نړۍ
روسیه: د اوکراین ۱۴ بې پيلوټه الوتکې مو غورځولې دي
د روسیې دفاع وزارت وایي، د هوایي مدافعې سیسټمونو یې د اوکراین ۱۴ بې پیلوټه الوتکې راغورځولې دي.
دې وزارت نن ویل چې دغه الوتکې اوکراین پولې ته څېرمه د روسیې په دوو سیمو کې راغورځول شوي او زیاتوي، یوولس الوتکې په بیلګورد او درې په کورسک سیمه کې ویجاړې شوې دي.
د بیلګورد والي ویچیسلاو ګلاد کوف پرټلګرام چینل لیکلي چې په دغه برید کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
په تېرو دوو ورځو کې د روسیې پرګڼو سیمو د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو په لسګونو بریدونه شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ د پنځو ټېسټ سیالیو لوبلړۍ پیل شوه
د هندوستان او اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پینځو ټیسټ سیالیو لوبلړۍ نن جمعه د نومبر په ۲۲مه نېټه د اسټرالیا په پرت ښار کې پیل شوه.
دا د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ اتلولیو(چمپین شېپ) اړوندې سیالۍ دي.
د لومړۍ ټېسټ لوبې پچه هندوستان ګټلې او توپوهنه یې غوره کړې چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې ۱۵۰ منډې کړې دي.
نتیش کومار ریدي یوازېنی مخکښ هندی منډه جوړونکی و چې په ۴۱ منډو سوځېدلی دی.
اسټرالیا ته بیا جاش هاذلیووډ ۴ لوبغاړي سوځولي دي.
اسټرالیا هم د خپلې توپوهنې د لومړۍ پاڼۍ پیل ښه نه دی کړی چې په ۵۷ منډو یې ۶ لوبغاړي له لاسه ورکړي دي.
د ټېسټ لوبو دغه لوبلړۍ به د نوي ۲۰۲۵م کال د جنورۍ تر ۷مې نېټې دوام لري.
ټرمپ د فلوریډا پخوانۍ لوی څارنواله د عدلیې وزیرې په توګه نوموي
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون پنجشنبې وویل چې دی به د فلوریډا پخوانۍ لوی څارنواله پام باندي د عدلیې د وزیرې په توګه ونوموي.
دا وروسته له هغه چې د نوموړي لهخوا دې پوست ته نومول شوي لومړني کاندید میټ ګیټز پر ځان د لګول شویو جنسي تورونو په ترڅ کې اعلان وکړ چې له دغې دندې تېرېږي.
باندي د ټرمپ یوه سخته مدافع وه.
هغه د ټرمپ د استیضاح په لومړۍ محاکمه کې چې پر نوموړي له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې تورونه لګول شوي وو، خو محکوم نهشو، یوه مدافعې وکیله و.
ټرمپ تورن شوی و چې له اوکراین سره د امریکا پوځي مرستې په دې پوره تړي چې هغه هېواد دې د هغه مهال د مرستیال ولسمشر جوبایډن په اړه څېړنه وکړي.
ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې وویل: "له ډېرې مودې راهیسې د عدلیې وزارت زما او نورو جمهوري غوښتونکو پر ضد د وسلې په توګه کارول شوی چې نور یې باید مخه ونیول شي."
د ترکیې پولیسو ۳۰ افغان کډوال او څلور قاچاقبران نیولي
د ترکیې پولیسو پرون پنجشنبې په اغري ښار کې د یوه باروړونکې موټر د تلاشۍ په ترڅ کې ۳۰ افغان کډوال او ۴ انساني قاچاقبران ونیول.
له دې جلا پولیسو د دغه ښار په یوه زاړه او متروک کور کې د ۲۹ افغان او یوه پاکستانی پناه غوښتونکو د نیولو راپور ورکړ.
د ترکیې رسنیو د پنجشنبې په ورځ د آغری ښار د پولیسو له قوله راپور ورکړ چې په دې ښار کې په دوو بېلابېلو سیمو کې ۵۹ افغانان او یو پاکستانی نیول شوي دي.
دا کسان تر نیولو وروسته د بهرنیو وګړو د ایستلو مرکزونو ته انتقال شوي دي.
ترکیې سږ کال ګڼ شمېر افغان پناه غوښتونکي، چې هڅه کوي د ترکیې له لارې اروپا ته لاړ شي، نیولي او افغانستان ته لېږلي دي.
پوتین: د اوکراین جګړه په شدت د یوې نړیوالې نښتې خوا ته روانه ده
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون پنجشنبې اعلان وکړ چې د اوکراین جګړه په شدت د یوې نړیوالې نښتې خوا ته روانه ده.
د روسیې ولسمشر دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې متحدو ایالتونو او بریتانیا اوکراین ته اجازه ورکړه چې د دوی له اوږد واټن ویشتونکو وسلو څخه د روسیې خاوره په نښه کړي.
پوتین خبرداری ورکړ چې مسکو ممکن ځواب ورکړي.
پوتین وویل چې روسیې د امریکا او بریتانیا د توغندیو د کارولو په ځواب کې د منځني واټن د یوه نوي هایپرسونیک توغندي په وسیله په اوکرایني پوځي تاسیساتو برید کړی او خبرداری یې ورکړ چې ښایي نور بریدونه هم وشي.
ده زیاته کړه چې تر هر برید څخه مخکې به ملکي وګړو ته خبر ورکول کېږي.
پوتین وویل چې اوکراین د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن په تایید د نومبر په ۱۹مه د امریکا په اکټمز ATACMS توغندیو پر روسیې برید وکړ.
همداراز، د نومبر په ۲۱مه یې د بریتانیا "سټورم شیډو" توغندي او د امریکا هایمارس سیسټم هم کارولی دی.
د ملګرو ملتونو یوې استازې په سوریه کې د اسراییلو وروستی برید خونړی وباله
د ملګرو ملتونو یوې استازې پرون ویلي، د سوریې پر تدمر ښار هغه بمباري چې په نتیجه کې لسګونه کسان ووژل شول، تراوسه په سوریه کې د اسراییل له خونړیو بریدونو و.
د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي، په دغه تاریخي ښار کې چې د یونیسکو د فرهنګي میراثونو په فهرست کې شامل دی، په هغه حمله کې چې تېره چهارشنبه وشوه ۷۹ ایران پلوه جګړه مار ووژل شول.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیالې نجات رشدي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خبرو کې وویل، په سوریه کې د اسراییل هوايي حملې د پام وړ زیاتې شوې دي.
له کله چې سوریه په ۲۰۱۱م کال کې په کورنۍ جګړه کې ښکېله شوه اسراییل پر دغه هېواد په سلګونو هوايي حملې کړي چې تر ډېره یې پوځي او د ایران پلوه دلو اهداف په نښه کړي دي.
سیستان او بلوچستان ته د ایراني ولسمشر سفر؛ دغلته د اکټوبر په ۲۶مه ۱۰ پولیس وژل شوي وو
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پرون د دغه هېواد سیستان او بلوچستان ولایت ته سفر وکړ.
دا سفر داسې وخت کېږي چې د اکټوبر میاشتې په ۲۶مه په دغه ولایت کې په یوه حمله کې چې ایراني چارواکي تروریستي برید بللی، شاوخوا ۱۰ پولیس ووژل شول.
سیستان او بلوچستان چې د ایران د پلازمېنې تهران په ۱۲۰۰ کیلومترۍ کې پروت دی، له افغانستان او پاکستان سره پوله لري.
په وروستیو کې په دغه ولایت کې د ایران د امنیتي ځواکونو او د بلوڅ اقلیت د یاغیانو، افراطي سُني ډلو او د مخدره موادو د کار و باریانو ترمنځ د وسلهوالو شخړو راپورونه ورکړل شوي دي.
د ایران دولتي رسنۍ وايي، پزشکیان د تېرې میاشتې په حمله کې د وژل شویو پولیسو د کورنیو له غړو سره هم وکتل.
چارواکي: په غزه کې د روانې جګړې له کبله د مړو شمېر تر ۴۴زرو کسانو واوښت
د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون وویل چې د فلسطینیانو په دغه قلمرو کې د روانې جګړې له کبله د مړو شمېر تر ۴۴زرو کسانو واوښت.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي.
