د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

چارواکي: مسکو پر اوکراین ۹ راکټي او ۵۷ هوايي بریدونه کړي


په اوکراین کې د روسيې د راکټي بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په اوکراین کې د روسيې د راکټي بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

په داسې حال کې چې پرون یو وار بیا د اوکراین په پلازمېنه کییف او نورو سیمو کې د هوايي حملو د خطر زنګ وغږول شو، د روسیې د پلازمېنې مسکو ښاروال وايي، چې پرون د اوکراین د یوې بې پېلوټه الوتکې حمله شنډه کړای شوې ده.

پرون ماسپښین د اوکراین پر پلازمېنه کییف او نورو سیمو د دویمې هوايي حملې د خطر زنګ په داسې وغږول شو، چې تر دې څو ساعته مخکې د روسیې یوې بې پېلوټه الوتکې د اوکراین د ختیځ ښار خارکییف د یوه پوهنتون لیلیه ویجاړه کړه.

د اوکراین چارواکو ویلي چې د هوايي حملو د خطر زنګ د دې لپاره وغږول شو، چې د روسیې د توغندیو او بې پېلوټه الوتکو د حملو احتمال و.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر پرون اعلان وکړ چې روسي ځواکونو په ۲۴ ساعتونو کې پر اوکراین ۹ راکټي او ۵۷ هوايي حملې کړې دي.

په مسکو کې د بې پیلوټه الوتکې برید له کبله یوې ودانۍ ته زیان اوښتی او امنیتي ځواکونه د پېښې د څېړنې پر مهال لیدل کېږي.
په مسکو کې د بې پیلوټه الوتکې برید له کبله یوې ودانۍ ته زیان اوښتی او امنیتي ځواکونه د پېښې د څېړنې پر مهال لیدل کېږي.

په همدې حال کې د روسیې د پلازمېنې مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي چې پرون د اوکراین د یوې بې پېلوټه الوتکې حمله شنډه کړای شوې ده، خو بیا هم یوه اداري برج ته زیان اوښتی او د مسکو یو عمده میدان د لنډ وخت لپاره وتړل شو.

دغه راز د کرملین ویاند دمتري پیسکوف پرون سې شنبه پر مسکو او د دې ښار په شاوخوا کې د بې پېلوټه الوتکې د بل برید په تړاو یوه کنفرانس ته وویل: "په واقعیت کې تهدید شته او دا ښکاره خبره ده، اقدامات شوي دي."

بل لوري ته د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان وکړ چې د پولنډ سفیر بارتوش چیچوکي یې د پولنډ د ولسمشر د دفتر د یوه چارواکي مارسین پرزیداچ د څرګندونو په تړاو احضار کړی دی.

اوکراین وايي د پولنډ دغه چارواکی د دې لپاره وربلل شوی چې د روسیې د تهاجم د مخنیوي لپاره یې له کییف سره د همکارۍ له کبله له اوکراین د قدراني غوښتنه کړې وه.

پرزیداچ په خپله یوه وروستۍ مرکه کې ویلي وو، د دې وخت راغلی چې اوکراین د پولنډ د مرستو، په ځانګړي ډول د روسیې له خوا د اوکراین د غله جاتو د صادراتو د مخنیوي، د ستونزې په حل کې د همکارۍ له کبله د پولنډ مننه وکړي.

د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زیلینسکي دفتر د مارسین پرزیداچ دا څرګندونې بې اساسه بللې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG