د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

بلېنکن: روسیه د اوکراین جګړې ته له شمالي کوریا وسلې غواړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

شمالي کوریا ته د سرګي شویګو له رسیدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، روسیه هڅه کوي چې په نړۍ کې له خپلو ټولو متحدانو وسلې واخلي.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، بلېنکن نن په استرالیا کې خبریالانو ته ویلي، هغه ګوري چې روسیه په هرځای کې د ملاتړ او وسلو د ترلاسه کولو په هڅه کې ده، څو وکولای شي په اوکراین کې خپله جګړه وغزوي.

بلېنکن د روسیې د وسلو د ترلاسه کولو په هڅه کې ایران ته هم اشاره کړې، چې په خبره يې ډېر شمېر بې پیلوټه الوتکې يې روسیې ته ورکړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په خبره، روسیه له دې بې پیلوټه الوتکو څخه د اوکراین د زېربناوو په له منځه وړلو او د ملکي وګړو د وژلو لپاره استفاده کوي.

د روسیې د دفاع وزیر د شمالي کوریا مشر سره
د روسیې د دفاع وزیر د شمالي کوریا مشر سره

شویګو د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره کتلي دي.

د پیونګ یانګ دولتي رسنیو دا لیدنه"دوستانه" بللې ده.

روسیه یو له هغو محدود شمېر هیوادونو څخه ده چې شمالي کوریا سره د ملګرتیا او اړیکو اوږد تاریخ لري.

د روسیې د دفاع وزیر په داسې حال کې شمالي کوریا ته سفر کوي، چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په جریان کې پرله پسې د ولسي مرګ ژوبلې راپورونه خپریږي.

د اوکراین په مرکز دنیپرو ښار کې د روسیې له راکټي برید وروسته د دغه هېواد په جنوب کې د سختې جګړې په دوام د ژغورنې او مرستې عملیات ځنډول شوي دي.

د اوکراین د بیړنیو خدماتو څانګې پرون اعلان وکړ، چې د پنجشنبې په ورځ د روسیې د توغندیو په برید کې د دوو ماشومانو په ګډون نهه تنه ټپیان شوي دي.

پر اوکراین د روسیې تازه توغندویي برید
پر اوکراین د روسیې تازه توغندویي برید

بریدونه د اوکراین د امنیتي خدماتو (SBU) د دفتر په ودانۍ او په یوې بلې ودانۍ شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د روسیې وروستی بریدونه "د روسیې راکټي ترهګري" بللې ده.

هغه زیانمنو خلکو ته د اړینو خدماتو په رسولو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې روسیې ته به د دې تیري، چې د اوکراین پر خلکو يې کړی د ځواب لپاره هر څه ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG