف کې ویلي، چې روسیه او ځانګړي ډول پلازمېنه مسکو کې هر وخت یو شی په فضا کې د الوت په حال کې وي.

یوري ایهنات ویلي: "یو څه چې لوړ غږ لري راروان وي، هېڅ پروا نه کوي که د روسیې چارواکي خپلې سترګې پټوي او وايي هرڅه یې نسکور کړي دي."

د هغه په وینا، د روسیې په قلمرو کې دننه د سولې په باب خبرې هېڅ کومه ګټه نه لري.

دا په یوه میاشت کې د خپل ډول له مخې څلورمه حمله ده، چې د بې پېلوټه الوتکو په ذریعه مسکو په نښه کوي.

د مسکو ځواکونه پر هوایي ډګر له برید وروسته
د مسکو ځواکونه پر هوایي ډګر له برید وروسته

د اوکراین پوځ نن وویل، چونر پُل چې کریمیا سیمه له اشغال شوې سیمې خرسون سره تړي، په پرونۍ حمله کې زیانمن شوی دی.

د خرسون په اشغال شویو سیمو کې روسي چارواکو ویلي چې د اوکراین د میزاییلو حملو کې په دې سیمه کې د رېګاډو اکمالاتي لارې په نښه شوي او د دې حملو د شنډولو ادعا یې کړې ده.

د روسیې دفاع وزارت دغه راز ویلي، چې ۲۵ بې پېلوټه الوتکو په کریمیا کې نامشخص اهداف ویشتلي او په وینا یې دغه ټولې الوتکې ویجاړې کړای شوي یا هم له کاره اچول شوي دي.

روسیې کریمیا ټاپووزمه په ۲۰۱۴م کال کې اشغال او بیا له خپلې خاورې سره الحاق کړله.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۶ حملې شوې دي.

بلخوا: د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هانا مالیار نن یکشنبه په ټلګرام کې لیکلي، چې د کییف ځواکونه د اوکراین د جنوبي سیمې زاپوریژیا د بیردیانسک او مېليتوپول پر لوري د ورو او یقیني پرمختګ په حال کې دي.

هغې لیکلي، چې د عملیاتو په ټولو استقامتونو کې جګړه دوام لري.

له دې هاخوا د اوکراین په شمال ختیځ کې د سومي ښار محلي چارواکو ویلي چې د روسیې د تېر ماښام په حمله کې یو ملکي تن وژل شوی او لږ تر لږه ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

په دې حمله کې د استوګنې یوه ودانۍ او یو ښوونځی هم زیانمن شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG