د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

روسیه کې د ټاکنو وروستۍ ورځ؛ بلې دورې ته د پوتین د بریا اټکلونه شوي


په روسیه کې د روانو ټاکنو له بهیره یو انځور
په روسیه کې د روانو ټاکنو له بهیره یو انځور

په روسیه کې د ولسمشرۍ د درې ورځنیو ټاکنو نن وروستۍ ورځ ده.

د روسیې په ټولو ساحو کې چې ۱۱ محلي وختونه یې دي، غرمه مهال د رایې ورکولو په مرکزونو کې د خلکو کتارونه جوړ شول او د ولسمشرۍ پر ټاکنو یې اعتراض وکړ.

د دوی اعتراض "غرمه د پوتین په وړاندې" نومېږي چې د روسیې مړ شوي سیاسي مخالف الکسي ناوالني یې غوښتنه کړې وه.

اټکل دا دی چې د ولسمشرۍ دغه ټاکنې به ولادمیر پوتین ته په ډېره اسانۍ د بلې شپږکلنې دورې د ګټلو زمینه برابره کړي، ځکه د پوتین په وړاندې کوم جدي کاندید نه تر سترګو کېږي.

۲۵ کاله کېږي چې ۷۱ کلن ولادمیر پوتین په روسیه کې یا صدراعظم یا هم ولسمشر دی.

تر دغو ټاکنو یوه میاشت مخکې د ولادمیر پوتین تر ټولو لوی سیاسي رقیب الکسي ناوالني د روسیې په یوه لیرې پراته زندان کې تر نامشخصو شرایطو لاندې مړ شو.

دی د هغو تورونو له کبله زندان ته اچول شوی و چې د ډېرو په باور سیاسي انګېزه یې درلوده.

د پوتین نور جدي سیالان یا زندان ته اچول شوي یا هم جلاوطنه دي چې نه دي توانېدلي، د ده په وړاندې ځانونه کاندید کړي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

په همدې حال کې تر ټاکنو مخکې لا په روسیه کې پر سیاسي مخالفانو او ازادو رسنیو محدودیتونه لا سخت شوي دي.

دغو شرایطو دېته زمینه برابره کړه چې د پوتین په وړاندې هغه درې کسان ځانونه کاندیدان کړي چې له کرملین سره ښې اړیکې لري.

دا درې کاندیدان د لبرال ډیموکراتیک ګوند مشر لیونید سلوڅکي، د ولسي جرګې مرستیال او د نوي خلق ګوند کاندید ولادیسلاو داوانکوف او د ولسي جرګې غړی دغه راز د کمونست ګوند کاندید نیکولای خاریتونوف دی چې سیاسي تګلاره یې تر ډېره د پوتین له پالیسۍ سره ورته والی لري.

د ناوالني له مړینې سره- سره د هغه دا نظریه عملي شوه چې له خلکو یې غوښتي وو، غرمه مهال د "غرمه د پوتین په وړاندې" په نوم اعتراض د سیاسي مخالفت د ژوندي ساتلو لپاره عملي کړي.

څرنګه چې د روسیې سختو قوانینو د خلکو عمومي غونډې منع کړي، دغه اعتراض دقیقاً غرمه مهال د روسیې د رایې ورکولو په مرکزونو کې وشو چې خلکو اوږده کتارونه جوړ کړل.

پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیويي تصاویرو کې ښکاري چې په نووسیبریسک، چیتا، یکاتیرینبرګ، پرم، مسکو او نورو ښارونو کې غرمه مهال د معترضو رایه ورکوونکو اوږده کتارونه جوړ دي.

د دوی په شاوخوا کې ګڼ پولیس هم ښکاري او دا اعتراض داسې وخت شوی چې حکومت د ټاکنو د پروسې د ګډوډولو په صورت کې د اوږدمهاله بند خبرداری ورکړی و.

تمه کېږي، د دغو ټاکنو نتیجې سبا دوشنبه، یعنې د مارچ میاشتې پر ۱۸مه اعلان شي.

دا له کله چې مسکو د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین بشپړ یرغل پیل کړی، لومړی وار دی، چې په روسیه کې لویې ټاکنې کېږي او ویل شوي چې دا ټاکنې به ازادې او عادلانه نه وي.

د روسیې د انتخاباتو د مسوولانو په وینا، ۱۱۴ میلیون تنه د رای ورکولو پر شرایطو برابر دي او تر پرون پورې د دغه شمېر کسانو کابو نیمايي خپلې رایې په انلاین ډول کارولې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG