د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

د بلاروس او پولنډ د کړکېچ په اړه د امریکا او روسیې ولسمشران بحثونو ته داخل شوي


بلاروس-پولنډ پوله
بلاروس-پولنډ پوله

د بلاروس او پولنډ ترمنځ کړکېچ د دې سبب شوی چې د امریکا متحده ایالاتو او روسیې ولسمشران په څرګنده په دې اړه بحثونو ته داخل شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن دغه وضعیت «یوه لویه اندېښنه» وبلله.

خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، هېواد یې د بلاروس او پولنډ له سرحدي کړکېچ سره کوم ارتباط نه‌لري.

په زرګونو پناه غوښتونکي چې افغانان هم په‌کې شامل دي، په سړه هوا کې د بلاروس او پولنډ پر پوله راګېر پاتې دي او هڅه کوي د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

دغه پناه غوښتونکي هڅه کوي چې ځانونه له بلاروس د اروپايي ټولنې نورو غړو هېوادونو له دې جملې پولنډ ته ورسوي.

د بلاروس او پولنډ پر پوله پناه غوښتونکي
د بلاروس او پولنډ پر پوله پناه غوښتونکي

پولنډ په دې سرحدي سیمه کې امنیتي تدابیر سخت کړي او تر اوسه‌یې د دغو پناه غوښتونکو د ورتګ مخه نیولې ده.

د روسیې ولسمشر د لوېدیځ له تورونو سره سره د بلاروس او اروپايي ټولنې پر پوله پر هوايي ګزمې او پوځي تمریناتو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې روسیه په دې سرحدي سیمه کې له روان بحران سره هېڅ تړاو نه‌لري.

ولادیمیر پوتین پرون شنبه وویل چې هیله‌من دی، په دې اړه د مخکښو اروپايي هېوادونو او بلاروس ترمنځ په لوړه سطحه مذاکرې وشي.

پوتین ویلي: "هیله‌من یم چې د بلاروس او د اروپايي ټولنې د مخکښو هېوادونو د مشرانو ترمنځ مستقیم تماسونه د دې لانجې په حل کې مرسته وکړي."

پوتین وویل چې هیله‌من دی، په دې اړه د مخکښو اروپايي هېوادونو او بلاروس ترمنځ په لوړه سطحه مذاکرې وشي.
پوتین وویل چې هیله‌من دی، په دې اړه د مخکښو اروپايي هېوادونو او بلاروس ترمنځ په لوړه سطحه مذاکرې وشي.

د بلاروس او پولنډ پر پوله پوځي تحرکات او د یوه پناه غوښتونکي د مړي موندل کېدل، هغه خطرونه او ګواښونه په ډاګه کوي چې هلته په زرګونه پناه غوښتونکي په دې سړه هوا کې ورسره مخامخ دي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د بلاروس او پولنډ پر پوله روان وضعیت د ډېرې اندېښنې وړ وباله.

نوموړي وويل: "فکر کوم چې دا یوه لویه اندېښنه ده، موږ په دې اړه خپلې اندېښنې روسیې او بلاروس ته اعلان کړې دي."

د امریکا ولسمشر جو بایډن د بلاروس او پولنډ پر پوله روان وضعیت د ډېرې اندېښنې وړ وباله.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د بلاروس او پولنډ پر پوله روان وضعیت د ډېرې اندېښنې وړ وباله.

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هارېس هم فرانسې ته د سفر پر مهال د بلاروس او پولنډ پر پوله د روان وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او ویلي یې دي چې په دې اړه‌یې د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره خبرې کړې دي.

د اروپايي ټولنې چارواکي وايي، د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا پر بلاروس د لګول شویو بندیزونو له کبله د پناه غوښتونکو له بحرانه د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي.

غربي چارواکو تور لګولی چې د لوکاشینکا حکومت په لوی لاس پناه غوښتونکي د پولنډ پولې ته لېږدولي او دې ته‌یې هڅولي چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ننوځي، خو د بلاروس حکومت دغه تورونه رد کړي دي.

د اروپايي ټولنې او بلاروس ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې اوج ته ورسېد چې الکساندر لوکاشینکا په ۲۰۲۰م کال کې ځان د شپږمې دورې لپاره د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ او د سیاسي مخالفانو، د مدني ټولنې د غړو او خبریالانو ځپلو ته‌یې دوام ورکړ.

اروپايي ټولنې او لوېدیځ په بلاروس کې د ۲۰۲۰م کال د ولسمشرۍ ټاکنې بې‌اعتباره ګڼلي او پر بلاروس‌یې بندیزونه لګولي دي.

په داسې حال کې چې اروپايي ټولنه پر بلاروس د نورو بندیزونو پر لګولو غور کوي، الکساندر لوکاشینکا تېره پنجشنبه وویل، ممکن د ده پر رژیم د بندیزونو په بدل کې اروپا ته د روسیې د ګازو د انتقال مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG