د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

اوکرايني چارواکي: سومي کې د روسي ځواکونو بريدونو ویجاړۍ رامنځته کړي


په سومي کې د روانو جګړو يوه څنډه
په سومي کې د روانو جګړو يوه څنډه


د اوکراین پوځي چارواکي وايي، په سومي ولایت کې پر سرحدي سیمو د روسیې د توغندیو بریدونه شوي، چې ویجاړي یې پېښه کړې ده.

د اوکراین د سومي ولایت پوځي ادارې نن شنبه د دغه ولایت پر سرحدي سیمو د روسیې د راکټي بریدونو خبر ورکړی، چې ویجاړي یې پېښه کړې ده.

نوموړې اداره زیاتوي، په دې بریدکې ډول ډول وسلې کارول شوي، چې د ګڼو چاودنو سبب شوې دي.

په دغو چاودنو کې د چا د مرګژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی، خو د پوځي ادارې د معلوماتو له مخې، د استوګنې ګڼې ودانۍ او کرنیز تاسیسات او وسایل زیانمن شوي دي.

دوه کورونه په نوفو-سلو-بودیڅک او د استوګنې درې ودانۍ په سیري-دینو-بودیڅک کې زیانمنې شوې دي.

سومي ولایت له روسیې سره پر پوله پروت دی، چې وخت ناوخت ورباندې د روسیې له خوا حملې کېږي.

۱۲ ورځې مخکې د همدغه ولایت په مرکز کې د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې ۳ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي وو.

په عین حال کې د اوکراین پوځ وايي، پوځیان یې په جنوبي سیمه زاپوریژیا کې د پرمختګ په حال کې دي او په ختیځ کې یې پر خارکیف او دونیڅک سیمو د روسیې د پوځ د برید مخه نیولې ده.

د اوکراین د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز دفتر پرون ماښام په خپلو ورځنیو اطلاعاتو کې ویلي، چې روسیې پر اوکراین ۴۳ هوايي او له سالوو دستګاوو په استفاده د توغندیو ۱۷ بریدونه کړي دي.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر وايي، د روسیې پوځ ښايي د کوپیانسک، لیمن، بخموت، افدییفکا او مارینکا ښارونو پر شا و خوا سیمو خپل عمده تمرکز ته دوام ورکړی.

پرون په دغو ښارونو کې د ۲۰ وسله والو شخړو راپور ورکړل شوی دی.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زيلينسکي له لوړ رتبه پوځي قوماندانو سره تر کتنې وروسته تېره شپه په خپله ویډیويي وینا کې د اوکراین وګړو ته وویل، دوی دې پوه شي چې روسي ځواکونو په جنوب او ختیځ کې ټولې ممکنې سرچینې په کار اچولي څو د اوکرایني سرتېرو د وړاندې تګ مخه ونیسي.

د اوکراین ولسمشر د یوې جګړه ځپلې سیمې لیدو ته ورغلی
د اوکراین ولسمشر د یوې جګړه ځپلې سیمې لیدو ته ورغلی

په داسې حال کې چې روسیې په ایران کې د جوړو شویو بې پېلوټه الوتکو کارول زیات کړي، پرون سهار د اوکراین په ګڼو سیمو کې د هوايي بریدونو د خطر زنګ وغږول شو.

سیمه ییزچارواکي په دغو پېښو کې د سر او مال د زیانونو خبر ورکړی دی.

چارواکي وايي د جنوبي سیمې دنیپروپیټروفسک د کریفیې ریه د صنعتي ښار پر فضا ۶ بې پېلوته الوتکې د اوکراین د هوايي مدافع له خوا ویشتل شوي او نسکورې شوې دي.

XS
SM
MD
LG