د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

پولنډ: بېلاروس پر ختیځه پوله برید کړی، پوتین د کډوالو بحران ته لمن وهي


د بېلاروس او پولنډ ترمنځ ګډه پوله
د بېلاروس او پولنډ ترمنځ ګډه پوله

پولنډ بېلاروس تورن کړی دی چې د دغه هېواد پر ختیځه پوله یې برید کړی دی.

په ورته وخت کې پولنډ د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین تور پورې کړی دی چې د اروپایي ټولنې د بې ثباته کولو لپاره د کډوالو بحران ته لمن وهي.

پولنډي چارواکو د سې شنبې په ورځ وروسته تردې پوله ټینګه کړه چې په سلګونو کډوالو هڅه کوله چې د ازغنو سیمانو له لارې پولنډ ته واوړي.

په وروستیو میاشتو کې د منځني ختیځ، جنوبي اسیا او افریقا په زرګونو کډوالو په غیر قانوني ډول هڅې کړې دي چې له بېلاروسه پولنډ، لېتوانیا او لاتویا ته چې د اروپایي ټولنې غړي دي، داخل شي.

اروپایي ټولنه د بېلاروس مستبد واکمن الکساندر لوکاشینکا ملامتوي چې کډوال د اروپایي اتحادیې تر پولو رسوي، څو د هغو بندیزونو غچ واخلي چې بروکسل د پروسږکال له لانجمنو انتخاباتو وروسته پر منسک لګولي دي.

د پولنډ صدراعظم ماتیوز موراویڅکي پرون په وارسا کې د پارلمان غونډې ته وویل چې دا برید چې لوکاشینکا یې کوي طراح یې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دی.

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمتري پیسکوف بیا پولنډ او بېلاروس زغم ته وهڅول او ویې ویل: "وضعیت پرته له څه شکه چې کړکېچن او د اندېښنې وړ دی. دا د ټولو اړوندو لوریو مسوولانه چلند ته اړتیا لري، البته په دې حالت کې د هغو خلکو ژوند ډېر مهم دی چې پر پوله راغونډ شوي دي. زه یو ځل بیا ټینګار کوم چې دا د بېلاروس او پولنډ د رښتونې اندېښنې وړ مساله ده. موږ اندېښمن یوو. لکه څرنګه چې وینو د بېلاروس متخصصین په خورا مسوولیت سره کار کوي موږ هیله لرو چې وضعیت به هېڅکله زموږ امنیت ته ګواښ پیدا نه کړي."

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمتري پیسکوف بیا پولنډ او بېلاروس زغم ته وهڅول.
د روسیې د ولسمشر ویاند دیمتري پیسکوف بیا پولنډ او بېلاروس زغم ته وهڅول.

په سلګونو کډوال د بېلاروس خواته د پولنډ له پولي سره د اغزنو سیمانو ترڅنګ راغونډ شوې دي، هوا ډېره سړه ده او دوی اورونه بل کړي دي. بل لورته پرون لېتوانیا د اروپایي ټولنې دوهم هېواد شو چې له بېلاروس سره یې د پولي پر اوږدو بېړنی حالت اعلان کړ.

د ویلنیوس پارلمان دا اضطراري وضعیت د تېرې شپې له نیمایي د یوې میاشتې په مخه اعلان کړ او سرحدي ساتونکو ته یې اجازه ورکړه چې په زوره هغه کډوال له خپلې خاورې وباسي چې ورننوځي.

پولنډ تردې مخکې له بېلاروس سره پر خپلو پولو بیړنی حالت اعلان کړی و او د خپلو سرحدي ځواکونو شمېر یې په دې سیمه کې شل زرو ته لوړ کړی وو.

د پولنډ پارلمان دا لایحه هم تصویب کړې ده چې له بېلاروس سره د څلورسوه اووه میلیونه ډالرو په لګښت دیوال جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG