د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران له اوکراین سره د پیوستون په هدف غونډه کوي


د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورېل او د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیتري کولیبا دغه غونډه تاریخي بللې او ټینګار یې کړی چې اوکراین د اروپایي ټولنې په ۲۷ غړو هېوادونو کې خپل ځای لري.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورېل او د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیتري کولیبا دغه غونډه تاریخي بللې او ټینګار یې کړی چې اوکراین د اروپایي ټولنې په ۲۷ غړو هېوادونو کې خپل ځای لري.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران له اوکراین سره د پیوستون په هدف نن په کییف کې غونډه کوي.

د اروپایي ټولنې د اکثرو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د اوکراین پلازمېنې کییف کې جرګه شوي چې له دغه جګړه ځپلي هېواد سره خواخوږي څرګنده کړي.

دغه غونډه داسې مهال جوړېږي چې د اروپایي ټولنې له خوا له اوکراین سره د پوځي ملاتړ د احتمالي کمېدو اندیښنې را ولاړې شوي دي.

دا اندېښنې وروسته له هغه را ولاړې شوې چې د اروپایي ټولنې په غړي هېواد سلواکیا کې چې له اوکراین سره ګډه پوله لري، پوپولستي یا عام پلوه ګوند ټاکنې وګتلې او دغه ګوند له اوکراین سره د پوځي مرستو خلاف دی.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورېل او د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیتري کولیبا دغه غونډه تاریخي بللې او ټینګار یې کړی چې اوکراین د اروپایي ټولنې په ۲۷ غړو هېوادونو کې خپل ځای لري.

جوزیف بوریل پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د اوکراین په غونډه کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران او د دغې ټولنې د کاندیدو او راتلونکو غړو استازي شامل دي.

د غونډې اجنډا لا هم معلومه نه ده، خو بورېل زیاته کړې: "مونږ دلته یو چې د اوکراین له خلکو سره ملاتړ او خواخوږي څرګنده کړو."

د بورېل له دې ډاډ سره سره د کیف په غونډه کې د پولنډ او هنګري د بهرنیو چارو وزیران نه دي لیدل شوي او پر ځای یې د ټیتې کچې استازي استول شوي دي.

د هنګري صدر اعظم ویکتور اوربان د روسیې له ولسمشر سره نژدې اړیکې جوړې کړي او کییف سره یې د پوځي مرستو مخالفت کړی دی، پولنډ که څه هم له اوکراین سره ښې اړیکې لري، خو دا مهال د اوکراین د غلو د صادراتو له کبله یې له کیف سره اړیکې خړې پړې دي.

اوکراین د تېر کال په جون میاشته کې د اروپایي ټولنې د کاندید غړي په توګه ومنل شو، دا کار پر اوکراین د روسیې د یرغل له پيله څو میاشتې وروسته وشو.

دا بحثونه چې اوکراین ته دې د اروپایي ټولنې په اډانه کې غړیتوب ورکړل شي او د دغې ټولنې اته ویشتم غړی دې شي، ممکن کلونه وخت ونیسي.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر جوبایډن د دولت د تعطیلي د مخنیوي لپاره د لایحې د لاسلیک پر مهال وویل، له اوکراین سره مرستې به چې دغې لایحه کې حذف شوي، د نورو قوانینو له مخې دوام وکړي.

بایډن په سپینې ماڼۍ کې وویل، کییف د دوی په ملاتړ حساب کولای شي.

په کییف کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه نن داسې مهال جوړه شوې چې تېره شپه پر خرسون ښار د روسي پوځیانو د توپونو په ډزو کې یو تن وژل شوی او د دوو ماشومانو په ګډون ۶ تنه ټپیان شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG