د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

اوکرایني چارواکي: د جدې غونډه کې د سولې وړاندیز پرته په بل کوم وړاندیز بحث نه دی شوی


د جدې خبرو اترو کې د چين، امريکا او اروپايي هېوادونو په ګډون د شاوخوا څلوېښتو هېوادونو چارواکو ګډون کړی و. August 6, 2023
د جدې خبرو اترو کې د چين، امريکا او اروپايي هېوادونو په ګډون د شاوخوا څلوېښتو هېوادونو چارواکو ګډون کړی و. August 6, 2023

د اوکراین حکومت وايي چې د سعودي عربستان په وروستۍ غونډه کې د کییف له وړاندیز پرته په اوکراین کې د سولې په اړه په بل کوم وړاندیز بحث نه دی شوی.

د اوکراین د ولسمشر دفتر وايي، په جده کې په وروستیو خبرو کې په دغه هېواد کې د سولې لپاره د کییف له وړاندیز پرته پر بل هېڅ وړاندیز بحث نه دی شوی او ګډونوالو هوکړه کړې چې په راتلونکو شپږو اونیو کې به بله غونډه کوي.

د ولسمشر زیلینسکي د دفتر مشر اندري یرمک وویل: "موږ به د یوې میاشتې یا یوې نیمې میاشتې په موده کې بله غونډه ولرو او د یوې سرمشریزې په لور به حرکت وکړو."

په دغو خبرو اترو کې د چين، امريکا او اروپايي هېوادونو په ګډون د شاوخوا څلوېښتو هېوادونو چارواکو ګډون کړی و.

یرمک چې د اوکراین د پلاوي مشري کوله وویل چې په خبرو اترو کې حاضرو ټولو استازو د اوکراین د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا بشپړ ملاتړ کړی دی.

په دغو خبرو کې هغه هڅه وکړه چې د کییف د سولې پلان ته وده ورکړي.

ولسمشر ولودومیر زیلینسکي پخپله هڅه وکړه چې اروپايي هیوادونو او د ناټو غړو هېوادونو ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې دغه لس ماده ایز پلان ته وده ورکړي.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

څارونکو ویلي چې د ملګرو ملتونو منشور ، د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته درناوی د دې پلان له مهمو ټکو څخه دي.

له بلې خوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د سعودي عربستان ناسته کم اضافي ارزښت هم نه درلود ځکه چې مسکو غونډې ته نه و بلل شوی.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت اعلامیې زیاته کړه چې دغه غونډه د روسیې له ګډون او د مسکو ګټو ته له پام پرته بې ګټې وه.

خو کرملین یو ځل بیا ویلي چې روسیه چمتو ده د خپلو شرطونو پر بنسټ د ډیپلوماټیک حل او جګړه پای ته ورسوي او جدي وړاندیزونو ته ځواب ووایي.

خو د اوکراین د ولسمشر سلاکار میخایل پودولیک یو ځل بیا د مسکو پخوانۍ غوښتنې رد کړې او ویې ویل چې دا غوښتنې مسکو ته وخت ورکوي چې د اوکراین په اشغال شویو سیمو کې ځان پیاوړی کړي.

هغه وویل: "په اوسني وضعیت کې په اوکراین کې د اوربند او د دښمنۍ هر ډول سناریو یوازې د یو شي معنی لري چې د روسیې لپاره رښتینې بریا او د پوتین لپاره شخصي بریا."

پودولیک په ایکس شبکه کې چې پخوا ټوېټر وو دا څرګندونې کړي.

نوموړي له ازادي راډيو سره په خپله تازه مرکه کې ويلي چې روسي ځواکونه بايد په بشپړه توګه له نيول شويو سيمو ووځي او په دې برخه کې به هېڅ ډول جوړجاړی ونه شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG