د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

روسیه کې له ولسمشریزو ټاکنو سره هم مهاله د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو بریدونه


د یوه برید سیمې ته منسوب تصویر
د یوه برید سیمې ته منسوب تصویر

د روسیې د ولسمشرۍ ټاکنو په وروستۍ ورځ په ځینو سیمو کې اوکراییني ډرون الوتکو یو شمېر سیمې هدف ګرځولي.

د فرانسې خبري اژانس د رپوټ په اساس، د اوکرایین سرحد ته نږدې په بلګوروډ ښار کې خلک په داسې حال کې د ټاکنو مرکزونو ته ولاړل چې د بریدونو د خطر زنګونه هم چالانه شوي وو.

دا ښار او د روسیې څو نورې سیمې د یکشنبې په ورځ او تر هغه مخکې د ډرون بریدونو هدف ګرځېدلي.

د بلګوروډ والي ویاچسلاف ګلادکوف ویلي، د یکشنبې په سهار برید کې یوه ۱۶ کلنه نجلۍ وژل شوې او پلار یې ټپي دی.

د هغه د ادعا په اساس، په دې سیمه کې په بل برید سره یو بل کس هم وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي.

په کراسنادور سیمه کې د تیلو یو چاڼځای هدف ګرځېدلی او اور یې اخیستی. په پېښه کې د چارواکو په خبره یو کارګر د زړه د حملې له امله مړ شوی.

د تیلو تصفیه خانې او د تیلو ټرمینلونه د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو اصلي هدفونه دي.

روسي ځواکونه د یوه برید په سیمه کې
روسي ځواکونه د یوه برید په سیمه کې

د اوکرایین یوې ورځپاڼې اوکراینسکا پرادا هم د استخباراتي چارواکو په حواله لیکلي چې د یکشنبې بریدونه بریالي وو ځکه د تیلو یو چاڼځای پکې سوځېدلی.

له دې ټولو سره- سره د روسیې د دفاع وزارت ادعا کړې چې د اوکرایین ۳۵ بې پېلوټه الوتکې یې د شپې له خوا نسکورې کړي چې څلور یې په مسکو کې بریدونو ته تعبیه شوې وې.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي چې پنځمه بې پیلوټه الوتکه د پلازمېنې دومودیدوو هوایي ډګر ته نږدې د یکشنبې په سهار نسکوره شوه. د تلفاتو او زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.

د دفاع وزارت په وینا، دوه بې پیلوټه الوتکې د روسیې پلازمېنې په جنوب کې د کالوګا په سیمه کې او څلور د مسکو په شمال ختیځ یاروسلاول سیمه کې ویشتل شوي دي.

یاروسلاول چې د اوکراین له پولې شاوخوا ۸۰۰ کیلومتره (۵۰۰ میله) لیرې پرته ده د اوکرایین له خوا تر ټولو لرې سیمه ده چې هدف ګرځي.

د روسیې دفاع وزارت زیاته کړې د اوکراین نورې بې پیلوټه الوتکې د بیلګورود، کرسک او روستوف په سیمو کې چې د اوکراین او جنوبي کراسنودار سیمې سره پوله لري نسکورې شوې دي.

په تېرو څو ورځو کې روسیې د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې د روسیې سیمې د بریدونو هدف ګرځېدلي او موخه یې له هغو ټاکنو د خلکو راګرځول دي چې په نتیجه کې یې پوتین بیا ولسمشرۍ ته رسیږي.

د روسیې ولسمشر: دا بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي
د روسیې ولسمشر: دا بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي

خو پوتین په امنیت شورا کې ویلي چې دا بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.

د روسیې دوه بالستیک توغندي د یکشنبې په ورځ د اوکراین په سویلي ښار میکولایو لګېدلي چې لږ تر لږه پنځه تنه یې ټپیان کړي دي. دا خبره د سیمې والي ویتالي کیم د ټیلیګرام په چینل کې لیکلې.

د اوکراین پوځ بیا ویلي د یکشنبې په ورځ د اوډیسا په سیمه کې د روسیې ۱۴ بې پیلوټه الوتکې ویشتل شوي.

د جګړې د درېیم کال په پيل کې د راپورونو له مخې، روسي ځواکونو د څو سیمو د نیولو ادعاوې کړي.

خو دا ادعاوې په خپلواکه توګه د تایید وړ نه دي.

XS
SM
MD
LG