د غزې روغتیا وزارت نه دي ویل شوي چې په وژل شویو کې څو تنه یې ملکیان او څو تنه یې جګړه مار دي، خو ویلي یې دي چې په وژل شویو کې تر نیمايي زیات یې ښځې او ماشومان دي.
په همدې حال کې د اسراییل پوځ د شواهدو له وړاندې کولو پرته ویلي چې څه باندې ۱۷زره افراطي وسلهوال یې وژلي دي.
د غزې روغتیا وزارت ویلي، د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر له اوومې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ په روانه جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۴زه ۵۶ او د ټپیانو شمېر ۱۰۴زره ۲۶۸ ته رسېدلی دی.
دغه وزارت وايي، ښايي دغه شمېرې تر دې لوړې وي، ځکه په زرګونو مړي تر نړېدلو ودانیو لاندې پاتې دي.
د اسراییلو د صدراعظم، پخواني دفاع وزیر او د حماس د یوه پوځي قوماندان د نیولو حکم صادر شو
د جرمونو نړیوالې محکمې یا آیسيسي نن د نومبر ۲۱مه د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو او د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانت او د حماس د پوځي قوماندان محمد ضیف د نیولو حکم صادر کړ.
حماس د امریکا د متحدو ایالتونو او اروپايي اتحادیې له خوا ترهګره ډله ګڼل کېږي.
دا کسان د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس له خوا په اسراییل د برید او وروسته د اسراییل د پوځي مداخلې په تړاو د بشریت پر ضد په جنایت او د جنګي جرمونو په ترسره کولو تورن دي.
دا حکم وروسته له هغې صادر شو چې د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان په مې میاشت کې وویل چې د هغو کسانو د نیولو د حکمونو د صادرولو په لټه کې دی چې د غزې د جګړې اړوند جرمونو باندې تورن دي.
اسراییل د نړیوالې جزایي محکمې صلاحیت نه دی منلی، خو محکمې ویلي چې د اسراییل له خوا د دې محکمې د صلاحیت منل ضروري نه دی.
پيآیسيایسایس: د روانې میاشتې لومړیو درېیو اوونیو کې ۵۵ پاکستاني ځواکونه وژل شوي
په پاکستان کې د نومبر په لومړیو درېیو اوونیو کې لږ تر لږه ۵۵ امنیتي ځواکونه په نښتو او ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي دي.
په اسلاماباد کې د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټېټیوټ (PICSS) په یوه راپور کې، چې نن پنجشنبې خپور شو، وویل، د نومبر په لومړیو ۲۰ ورځو کې ۵۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي، په داسې حال کې چې تېره میاشت په همدې موده کې ۳۰ تنه وژل شوي وو.
په تېرو ۲۰ ورځو کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ د نښتو پر مهال ۶۳ شکمن وسلهوال هم وژل شوي دي.
د شخړو او امنیتي مطالعاتو د انسټېټیوټ د معلوماتو له مخې، په اکټوبر میاشت کې، ۶۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي وو چې د روان کال تر بلې هرې میاشتې ډېر شمېر دی.
یوازې د اکټوبر په وروستیو لسو ورځو کې ۳۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي وو.
اکثره بریدونه په دوو ایالتونو خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.
په تېرو لسو میاشتو کې په پاکستان کې د دولت د وسلهوالو مخالفو ډلو له لوري ۷۸۵ بریدونه شوي چې له امله یې ۹۵۱ کسان وژل شوي او ۹۶۶ نور ټپیان شوي دي.
په خیبرپښتونخوا کې د سپرلیو پر موټرو برید؛ لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي
د خیبرپښتونخوا په کوزه کورمه کې نن پنجشنبې د سپرلیو پر موټرو په یوه برید کې لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي دي.
د سیمې د پولیسو یوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي، برید ماسپښین مهال د علیزو او څپرې ترمنځ سیمه کې په داسي حال کې وشو چې د شاوخوا ۲۰۰ موټرو په یوه کاروان کې سپرلۍ له پېښوره پاړه چنار ته روانې وې.
د پولیسو د دغه چارواکي په وینا، وژل شوي کسان په مندوزیو قبیلې پورې تړاو لري.
په دې برید کې ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
تراوسه پورې د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو په دې سیمه کې له اوږدې مودې راهیسي د سنیانو او شیعه مذهبو ترمنځ نښتې کېږي.